د ماشومانو خوندیتوب او د دیني مدرسو مسؤلیت

Photo by @AADIL for ADN
عبدالوکیل اټک
په وروستیو کې د ماشومانو پر وړاندې د ځینو دیني مدرسو دننه د ناوړه چلند، تشدد او حتی جنسي ځورونې پېښو راپورونه د ټولنې پراخ غبرګونونه پارولي دي. په ځانګړي ډول، د خیبر پښتونخوا په صوات کې د خوازه خېلو د چاليار کلي یوه پېښه د جدي اندېښنو سبب شوې، چیرته چې یو زدهکوونکی د استادانو له خوا د تشدد له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کېږي چې دې ماشوم له وړاندې شکایتونه کړي وو، خو له بده مرغه د کورنۍ له لوري دا اندېښنې جدي ونهنیول شوې.
په ورته وخت کې، په اسلاماباد کې د یوې بلې مدرسې د مشر ناڅاپي مړینه هم بحثونه راپارولي. رسنیو داسې انځورونه خپاره کړل چې د هغه جسد ته نږدې د شرابو بوتلونه پراته وو، چې دا له دیني ارزښتونو سره د تضاد نښه بلل کېږي. همدارنګه، په ټولنیزو رسنیو کې د هغو ویډیوګانو شمېر هم ډېر شوی دی چې پکې زدهکوونکي د خپلو استادانو له خوا وهل کېږي، سپکول کېږي، او له هغوی سره ناوړه چلند کېږي.
د مشهورو خبریالانو مرکې له هغو کسانو سره چې پدې قضیو کې لاس لري، ښيي چې ځینې دیني مسؤولین د ماشومانو د روزنې پر ځای، هغوی ته د فشار، وېري، او حتا فزیکي یا جنسي ناوړه استفادې سرچینه ګرځېدلي دي. دا وضعیت نه یوازې د ماشومانو رواني او فزیکي سلامتۍ ته زیان رسوي، بلکې د دیني زدهکړو پر اعتبار هم سیوری غوړوي.
د اصلاح اړتیا: څار، پالیسۍ او د باور بېرته راژوندي کول
دیني مدرسې د ټولنې لپاره مهم بنسټونه دي، چې نه یوازې د دیني زدهکړو، بلکې د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د خپرولو مسؤولیت هم لري. خو کله چې د دغو بنسټونو دننه د ماشومانو خوندیتوب تر سوال لاندې راشي، نو دا اړتیا نوره هم روښانه کېږي چې اصلاح، څار، او حساب ورکونه باید جدي ونیول شي.
دا ډول پېښې د دې غوښتنه کوي چې دیني مدرسې د دولت د نظارت تر چتر لاندې راشي. د ښوونې او روزنې وزارت باید د خصوصي او دیني تعلیمي بنسټونو لپاره واضح قوانین، روزنیز معیارونه، او د خوندیتوب لارښوونې رامنځته کړي. همداراز، باید د مدرسو د لیلیو، استادانو د چلند، او شکایتونو د ثبت لپاره روڼ میکانیزمونه جوړ شي، څو زدهکوونکي او والدین وکولای شي چې خپل اندېښنې پرته له وېري څرګندې کړي.
په دیني نصاب کې باید د ماشومانو خوندیتوب، انساني کرامت، او د روزنې سالمې طریقې شاملې شي. د استادانو لپاره اړینه ده چې نه یوازې دیني علوم ولري، بلکې د ماشومانو له رواني حالت، عمرې ځانګړتیاوو، او اخلاقو سره اشنا وي.
دا هم مهمه ده چې د دیني شخصیتونو نه یوازې علم، بلکې کردار هم د باور وړ وي. دین د شفقت، درناوي، او عدالت پیغام لري، او له همدې امله هېڅ عمل چې د زور، جنسي تېري یا سپکاوي لامل شي، نه شي کولای د دین تر نوم لاندې توجیه شي.
د ماشومانو خوندیتوب باید د هر ډول تعلیمي بنسټ لومړیتوب وي – که هغه دیني وي یا عصري. د دیني مدرسو اصلاحي چارې نه یوازې د حکومت، بلکې د ټولنې، دیني علماوو، والدینو، او مدني بنسټونو ګډ مسؤلیت دی. که دا اقدامات ونهشي، نه یوازې د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کېږي، بلکې د دین او تعلیم ترمنځ اعتماد هم له منځه ځي.
موږ باید هڅه وکړو چې دیني زدهکړې یو ځل بیا د امن، علم، او اخلاقو سمبول وګرځوو – نه د وېري، فشار، او ناوړه چلند ځای. د حکومت جدي اقدامات، شفاف قوانین، او ټولنیزه همکاري کولی شي چې دا بدلون راولي.
عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.