له لغمانه تر ملبورن: د یو افغان کډوال کلتوري مبارزه

0 57
افغان٬ افغاني او افغانستاني د تاریخ له نظره - 5

Zahid Safi taking selfie during election campaign.

عبدالوکیل اټک

زاهد صافي د لغمان له غرونو څخه تر استرالیا د ملبورن ښاره پورې اوږد او له ننګونو ډک سفر کړی دی. دی وايي: “زه د هغو ملیونونو افغانانو له ډلې یم چې د جګړې له امله اړ شوو خپل کورونه پرېږدو.” صافي خپل لومړنی ښوونځی په پېښور کې ولوست، بیا یې اروپا ته مهاجرت وکړ، او بالاخره په ۲۰۱۰ کال کې استرالیا ته لاړ، چیرې چې اوس له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي.

صافي اوس د یو فعال افغان-استرالیایي ټولنې برخه ده چې د کډوالۍ  له امله رامنځته شوې، خو په حوصله مندۍ ورته ولاړ ولار دی. دی اوس یو وړ کاروبار لري او په سیمه‌ییز سیاست کې فعاله ونډه اخلي – یوه داسې لاره چې د کډوالۍ له پیل سره یې هیله نه لرله.
“په پیل کې سیاست حتی زما ذهن ته نه و راغلی، خو شرایطو بدل کړل.”

صافي د استرالیا د فرصتونو، آزادۍ او ټولنیز ژوند ستاینه کوي.
“دلته ټولنیز ژوند ډېر پیاوړی دی. افغانان اړیکو ته ارزښت ورکوي. موږ دلته کولا شو چې سره راټول شو، خپلې ژبې او کلتور وساتو. موږ جوماتونه، کلتوري ټولنې او د اختر یا د افغانستان د خپلواکۍ ورځې جشنونه لرو.”

هغه د افغان اوښبانو تاریخ ته هم درناوی لري، چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د استرالیا په پراختیا کې مهم رول درلود.
“ما دوه کاله مخکې د بروکن هېل ښار ته سفر وکړ، چیرې چې مې د اوښبانو له وروستیو نسلونو یو – امان‌الله – سره ولیدل. استرالیان لا هم د دوی نوم اخلي، دا موږ ته د ویاړ ځای دی.”

خو دی زیاتوي چې لا هم افغانان د استرالیا په عامه ژوند کې نه لیدل کېږي.
“په ملبورن کې داسې عامه ځایونه نشته چې د افغانانو نوم پرې وي – دا باید بدل شي.”

صافي وايي، د پخوا افغان مهاجر (کملیران) له اوسنیو سره توپیر لري.
“هغوی یوازې راغلي وو، ډېری یې له بومي استرالیاویو سره واده کړی و. خو اوس زموږ کورنۍ غټې دي، موږ په کورونو کې خپله ژبه وایو، ماشومان مو دوه ژبې زده کوي – دا زموږ هویت ژوندی ساتي.”

له ټولنیز خدمت نه تر سیاست پورې

د صافي سیاسي سفر له ۲۰۱۶ کال راهیسې پیل شو، کله چې د استرالیا له صدراعظم سره د لیدنې فرصت ورکړل شو.
“په دې لیدنه کې مې دوه دوستان پیدا کړل چې زه یې سیاست ته وهڅولم. یوه ګوند ته شامل شوم، او په ۲۰۲۴ کال کې کاندید شوم.”

صافي د ویکتوریا ایالت له مهمو انتخاباتي حوزو څخه نوماند شو – لومړی افغان چې د یوه لوی استرالیایي سیاسي ګوند له خوا فدرالي ټاکنو ته نوماند شوی و. که یې بری ترلاسه کړی وای، پارلمان ته به د افغانانو غږ ورسېد، خو د ده په وینا، “که څه هم ونه ګټلو، خو دا پیل و – پرمختګ په لار دی.”

صافي باور لري چې افغانان کولی شي د استرالیا او افغانستان دواړو لپاره مثبت رول ولري.
“موږ هلته زېږېدلي یو، خو دلته ژوند کوو. د افغانستان په اړه زموږ حضور دلته مهم دی، دا تاثیر لري چې نړۍ افغانستان ته څنګه ګوري.”

که افغانستان ته لاړ شي، صافي وايي، تمرکز به یې “امنیت، تعلیم او اقتصادي پرمختګ” وي.

هغه له افغان تاریخي مشرانو لکه احمدشاه بابا، امان‌الله خان او داوود خان الهام اخلي، خو باور لري چې افغانان باید د هر ځای نه خپل غږ پورته کړي – “که افغانان هر ځای وي، باید خپل هویت بیان کړي، نه دا چې نور یې استازولي وکړي.”

کرېکټ او نرمه دیپلوماسي

صافي کرېکټ د افغان هویت د نړیوالو پیژندنې یوه غوره وسیله بولي. دی وايي، راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن د افغان تصویر مثبت ښودلی.
“زه د استرالیا د کرېکټ فدراسیون له مشر سره ږغیدلی یم او ورته مې ویلي چې سیاست باید له لوبو سره یو نه شي – کرېکټ افغان ځوانانو ته هیله ورکوي.”

ټولنه، کور، هویت

په استرالیا کې، صافي د خپل ځایي جومات فعال غړی دی. اولادونه یې اسلامي ښوونځي ته ځي.
“موږ هر څه لرو: جوماتونه، کلتوري مرکزونه، د مسلمانانو او افغانانو هدیرې – ښاروالۍ موږ ته ځمکه هم ارزانه ورکوي.”

سره له ټولو لاسته‌راوړنو، زاهد صافي تمرکز د افغان هویت ساتنه، د افغانانو استازولي، او د کلتورونو ترمنځ پُل جوړول دي.
“موږ دواړو ځایونو پورې تړلي یو. موږ باید دواړو ته خدمت وکړو.”

عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر. 

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *