طبیعي اوبه او نړیوال قوانین

0
Eng Sahib

Photo: @private

انجنیر امین ظریف/کاناډا

اوبه د ژوند یوه حیاتي سرچینه ده چې د هېوادونو د اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي ثبات لپاره حیاتي رول لري. په معاصره نړۍ کې د روانو او شریکو اوبو مدیریت د نړیوالو شخړو او خبرو اترو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. د  اوبو نړیوال قانون د دې لپاره جوړ شوی، چې د هېوادونو ترمنځ د اوبو وېش او مدیریت په منصفانه و عادلانه توګه ترسره شي. په منځني ختیځ، خلیج او بیا په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې د نفتي توکو په پرتله د اوبو بیه لوړه ده؛ ځکه تېل، ګاز او نور توکي بدیل لري، خو اوبه بدیل نه لري. زموږ د هېواد جغرافیایي موقعیت، د چاپېریال بدلون او د اوبو د لویو خدماتو نشتون هغه ننګونې دي، زموږ هیواد یې له فقر او بدبختۍ سره مخ کړی دی، چې په دې فرصتونو باید کار وشي.  زموږ ګران هیواد افغانستان کابو ۹٫۸ میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه لري، چې تر نیمایي زیاته یې داوبو د کمښت له امله شاړه او بې ګټې پرته ده.  زموږ هېواد که غواړي پر مختګ وکړي، نو نننی عصر ددې حکم کوي، چې د  نورو ارزښتونو تر څنګ د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي .

د شریکو اوبو ستونزه، په ځانګړې توګه د هغو هیوادونو لپاره چې د ګډو اوبو جریان لري، د نړیوالو اصولو او قوانینو رعایت ته اړتیا لري. دغه قوانین هڅه کوي چې د هیوادونو اړتیاوې او د اوبو منابعو د پایښت اړتیاوې یو ځای مدیریت کړي.

افغانستان د خپلو اوبو دسرچینو له مخې یو بډایه هېواد دی، خو له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د روانو او شریکو اوبو په اړه بېلابېلې ستونزې لري. دا مقاله د اوبو د نړیوال قانون په رڼا کې د شریکو اوبو د مدیریت اصول، د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د شریکو اوبو ستونزې، او د دې ستونزو د حل لپاره عملي وړاندیزونه څېړي.

په دې مقاله کې مو هڅه کړې، چې د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو په وضاحت، د اوبو د کارونې عملي بېلګو، او د افغانستان د اوبو حقونو د ساتنې لپاره مؤثرې تګلارې په ګوته کړو ، ترڅو زموږ هېواد د انجینرۍ تخنیکي برخو د چارو د ښه مدیریت لپاره  ګټور معلومات ترلاسه کړي او په دې ډول د اوبو او شریکو اوبو د ښه مدیریت  او پرمختګ لپاره په یوه علمې عادلانه او پایښت لرونکې بڼه ویش ترسره شي.

‎د اوبو نړیوال قانون او د افغانستان سیاسي بهیر لپاره اړتیاوی لیدل کیږي او ‎په اوسني حالت کې زموږ په ګران هېواد کې روان سیاسي بهیر یوې پیاوړې ملي اجماع ته اړتیا لري. دا اجماع باید ملي وي، یعنې له سیاسي، تنظیمي او نورو ګټو څخه پاکه وي، ترڅو د هېواد د ملي شتمنیو ساتنه او دفاع لپاره قاطع تصمیمونه ونیول شي. د ملګرو ملتونو د اوبو لپاره نړیوال قوانین په ځانګړي ډول د نړیوالو اوبو سرچینو د مدیریت، کارونې او ویش لپاره بنسټیز اصول وړاندې کوي. د دې قوانینو موخه د اوبو د سرچینو پایښتمنه کارونه او د هیوادونو ترمنځ د همکارۍ هڅول دي، په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې ګډې اوبه یا پولې لرونکې سیندونه، جهيلونه او ځمکنۍ اوبه لري. لاندې د دې قوانینو په اړه لنډ معلومات وړاندې کوي:

لومړی بند:

د اوبو نړیوال قوانین وایي، که چیرې روانې اوبه ۱۰۰ سلنه ګټې او زیانونه یوازې د یوه هېواد خاوره کې وي او ټولې اوبه جذب کولی شي، نو دا اوبه یوازې د هغه هېواد حق دی او هغه هېواد هر ډول چې وغواړي، ورڅخه ګټه اخیستلای شي.

دوهم بند:

‎که روانې اوبه دومره زیاتې وي چې په یو هېواد کې جذب یا مهار نشي او د زیان او جریان برخه یې ګاونډي هېواد ته ورسیږي، نو د نړیوال قانون له مخې د اوبو یوه برخه، لکه څلورمه برخه، د ګاونډي هېواد حق ګڼل کیږي. په ۱۳۵۱ لمریز کال (۱۹۷۳ میلادي) کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د وېش په اړه یو تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې، افغانستان ژمنه وکړه چې ایران ته به په هره ثانیه کې ۲۲متره مکعب اوبه ورکړي، او د ښه ګاونډیتوب په موخه یې ۴ متره مکعب نورې هم ورزیاتې کړې، چې ټولې ۲۶ متره مکعب کېږي، خو دا قرارداد یو څه تخنیکې ستونزې لري، هغه دا چې په قرارداد کې د اقلیمي بدلون داغېزو له امله د اوبو د کموالي یا زیاتوالي په اړه  واضح اصول نه دي ذکر شوي. بله دا چې ایا افغانستان تل مکلف دی چې ایران ته په هر ثانیه کې ۲۲ میتر مکعب اوبه ورکړي؟ دا او دې ته ورته نور ډېر موارد دي، چې د قرارداد ارزښت یې کم کړی دی.  زما په اند که د قرارداد په پریکړه کې د انجنیرۍ یو برجسته تخنیکې ټیم شتون درلودای، نو دا ستونزې به حل وې ځکه چې د اقلیمي بدلون د اغېزو په صورت کې نړیوال قانون پر دې ټینګار کوي چې هېوادونه باید په شفافه توګه  خپل معلومات شریک کړي، د اقلیم د بدلون اغېزې وڅېړي او په ګډه ورته حل لارې ومومي. 

درېیم بند:

‎که یو هېواد له خپل نړیوال حق څخه زیاتې اوبه غواړي، نو د کانالونو یا سیندونو د اوبو په مهارولو او پلورلو لپاره د نړیوال قیمت په اساس تړون لازم دی په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د اوبو في متر مکعب قیمت تر ۲ ډالرو رسیږي. که چېرې افغانستان خپلې اوبه في متر مکعب په ورته قیمت یا کم هم وپلوري، نو په یوه کال کې به یواځې د اوبو له پلور څخه  70میلیاره ډالره عاید ترلاسه کړي.

څلورم بند:

‎که روانې اوبه له داسې سرحد څخه سرچینه واخلي، چې مشترک وي او له یوه هېواد څخه تېرې شي او بیرته هماغه هېواد ته را وګرځي، نو دا اوبه مشترکې ګڼل کیږي. د اوبو د استعمال او مهار حق باید د دواړو هېوادونو تر منځ د تړون له مخې تنظیم شي. 

پنځم بند:

‎که اوبه د دواړو هېوادونو په مشترکه سیمه کې جریان ولري او دواړه هېوادونه ورته زیان ویني، نو دا اوبه بې له کوم قید او شرطه شریکې ګڼل کیږي. د دې استعمال، مهارول، او بند جوړول باید د تړون له مخې تنظیم شي، لکه د امو سیند په قضیه ‎کې افغانستان د امو سیند د شریک هېواد په توګه حق لري، چې له دې سینده ګټه واخلي او د سرچینو د استخراج په اړه دخپلو حقوقو ساتنه وکړي.

‎که روسیه د طبیعي سرچینو داستخراج پر مهال د افغانستان حقوق تر پښو لاندې کړي یا د دې استخراج اغېزې افغانستان ته زیان ورسوي، نو افغانستان کولای شي د شخړې د هواري لپاره لاندې ګامونه پورته کړي:

ډیپلوماتیک خبرې: د روسیې سره د رسمي مذاکراتو پیلول.

د نړیوالو سازمانونو منځګړیتوب: د ملګرو ملتونو یا نورو نړیوالو ادارو څخه مرسته غوښتل.

قانوني اقدام: د نړیوال عدالت محکمې (ICJ) یا د نورو اړوند ادارو ته د قضیې وړاندیز. روسیه نشي کولای په یک‌طرفه توګه له امو سیند څخه تیل، سره زر یا نورې طبیعي سرچینې استخراج کړي. که دا سرچینې د سیند په ګډه برخه کې وي، نو د نړیوالو قوانینو له مخې، افغانستان ددې طبیعي سرچینو په ګټې اخیستنه کې مساوي حق لري او هر ډول استخراج باید د دواړو هېوادونو په رضایت او موافقه ترسره شي. د دې موضوع د حل لپاره ډیپلوماتیکې هڅې او د نړیوالو اصولومراعات اړین دي.

شپږم بند:

‎که روانې اوبه په مشترکه سیمه کې وي، خو زیان یې یوازې ګاونډي هېواد ته وي او جغرافیه دا حکم وکړي چې د اوبو جريان د ګاونډي هېواد لپاره ډېر زیان اړوي، نو ګاونډی هېواد د زیاتو اوبو حق لري.

اووم بند:

‎که د اوبو جریان د ټاکل شوي نړیوال واټن (داته میلو) څخه کم وي او اوبه په لنډ واټن کې له یوه هېواد څخه بل ته ننوځي، نو لومړنی هېواد نشي کولای پر دغو اوبو له یوه بنده ډېر جوړ کړي یا له خپل حق څخه زیاتې اوبه مهار کړي.

اتم بند:

‎د ولاړو اوبو لپاره هم ځانګړي قوانین شته. د نړیوالو اوبو قانون د سرحدي اوبو (په ځانګړي ډول د سرحداتو ته نږدې ولاړو اوبو لکه جهیلونو) په اړه ځانګړي اصول او معیارونه وضع کړي دي، چې د هېوادونو تر منځ د شخړو مخنیوی وکړي او د عادلانه استفادې لپاره چوکاټ وړاندې کړي. لاندې د دې قوانینو مهمې برخې دي: نږدې جهیلونو یا نورو هندسي شکلونو کې وي، نو مهارول یې د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کیږي، چې د نړیوالو اصولو په رڼا کې د عادلانه وېش او ګټې اخیستنې پر بنسټ وکارول شي.

• هیڅ هېواد نشي کولی د جهیل له اوبو څخه په داسې ډول ګټه پورته کړي چې د ګاونډي هېواد چاپېریال ته زیان ورسوي یا د هغه اړتیاوې اغېزمنې کړي.

د سرحدي موضوعاتو اهمیت او حل‌لارې:

‎د افغانستان د سرحداتو مسئله یو ملي او حیاتي اړخ لري چې د هیواد ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او اقتصادي پرمختګ پورې مستقیم تړاو لري. د واخان سرحد ،  هندوکش، پامیر یا د نړۍ بام، منارونه څلي، ویاړونه او شهکارونه، د وریښمو د لارې لرغونی تاریخ، سوداګریز او سوق‌الجیشي  سترتیژیکي ځانګړتیاوې، د کونړ، امو٫ هریرود٫  مرغاب  ٫ارغنداب٫ پنج سیند٫ فرا روداو کابل سیندونو او نورو سرحدونو موضوعات یوازې جغرافیوي مسایل نه دي؛ بلکې دا د ملي هویت او سیاسي ثبات برخه ده. 

‎د افغانستان سرحدات نه یوازې د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سمبول دی، بلکې د هیواد د اقتصادي، امنیتي او کلتوري ژوندانه د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري. د دې سرحداتو ساتنه د هر افغان ملي دنده ده او د علمي، حقوقي، او تخنیکي حل‌لارو تطبیق په دې برخه کې کلیدي رول لري. حکومت باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د سرحدونو خوندیتوب او پرمختګ یقیني کړي، څو ملي ګټې خوندي او د شخړو مخه ونیول شي.

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *