فدرالي نظام په افغانستان کې: حل که نوې ستونزې؟

يادونه : د فبرورۍ د مېاشتی په ۲۷ مه او ۲۸ مه ویانا کې د سولې لپاره د نړیوال فدراسیو ن په مرکز کې زموږ د هېواد یو شمېر آزمایښت شوي کړيو لخواه د “ فدرالیزم د هېواد د کړکیچ د حل لاره” تر نامه لاندې ناسته جوړه شوی وه ، پدی غونډی کې د افکارو د آزادۍ د اصولو پرخلاف غېر له خپلو فدرالېستي کړیو ، بل چاته غونډې کې د برخه اخستو او خپل نظر د بیانولو اجازه نه ول ، له همدې وجې زما او څو نورو ملګرو غوښته غونډی کې د خپل نظر د بیان هیله و نه منل شو ، په هر حال دلته غواړم د فدرالیزم د سیستم په اړه ځینې ټکي او مطالب له تاسو عزېزانو سره شریک کړم.
درنښت : حفيظ خالد
——————————
پدې کې خو هیڅ شک نشته چې فدرالیزم د یو شمېر پرمخ تللو هېوادونو لکه امریکا، جرمنی، سویس او اوتریش دولتی سیستم جوړوي او تر اوسه کومې غټې ستونزی سره هم پدی هېوادو کی نده مخاخ شوی خو دا هم باید هېره نشي چې زموږ د هیواد شرایط او حالات له پورتنېو پرمختللو هېوادو سره په سیاسی اجتماعی او اقتصادي برخو کې ها د چا خبره له ځمکې نه تر آسمانه توپیر لري.
پدې هېوادو کې ځائي چارواکي خپل صلاحیتونه او واک پېژني او ټول د قانون تابع دي خو زموږ هېواد کې حالت داسی نده ، څو کاله مخکې استاد عطا محمد د مرکزي ادارې په شتون کې د باندنیو چارو وزارت له هدایت پرته بهرنیو هېوادو سره اړیکې نیول هاخواه امیر اسماعیل خان هیڅ نه حاضریده د هرات واکمني له لاسه ورکړي ترڅو حامد کرزی وروسته له څو میاشتو او هغه هم د رشوت په توګه د ابو او برښنا وزارت د چوکۍ په وعدی سره امیر اسماعیل خان کابل ته راوغوښت همداسی شیراغا شیرزی چې د قندهار واکمن ول د یو وزارت د چوکۍ په وعدی سره حاضر شو هغه چوکۍ پرېږدي. دا به تېروتنه وي که فکر وکړو چې په یو فدرالي ادارې کې به وطنپال او د خلکو زړه سونده کسان په چارو وګمارل شي ، هلته به بیا همدا جګړه ماران ، قومی ټیکه داران او یا د هغوي زامن او خپلوان به قدرت کې وي او یو ځل بیا به هېواد کې د قدرت جزیری جوړې شي.
راځئ فدرالیزم یو داسې هیواد کې وڅېړو چې ښائي زموږ د هېواد حالاتو سره زېاد توپیر ونلري هغه هم د همدې څو اونيو د رسنیو د خبرونو په رڼا کې.
په وروستي څو اونېو کې ډېرو رسنیو دا خبر خپور کړل چې له دوه کلو ناندریو او خبرو وروسته د عراق د کردستان د سیمه ایزی فدرالي ادارې او مرکزی حکومت تر منځ د ترکیی او متحده ایالاتو د هېوادونو په منځګړیتوب په موقتي توګه هوکه وشو او دواړه خواوې یعنی د کردستان د سیمې سیمه ایزه اداره او د عراق مرکزی دولت پدې سلا سول چې د ترکیی له لارې بهر ته د کردستان د تېلو پایپ لاین له دوه کاله ځنډ نه وروسته بیرته فعاله شي، لانجه د عراق د مرکزي اداری او کردستان د سیمه ایزی اداری تر منځ د کردستان د تېلو د عوایدو د ترلاسه کولو له وجې پېل شوې ول، پدی دوه کلونو کې چې د تیلو د لیږدیدو پاپ لین بند ول عراق ته ملیونونه ، نه ، بلکه په بلیاردونو ډالره زیان ورسید، د کردستان د سیمه ایزه ادارې کارکونکي د عوایدو د نشتوالي له وجې دوه کاله له خپل معاش او تنخواه نه محروم پاتې شول ، دا ستونزی له پخواه نه بلکه د فدرالي سیستم له وجی هغه هېواد ورسره مخامخ شوې .
اوس رابشو او د څو ګړیو لپاره دا ومنو چې زموږ هېواد کې هم فدرالي نظام چلېږي او د ولایاتو سیمه ایزی اداری د خپلو سیمو د عوایدو د مصرف صلاحیت لري. آیا د هېواد د سیمه ایزو ادارو او مرکزي حکومت ترمنځ به د بیلګې په توګه د هلمند د لیتیوم او اورانیو ، د بامیانو د اوسپنې د کان ، د لوګر د مسوو د کان ، د پنجشیر او بدخشان د زمردو او یاقوتو او د شبرغان د تیلو د عایداتو د ترلاسه کولو پخاطر به مرکزي ادارې سره ناندرۍ او ستونزی جوړې نشي؟ دا خو یوازی د کانونو د عوایدو په برخه کې یوه کوچنۍ ستونزه ده نور به په حقوقی، تاریخي ،اداري او فرهنګي برخو کې به ډیرې نوې ستونزې رامنځ ته شي.
هر ولایت به ځانله ملی او مذهبي ورځې نمانځي په غونډی کې د فدرالیستانو یو مشر په ډاګه کړه چې غواړي اوسني فرهنګې سمبولونه او حتی د لارو او کوڅو نومونو ته هم په فدرالي ادارې کې تغير ورکړي . آیا زموږ همدا اوسنۍ ستونزی بسنه نکوي چې موږ وغواړو خپل هېواد ته د فدرالي نظام په جوړیدو سره نورې اضافي ستونزی او جنجالونه هم جوړکړو؟ دا ستونزی به خامخا جوړیږي.
څو کاله مخکې د ترکمنستان د ۵۰۰ میګاولت بریښنا د مزي د تېریدو پخاطر لسګونه انسانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ،آیا ویانا کې د فدرالیزم غوښتونکي ډلې دې خبرو ته پام کړې؟ حقیقت دا ده چې فدرالي نظام نه یوازی دا چې زموږ د هېواد ستونزی نښي حلولې لسګونه نوری ستونزی هم هېواد کې زیاتوي. په نوویمې لسېزې کې چې کابل ښار په کنډواله بدل شو او اویا زره کابلې ښاریانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ یو عمده لامل یې زموږ هېواد کې د مرکزی اداری نه شتون ول.
ټولو ته څرګنده ده چې هغه محال هرات د امیر اسماعیل خان په ولکه کې ول قندهار کې ګل اغا شیرزي حکومت کاوه ، کابل باندی جمیعت خیټه اچولې او همداسې پسې راوخله ختیځ ولایتونه ظاهر قدیر او شمال د استاد عطا محمد ملکیت ول همدارنګه جوزجان او فاریاب کې د عبدالرشید دوستم واکمني چلېده .
په حقیقت کې د مرکزی اداری په نشتون سره ټول هېواد کې یو غیر رسمي فدرالي ډوله اداره جوړه وه . که په ویانا کې فدرال غوښتونکې ډله هغه دردونکي پېښې هېرې کړي وي مګر زموږ ولس لا نده هېر کړې، که یو موټر به هېواد له ولیدیځ اسلام قلعه نه ننګرهار ولایت ته راته لاره کې به له دری څلورو واکمنیو او سلهاو چک پوستونو تېریدل او هر یو به ترې اخاذي او پیسې اخیستې ،کابل ښار په مختلفو برخو ویشل شوې او هره برخه د یوتنظیم ساحه وه.
اوس څه ضمانت شته چې بیا هماغه جګړه ماران یا د هغوې زامن دا ځل د فدرالیزم ترپردی لاندې په سیمه ایزو ادارو خېټه وانچوي، د هغوي ځینې خو خپل اولادونه د چوکیو نیولو لپاره وخته تیار کړي .
لنډه دا چې فدرالي نظام نه یوازی دا چې زموږ د هېواد ستونزی نشي حلولې بلکه ډیرې نوری ستونزی هم له ځان سره زیږوي، او حتې ویلو شو چې هېواد تجزیی او بی نظمۍ خواته بیایي ، په اوسنیوحساسو شرایطو کې چې زموږ د هېواد ملیونونه نجونې د خپل انساني او اسلامي حقوقو یعنی زده کړې نه بې برخې دي او زموږ خلک تر سخت افتصادي فشار لاندې ژوند تیروي. ویانا کې د فدرالیزم ډنډورې فقط د هیواد له اصلي ستونزو نه د خلکو پام اړول او په عین حال کې د یو ځو آزمایښت شوي ځیرې بیا مطرح کول دي او بس.
حفیظ خالد شاعر ليکوال ، ټولنيز فعال ، د هېواد يو پخوانی ډيپلوماټ ، چې په دري ، پښتو او انګرېزۍ ليکل کوي ، دا مهال ويانا کې هستوګن دی او د ويانا ادبي ناستي بنسټګر مشر دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخل