دپښتو ژبې درسي کتابونه – پښتو لکه دوهمه ژبه

0
Introduction

دغه درسي کتابونه د پښتو ژبې د زده‌کړې په داسې نویو او مؤثرو مېتودونو ترتیب شوي دي، چې د همدې ژبې د زده‌کړې له پخوانیو مېتودونو سره په ټولیزه توګه توپیر لري او د دې سلسلې د تدریس مفاهیم (د ژبو لپاره اروپایي ګډ چوکاټ) پر بنسټ برابر شوي او هڅه شوې ده، چې هغه شپږ سویې په نظر کې و نیول شي چې د A1, A2, B1, B2, C1, C2 په نومونو مشهورې دي، په نړیواله کچه د ژبو د زده‌کړې په برخه کې پېژندل شوې او د ژبو نړیوال کارپوهان یې په نظر کې نیسي. 

د دې کتابونو د چمتو کولو د اړتیا په باب باید وویل شي، چې موږ د آلمان په بُن ښار کې د کلونو راهیسې د افغان ماشومانو او علاقمندو آلمانانو لپاره د ژبې یو کورس درلود او  د زده‌کوونکو لپاره مو وخت په وخت درسي مواد  په خپله لیکل او هم مو د نورو کتابونو او انټرنېټ په مرسته ورته برابرول. د وخت په تېرېدو سره له يوې خوا دا خورې ورې پاڼې ډېرې شوې، له بلې خوا زموږ د کورس ګډون والو ته هره ورځ د دې پاڼو فوتو کاپي کول ستونزمن شول. 

همدارنګه موږ په دې وروستیو وختونو کې نه یوازې په جرمني بلکې په هالنډ، سویډن، ډنمارک، فرانسه او داسې نورو هېوادونو کې هم د پښتو ژبې د زده کړې د هڅو په لړ کې داسې بشپړ درسي مواد و نه موندل، چې د معاصرو اړتیاوو په اساس یې د همدې ژبې د زده‌کړې د مینه والو غوښتنې په پام کې نیولې وي. له همدې امله موږ په دې فکر کې شوو، چې دا خورې ورې پاڼې راټولې، منظمې او يو څه نورې برخې ور زیاتې کړو او بیا یې په څو برخو کې ترتیب کړو، لکه:

  1. لوست کتاب
  2. تمرینونو کتاب
  3. ګرامر کتاب
  4.  (پښتو – انګلیسي او انګلیسي- پښتو) لغتونو کتاب
  5. ښوونکي  لارښود کتاب
  6. انګلیسي – پښتو ژباړې تمرین
  7. پښتو – انګلیسي ژباړې تمرین
  8. آدیو.

دغه کتابونه چې یو ګټور اساس ګڼل کېږي، نه یوازې زموږ په کورس کې په حضوري او انلاین بڼه تدریس کېږي، بلکې د هغو کسانو لپار هم دی، چې غواړي په خپله پښتو ژبه زده کړي (Self-learning). 

د پښتو ژبې د زده‌کړې د درسي کتابونو دغه سلسله به نه یوازې د هغو افغان ماشومانو لپاره په زړه پورې وي، چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، بلکې دا سلسله به د هغو بهرنیانو لپاره هم په زړه پورې وي، چې د پښتو ژبې له زده‌کړې سره علاقه لري. باید وویل شي چې دغه کتابونه په امازون وېب‌سایټ کې (www.amazon.com/author/wardak) د لاسرسي وړ دي.

الف۱کتابونه

پښتو لکه دوهمه ژبه

  1. لوست کتاب الف۱

په دې کتاب کې د پښتو ژبې الفبې د زده‌کړې په شمول ټول لومړني اساسات راغلي او د پښتو ژبې هر توري ته ځانګړی درس په مؤثره توګه برابر شوی دی. په دې درسونو کې د پښتو ژبې د تورو هر یو استعمال ته ځانګړی رنګ ورکړل شوی او د هر درس په وروستۍ برخه کې پښتو لغتونه له انګلیسي ژباړې سره یو ځای جوړ او برابر شوي دي.

دانلود لینک:

  • تمرین کتاب الف۱

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست الف۱ او ګرامر الف۱ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د الف۱ سویې پر اساس چمتو شوي دي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي. دا تمرینونه د زده شوو کلمو او قواعدو د تثبیت په برخه کې مرسته کوي، چې له دې سره به د ژبې کارونه په ورځني ژوند کې اسانه شي.

دانلود لینک:

  • پښتوـ انګلیسي ژباړې کتاب الف۱

په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له پښتو ژبې څخه انګلیسي ته ژباړي. دا کتاب زده کوونکو ته د نوو کلمو او عباراتو په زده‌کړه کې مرسته کوي. دا به د ژبې د قواعدو زده‌کړې لپاره، زده‌کونکو ته د بېلابېلو جملو جوړښتونه او د استثنایي قواعدو مثالونه وړاندې کوي. دا د ژباړې پروسه د دې لامل کېږي، چې زده‌کونکي د لفظي ژبې (لغت) په پرتله د معنوي ژبې (تفسیر) په اړه فکر وکړي.

دانلود لینک:

  • انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب الف۱

په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له انګلیسي ژبې څخه پښتو ته ژباړي. دا کتاب به له زده‌کونکو سره مرسته وکړي چې د ژبې زده‌کړې په بهیر کې پخپل ځان باور یې زیات شي. د ژباړې په مرسته، زده‌کونکي د نورو ژبو ترمنځ د سویې لوړولو لپاره د مفاهیمو او نظریو تبادله کوي. دا د بلې ژبې د زده‌کړې لامل کېږي. د همدې امله دا دژباړې کتابونه د ژبې زده‌کونکو ته اړین دي.

دانلود لینک:

  • ګرامر کتاب الف۱، الف۲

د همدې سلسلې په لړ کې دا د پښتو ژبې د ګرامر کتاب د الف۱ او الف۲ سویې لپاره له چمتوکېدو څخه وروسته چاپ او تاسو ته وړاندې کېږي. په دغه کتاب کې د پښتو ژبې ګرامر (الفبا، نوم، نومځري، ستاینوم، آدات، سربل او وستربل، فعل او مهالونه) پر برخو باندې بحث شوی دی. 

دانلود لینک:

  • پښتو – انګلیسي او انګلیسي- پښتو لغتونه الف۱، الف۲ 

ښه لغوي پوهه د متن او خبرو د سمې پوهې لامل کېږي. د همدې لپاره د ژبې زده‌کړې په برخه کې د لغاتو زده‌کړه اړینه ده. موږ هم هڅه کړې چې په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲، ګرامر کتاب الف۱/ الف۲، د ښوونکي لارښود کتاب الف۱، الف۲، تمرین کتاب الف۱، تمرین کتاب الف۲ د ټولو ستونزمنو پښتو کلماتو انګلیسي ژباړه او له انګلیسي څخه پښتو ته د الفبا تورو پر اساس د ژبې زده‌کونکو ته وړاندې کړو. دا کتاب به د بېلابېلو لغاتو او کلماتو پېژندلو کې له زده‌کونکو مرسته وکړي، چې په خبرو کې د بېلابېلو سوچونو او احساساتو بیان وکولای شي.

دانلود لینک:

  • د ښوونکي لارښود کتاب الف۱، الف۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د ابتدایې او منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.

د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲ او ګرامر کتاب الف۱، الف۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب الف۱ او تمرین کتاب الف۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

دانلود لینک:

  1.  

الف۲ کتابونه

پښتو لکه دوهمه ژبه

  1. لوست کتاب الف۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د زدکړې لپاره ګڼ شمېر داسې اړین درسي مواد را غونډ شوي، چې د دې ژبې د الف۲ سطحې د زده کوونکو لپاره په کار راځي. په دې کتاب کې د ورځني ژوند اړوند اصطلاحات، متلونه او محاورې، د افغانستان مشهور شخصیتونه، لنډې کیسې، لیکنې، سندرې، لنډې او ساده متلونه شامل دي. په دې کتاب کې محتوا د زده کوونکو او مینه والو لپاره په ساده، اسانه او روانه ژبه وړاندې کېږي. د يادونې وړ ده، چې د دې کتاب د ستونزمنو کلمو ژباړه د لغاتو په کتاب کې شته.

دانلود لینک:

  • تمرین کتاب الف۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست الف۲ او ګرامر الف۲ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د الف۲ سویې پر اساس چمتو شوي دي.  دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې ډېر اغېزمن وي. د متواترو تمرینونو له لارې، زده کوونکي پرمختګ احساسوي، چې دا د هغوی د ځان باور او انګېزه به زیاته وي.

دانلود لینک:

  • پښتو ـ انګلیسي ژباړې کتاب الف۲

په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له پښتو ژبې څخه انګلیسي ته ژباړي. دا کتاب به له زده‌کونکو سره مرسته وکړي چې د ژبې زده‌کړې په بهیر کې پخپل ځان باور یې زیات شي. دا ژباړې تمرین په زده کوونکو کې د خپل ارادې بیانولو او تشریح کولو مهارت ته وده ورکوي، چې دا د خبرو کولو او لیکلو په برخه کې ګټور دی.

دانلود لینک:

  • انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب الف۲

په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له انګلیسي ژبې څخه پښتو ته ژباړي. دا کتاب به له زده‌کونکو سره مرسته وکړي چې د ژبې زده‌کړې په بهیر کې پخپل ځان باور یې زیات شي. د دې کتابونو په مرسته، زده‌کونکي د متن د تحلیل کولو مهارت پیاوړی کېږي، ځکه هغوی اړ دي چې د متن هره برخه په دقت سره وګوري او د هغه د معنا او structure سره اشنا شي.

دانلود لینک:

  • ګرامر کتاب الف۱، الف۲

د همدې سلسلې په لړ کې دا د پښتو ژبې د ګرامر کتاب د الف۱ او الف۲ سویې لپاره له چمتوکېدو څخه وروسته چاپ او تاسو ته وړاندې کېږي. په دغه کتاب کې د پښتو ژبې ګرامر (الفبا، نوم، نومځري، ستاینوم، آدات، سربل او وستربل، فعل او مهالونه) پر برخو باندې بحث شوی دی. 

دانلود لینک:

  • پښتو – انګلیسي او انګلیسي- پښتو لغتونه الف۱، الف۲ 

ښه لغوي پوهه د متن او خبرې د سمې پوهې لامل کېږي. د همدې لپاره د ژبې زده‌کړې په برخه کې د لغاتو زده‌کړه اړینه ده. موږ هم هڅه کړې چې په دې کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲، ګرامر کتاب الف۱/ الف۲، د ښوونکي لارښود کتاب الف۱، الف۲، تمرین کتاب الف۱، تمرین کتاب الف۲ د ټولو ستونزمنو پښتو کلماتو انګلیسي ژباړه او له انګلیسي څخه پښتو ته د الفبا تورو پر اساس د ژبې زده‌کونکو ته وړاندې کړو. دا کتاب به د بېلابېلو لغاتو او کلماتو پېژندلو کې له زده‌کونکو مرسته وکړي، چې په خبرو کې د بېلابېلو سوچونو او احساساتو بیان وکولای شي.

دانلود لینک:

  • د ښوونکي لارښود کتاب الف۱، الف۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د ابتدایې او منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.

د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب الف۱، لوست کتاب الف۲ او ګرامر کتاب الف۱، الف۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب الف۱ او تمرین کتاب الف۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

دانلود لینک:

ب۱کتابونه

پښتو لکه دوهمه ژبه

  1. لوست کتاب ب۱

دا کتاب هم د همدې اړتیاوو او ارزښتونو له امله د منځنۍ سطحې  د ژبو لپاره ګډ اروپایي چوکاټ پر اساس برابر د ژبې زده‌کونکو ته لیکل شوی دی. په دې کتاب کې داسې مسایل لکه کار، ښوونځي، پوهنتون، تفریح، خبرې اترې او سفر چې زده کوونکي ورسره مخ کېږي راغلي دي. هڅه شوې ده، چې په دې اثر کې د ژبې د زده‌کونکو لپاره داسې مسایل راوړل شي، چې هغوی وکولای شي خپل تجربې، پیښې، خوبونه، هیلې بیان کړي.

دانلود لینک:

  • تمرین کتاب ب۱

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست ب۱ او ګرامر ب۱ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د ب۱ سویې پر اساس چمتو شوي دي. د تمرینونو له لارې، زده کوونکي کولای شي خپلې بې دقتۍ او غلطۍ ومومي او اصلاح کړي. دا تمرینونه د زده‌کړې روانه تجربه برابروي، چېرې چې زده کوونکي د کلمو، جملو او قواعدو په اړه نابلد احساس نه کوي، بلکې په طبیعي ډول یې کاروي. دا تمرینونه به د ژبې د زده‌کونکو د زده‌کړې په بهیر کې به ډېر اغېزمن وي. 

دانلود لینک:

  • پښتوـ انګلیسي ژباړې کتاب ب۱

په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له پښتو ژبې څخه انګلیسي ته ژباړي. دا د ژباړې پروسه یو تجربوي زده‌کړییز عمل دی، چې زده کوونکي ته د منطقي تفکر او پوهنې ترمنځ تعامل ته زمینه برابروي. کله چې زده کوونکي دا متنونه ژباړي، نو هغوی د مفاهیمو او تعبیرونو په اړه ژور غور کوي، چې دا د شعور او ونډې د پراختیا لامل کېږي.

دانلود لینک:

  • انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب ب۱

په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له انګلیسي ژبې څخه پښتو ته ژباړي.دا د ژباړې کتاب نه یوازې د يوې ژبې کلمې بلې ته اړول نه دي، بلکې د تفکر، کلتوري پوهې، او د لغوي مهارتونو د تولید یوه فعاله او مفیده لاره ده. دا نه یوازی د ژبې زده‌کړه اسانه او جذابوي، بلکې زده کوونکو ته ډېرې پراخې او ګڼې تجربې هم وړاندې کوي.

دانلود لینک:

  • ګرامر کتاب ب۱، ب۲

په دې  ګرامر کتاب کې د پښتو ژبې آوازونو په اړه ( زنځیري او نازنځیري)، د پښتو ژبې د کلمو د جوړښت په اړه، د الف سطحې په دوام د ضمیرونو، فعلونو، ستاینومونو، اداتو او قیدونو په اړه په مفصله توګه بحث او څېرنې شوي. د دې په اضافه لکه څنګه چې د الف  سطحې په ګرامر کتاب کې د سربلونو او وستربلونه په اړه بحث شوی، په دې ګرامر کتاب کې یوه نوې موضوع چې په مفصله توګه پرې بحث کېږي د پښتو ژبې تاړي  دي.

په دې اثر کې هم هڅه شوې، چې د ژبې زده‌کونکي وکولای شي خپل تجربې، پیښې، خوبونه، هیلې د ګرامر د اصولو پر اساس بیان کړي.

دانلود لینک:

  • پښتو – انګلیسي او انګلیسي- پښتو لغتونه ب۱، ب۲ 

د لغاتو سره ښه آشنایي د ژوند په مختلفو ساحو، لکه دوکانداري، سوداګري، تحصیلي او ټولنیزي تعاملاتو کې مهمه مرسته کوي. د همدې اړتیاوو پر اساس په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲، ګرامر کتاب ب۱/ ب۲، د ښوونکي لارښود کتاب ب۱، ب۲، تمرین کتاب ب۱، تمرین کتاب ب۲ د ټولو ستونزمنو کلماتو انګلیسي ترجمه د الفبا تورو پر اساس ځای پر ځای شوي دي. د لغاتونو او کلمو پیاوړي یادښت زده کوونکو ته د کلماتو په ذکر کولو، د خبرو او لیکلو پر مهال آسانتیاوې برابروي.

دانلود لینک:

  • ښوونکي لارښود کتاب ب۱، ب۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.

د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲ او ګرامر کتاب ب۱، ب۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب ب۱ او تمرین کتاب ب۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

دانلود لینک:

  •  

ب۲ کتابونه

پښتو لکه دوهمه ژبه

  1. لوست کتاب ب۲

په دې کتاب کې د دې سلسلې کتابونو  په لړۍ کې نسبت متفاوته موضوعات راغلي دي. دا کتاب ۱۴ څپرکي لري، چې په دې موضوعاتو بحث کوي؛ لوستونه او خبرې‌اترې، د پښتو ژبې تاریخ، د پښتو ژبې اوسني نومیالي شخصیتونه،  د پښتو ژبې حکایتونه، همدارنګه د دې موضوعاتو پسې د فلکلور پېژندنه، غوره ویناوې، بهرني هېوادونه، د نړۍ مشهوره لیکوالان او په ورستیو څپرکو کې؛ افغانان په بهر کې، د پښتو ژبې غربي ژبپوهان، په بهرني هېوادونو کې د پښتو ژبې څانګې، پښتانه په نړۍ کې، په نړیوالو رادیوګانو کې پښتو ژبه او د پښتو ژبې دیجیتایزیشن په اړه د ژبو زده‌کونکو لپاره لوستونه چمتو شوي دي.

دانلود لینک:

  • پښتو ـ انګلیسي ژباړې کتاب ب۲

په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له پښتو ژبې څخه انګلیسي ته ژباړي. کله چې زده‌کونکي په بریالیتوب سره یوه ژبه وژباړي، نو د هغوی د ځان باور او اعتماد زیاتوي، چې دا د نورو ژبو زده‌کړې لپاره هم انګېزه برابروي.

دانلود لینک:

  • انګلیسي ـ پښتو ژباړې کتاب ب۲

په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۲ ټول درسونه د ژباړې په موخه د زده‌کونکو لپاره چمتو شوي دي. دا لوستونه به زده‌کونکي له انګلیسي ژبې څخه پښتو ته ژباړي. د ژباړې کتاب له لارې، چې کله زده‌کونکي د بېلابېلو متنونو سره کار وکړي، نو هغوی د موضوعي لغتونو او اصطلاحاتو په صحیح استعمال کې روزنه ترلاسه کوي.

دانلود لینک:

  • تمرین کتاب ب۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د لوست ب۲ او ګرامر ب۲ برخې کتابونو ګڼ شمېر تمرینونه د ب۲ سویې پر اساس چمتو شوي دي. د دې تمرینونو له لارې، زده کوونکي یوازې د ژبې مهارت نه، بلکې د خپلو پوهې او معلوماتو ښه‌والی هم احساسوي، چې دا د عمومی معلوماتو په برخه کې مرسته کوي. د  دې تمرینونو له لارې، زده‌کونکي په تدریجي توګه د ژبې د کارولو په برخه کې خودمختار کېږي او لږ لږه مرستې ته اړتیا لري.

دانلود لینک:

  • ګرامر کتاب ب۱، ب۲

په دې  ګرامر کتاب کې د پښتو ژبې آوازونو په اړه ( زنځیري او نازنځیري)، د پښتو ژبې د کلمو د جوړښت په اړه، د الف سطحې په دوام د ضمیرونو، فعلونو، ستاینومونو، اداتو او قیدونو په اړه په مفصله توګه بحث او څېرنې شوي. د دې په اضافه لکه څنګه چې د الف  سطحې په ګرامر کتاب کې د سربلونو او وستربلونه په اړه بحث شوی، په دې ګرامر کتاب کې یوه نوې موضوع چې په مفصله توګه پرې بحث کېږي د پښتو ژبې تاړي  دي.

په دې اثر کې هم هڅه شوې، چې د ژبې زده‌کونکي وکولای شي خپل تجربې، پیښې، خوبونه، هیلې د ګرامر د اصولو پر اساس بیان کړي.

دانلود لینک:

  • پښتو – انګلیسي او انګلیسي- پښتو لغتونه ب۱، ب۲ 

د لغاتو سره ښه آشنایي د ژوند په مختلفو ساحو، لکه دوکانداري، سوداګري، تحصیلي او ټولنیزي تعاملاتو کې مهمه مرسته کوي. د همدې اړتیاوو پر اساس په دې کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲، ګرامر کتاب ب۱/ ب۲، د ښوونکي لارښود کتاب ب۱، ب۲، تمرین کتاب ب۱، تمرین کتاب ب۲ د ټولو ستونزمنو کلماتو انګلیسي ترجمه د الفبا تورو پر اساس ځای پر ځای شوي دي. د لغاتونو او کلمو پیاوړي یادښت زده کوونکو ته د کلماتو په ذکر کولو، د خبرو او لیکلو پر مهال آسانتیاوې برابروي.

دانلود لینک:

  • ښوونکي لارښود کتاب ب۱، ب۲

په دې کتاب کې د پښتو ژبې د تدریس د منځنۍ دورې د درسونه داسې اړین مېتودونه او لارښودونه چمتو شوي دي، چې ښوونکي وکولای شي د دې لړۍ په کتابونو کې دا مهارتونه ترسره کړي، ترڅو یو ښه اوریدونکی، ویونکی، لوستونکی او لیکونکی وروزي.

د ښوونکي د لارښود په کتاب کې د لوست کتاب ب۱، لوست کتاب ب۲ او ګرامر کتاب ب۱، ب۲ د تدریس مېتود په اړه لارښوونې شوي دي، همدارنګه د تمرین کتاب ب۱ او تمرین کتاب ب۲ د مهارتونو حل د هرې برخې د مېتود وروسته پکې ځای پر ځای شوي دي.

دانلود لینک:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *