د مهريه سفر له کابله د هامبورګ پارلمان ته!

0
د مهريه سفر له کابله د هامبورګ پارلمان ته

مهريه اشفته، یوه حقوق پوهه ، استاده، او د خپلې ټولنې ژمنه مدافع وکیله ده .

 دا افغان الاصله سیاستواله د هامبورګ ایالتي پارلمان لپاره ځان نومانده کړې ده ، دا یو زړور ګام دی چې د ټولنیز عدالت لپاره د هغې نه ستړي کېدونکې ژمنتیا او په خپل نوي کور کې د افغان ټولنې د استازیتوب هیلې  منعکسوي.

اشفته په کابل، افغانستان کې زیږېدلې، او یوازې یو کلنه وه چې د هغې کورنۍ مجبور شوه خپل هېواد پرېږدي او جرمني ته کډه شي. هغې د هامبورګ په ښار کې راستره شوې ده ، هلته یې د حقوقو او اکاډمیکې برخې کې بریالۍ زده کړې کړې دي .

د ۱۴ کلونو راهیسې، اشفته د جرمني د ټولنیز دیموکرات ګوند (SPD) غړې ده او د سیاست سفر یې لا د پوهنتون د محصلۍ له وخته پیل شوی.

 د رضاکارۍ او دوامداره فعالیت له لارې، هغه اوس د هامبورګ ایالتي پارلمان ته د کاندیدۍ چانس ترلاسه کړی. 

هامبورګ پارلمان له ۱۰۰ څخه زیات غړي لري، او آشفته وايي:

“زه نه پوهېږم چې زه یا زما ګوند به څو رائې واخلو، خو هیله لرم چې زما هېوادوال به سره یو ځای شي او ملاتړ به مې وکړي.”

هامبورګ شاوخوا ۶۰,۰۰۰ افغانان لري، چې د دې له امله ورته “د اروپا کابل” هم وايي. له دې ډلې، نږدې ۳۰,۰۰۰ افغانان د رائې ورکولو حق لري— یعني هغه کسان چې لږ تر لږه ۱۶ کلن وي، د جرمني تابعیت ولري، او په هامبورګ کې اوسېږي دا حق او امتیاز لري . 

خو د افغان ټولنې لپاره تر ټولو لویه ستونزه سیاسي یووالی دی.

“په دې ټاکنو کې ۱۲ افغان کاندیدان شتون لري، هر ګوند یو یا دوه افغان استازي لري،  حتی د ښي اړخي ګوند ، چې د مهاجرینو ضد دریځ لري، هم یو افغان کاندید لري، چې  دا ډېره شرموونکی کار دی چې یو افغان داسې ګوند ته ورشي چې زموږ د ایستلو هڅه کوي.” اشفته خواشیني څرګندوي.

هغه پر افغانانو غږ کوي چې د خپلو رائیو حق ته ارزښت ورکړي:

“که رایه ورنه کړي ، نو نور به ستاسو د راتلونکې پرېکړه کوي. هغه کسان چې رایه ورکوي، باید د کاندیدانو شالید ، د دوی فعالیتونه، او د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې وڅېړي.” 

د افغان ټولنې لپاره ژمنتیا:

اشفته یوازې د رایو لپاره درواغجنې ژمنې نه ورکوي. پر ځای یې، هغه وايي چې غواړي د افغان ټولنې غږ په پارلمان کې پورته کړي، د هغې تر ټولو مهم هدف د خطر سره مخ افغانانو ژغورل او جرمني ته راوستل دي.

“تر ۲۰۲۴ کال پورې، پلان دا و چې لږ تر لږه ۱,۰۰۰ افغانان خوندي ځای ته انتقال شي، خو د بده مرغه ، دا ژمنه نه ده پوره شوې. جرمني ۱۶ ایالتونه لري، خو یوازې دوه یې دا کار کړی دی. که زه انتخاب شوم، نو د دې پروګرام لپاره به مبارزه کوم.”هغه ټینګار کوي.

لکه څنګه چې هغه د حقوقي مسایلو پوهه لري، نو پوهېږي چې دا پروسه باید د قانوني لارو چارو له مخې منظمه شي.

همدارنګه، د زده کړې او بیا مېشتیدنې د هغې د اجندا مهم ټکي دي:

“زده کړه  د اوسني او راتلونکي لپاره تر ټولو مهم عنصر دی، همدارنګه د اقتصاد د ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. مهاجر، په ځانګړي ډول کډوال، باید د ژبه  زده کړې او د بیا مېشتیدنې  پروګرامونو ته لاسرسی ولري، ترڅو ژر د جرمني ټولنې سره عیار شي.”

د تبعیض او نژادي تعصب پر ضد مبارزه هم د هغې د مبارزې مهمه برخه ده. د جرمني ځینې ایالتونه د تبعیض ضد قانون لري، خو هامبورګ لا هم دا قانون نه لري. اشفته باور لري چې د یو عادلانه او مساوي ټولنې لپاره باید دا قانون تصویب شي.

له خپلو ریښو سره تړاو:

که څه هم مهريه اشفته په ماشومتوب کې له افغانستانه کډه شوې، خو لا هم د خپل ټاټوبي سره ژور احساساتي تړاو لري.

“زه افغانستان نه یادوم، خو زه یې تل یوه ټوټه له ځانه سره ساتم.”

هغه د افغانستان نقشه د غاړکۍ  په بڼه په غاړه ګرځوي او د افغانستان خاوره یې په یوه کوچني بوتل کې ځان سره ساتلې ده:

“هر ځای ته چې ځم، دا خاوره له ځان سره لرم. زما تر ټولو ستره هیله دا ده چې یوه ورځ د افغانستان پر خاوره پښه کېږدم.”

د خپل ټاټوبي سره د هغې مینه نه یوازې په احساساتو، بلکې د هغې د مسلکي او سیاسي ژوند  کې هم څرګنده ده. اشفته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلوماټې په توګه کار کړی.

اوس، د هامبورګ ایالتي پارلمان ته د کاندید په توګه، هغه غواړي خپله تجربه، پوهه، او جذبه د افغانانو او ټولو هامبورګ مېشتو لپاره وکاروي.

د سیاسي مبارزې سره سره، هغه د افغان ټولنې لپاره یو پیاوړی غږ پاتې شوې.

خو پوښتنه دا ده:

 ایا افغانان به د خپلې ټولنې د استازیتوب لپاره سره متحد شي؟

مهريه اشفته دا ټاکنیزه مبارزه د شخصي ګټې لپاره نه ده پیل کړې، بلکې غواړي افغانان په جرمني سیاست کې یو قوي غږ ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *