په اوتریش کې پناه غوښتنه، د بهرنیو حقوق او ښاروندي

0
EN VIDC Bericht bearbeitet Norbert

له ډاکټر نوربېرت کیتېنبرګ سره د پرلیکه ناستې راپور

د (VIDC) او د “نوي پیل” د کلتوري او سپورتي ټولنې په بلنه د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۲مه نېټه یوه پر لیکه ناسته ترسره شوه، چې حقوقپوه ښاغلي ډاکټر نوربېرت کیتنبرګ پکې د پناه غوښتنې، د بهرنیو او د ښاروندۍ د حقوقو په اړوند څرګندونې وکړې. د دې ناستې پاورپواینټ بڼه دلته کتلی شئ.

د پناه غوښتنې پروسه

په اوتریش کې د پناه غوښتنې پروسه پولیسو ته د ځان په سپارلو سره پیلېږي. پولیسو سره له لومړنۍ مرکې وروسته د اجازې پروسه پیلېږي. د دې پروسې په پایله کې د پناه غوښتنې هغه قضیې ردېږي چې اوتریش یې مسئول نه وي. اوتریش د پناه غوښتنې د هغو قضیو مسئول نه ګڼل کېږي که چېرې یو چا د پناه غوښتنې منفي ځواب ترلاسه کړی وي، یا یو وګړي په کوم بل امن هېواد کې پناه ترلاسه کړې وي، او یا د ډوبلین د پرېکړې له مخې د اروپایي ټولنې یو بل هېواد د پناه غوښتنې د قضیې مسئول وي. 

که چېرې اوتریش مسئول وپېژندل شي، د بهرنیو او پناه غوښتونکو د چارو فدرال دفتر (BFAورسره مخامخ شفاهي مرکه کوي. د دې شفاهي مرکې پر بنسټ، چې د پناه غوښتنې ټول دلایل باید پکې وویل شي، د کډوال د برخلیک پرېکړه کېږي. د دې پرېکړې له مخې کډوال بشپړه پناه، فرعي پناه، د هستوګنې حق یا د هستوګنې (Aufenthaltsberechtigung plus) کارت ترلاسه کوي او یا یې هم د پناه غوښتنه په بشپړ ډول ردېږي او د بېرته ستنېدو پرېکړه یې کېږي. 

څوک چې  د بهرنیو او پناه غوښتونکو د چارو د فدرال دفتر (BFA) د پرېکړې پر خلاف د شکایت او یا د استینافغوښتنه لري، باید فدرال اداري محکمې (BVwGته په هغې ټاکلې موده کې دننه خپل شکایت ولېږي چې د ځواب په لیک کې یې یادونه شوې.

وروسته د فدرال اداري محکمې پرېکړه بیا په اداري سترې محکمه کې د رسمی شکایت له لارې او یا د اساسي قانون په محکمه کې د بیاکتنې د غوښتنې له لارې ارزول کېدای شي. خو دا غوښتنه یوازې د یوې رسمي وکیلې او یا وکیل پر مټ امکان لري، او که چېرې څوک د شخصي وکیل لپاره مالی امکانات ونلري، له دغو دواړو محکمو د وړیا وکیل غوښتنه هم کولی شي. 

د پناه غوښتتنې په پروسه کې حقونه

څلور میاشتې وروسته له هغې چې اوتریش د پناه غوښتنې د قضیې مسئول وګنل شي، یو وګړی کولی شي کار وکړي او یا مسلکي ښوونځي کې زدکړې پیل کړي. خو د کار خاوند یا مسلکي ښوونځی باید د نوموړي پناه غوښتونکي لپاره لومړی د کار اجازه واخلي. په اصل کې یو پناه غوښتونکی یا یوه پناه غوښتونکې د پناه له غوښتنې څلور میاشتې وروسته، که چېرې وغواړي، خپل شخصي کار هم پیلولی شي. (دا شمېره قانون سره سم څو ساته یا څو ورځې وروسته له هغې چې پناه وغوښتل شوه پیلېږي.) پر دې سربېره پناه غوښتونکي په عامه کارونو کې له فدرال ادارې سره، ایالتونو او ښاروالۍ سره او په هستوګنځي کې هم مرستندویه چارې ترسره کولی شي. د دې تر څنګ د “خدمتونو د ارزونې” موډل هم شته.

پناه غوښتونکي د لومړنۍ پاملرنې مرستې ترلاسه کوي. په لومړنۍ پاملرنه کې لاندیني توکي راځي: روغتیايي لګښتونه، هستوګنه او یا یې کرایه (چې هر ایالت ته په کتو توپیر لري، په ویانا کې یو تن لپاره د میاشتې ۱۶۵یورو ټاکل شوي او کورنیو ته بیا ۳۳۰ یورو ورکوي)، خواړه او یا د خوړو پیسې چې د میاشتې ۲۶۰ یورو کېږي، د میاشتې ۴۰ یورو جېب خرڅ، په کال کې ۱۵۰ یورو د کالیو لپاره او ۲۰۰ یورو په کال کې د هغو لپاره چې ښوونځي ته ځي. 

په ځینو فدرال ایاللتونو کې د کارتونو یو ډول سیستم هم شته چې د لومړنۍ پاملرنې پیسې دوی ته په نوموړي کارت کې اچول کېږي، د دې کارت له لارې دوی کولی شي دوکانونو کې سودا واخلي (لکه په تیرول ایالت کې) خو نغدې پیسې هم له ماشینه راویستی شي. په ۲۰۲۵ کال کې فدرالي حکومت په ټول هېواد کې د دې کارتي سیستم د پلي کولو هوډ لري. په تیرول ایالت کې دا ممکنه ده چې له دې کارت نه نغدې پیسې راوویستل شي خو که چېرې په ټول هېواد کې دا پلان عملی شي، نغدې پیسې به نشې ځنې ترلاسه کېدای. 

بشپړه پناه او فرعي پناه (ویزه)

د بشپړې پناه د ترلاسه کولو لپاره باید پناه غوښتونکی په خپل پلرني هېواد کې د سیاسي، مذهبي، ملیتي، نژادي او یا داسې ټولنیزې ستونزې سره مخ وي چې که بېرته ورستون شي سر ته یې ګواښ دی. هغه باید خپلې مدعا لپاره کره دلایل ولري. ورسره باید پناه غوښتونکی د داسې عملونو مرتکب شوی نه وي چې د رد سبب کېدای شي (د بېلګې په توګه د جنګي جنایت سابقه). 

د فرعي پناه حق یو پناه غوښتونکی هله ترلاسه کوي، کله چې نوموړی د بشپړې پناه لپاره خپله مدعا به کره دلایلو ثابته نکړای شي او رد شي، خو د دې وېره شته وي چې که پناه غوښتونکی بېرته خپل ټاټوبي ته واستول شي په خپل هېواد کې به د شکنجې، ناانساني چلند یا جریمې ، د مرګ سزا او یا په عمومي شخړه کې له تاوتریخوالي سره مخ شي. په دې شرط سره چې وګړی خپله په جنګي جنایت کې شریک نه وي. که چېرې یو وګړی داسې سخته ناروغي ولري چې په خپل پلرني ټاټوبي کې یې درملنه نشي کېداي، دا هم د فرعي پناه د ترلاسه کولو لپاره یو دلیل کېدای شي.

د بشپړې پناه او فرعي پناه ترلاسه کوونکو حقونه

بشپړه پناه په لومړي سر کې د درېیو کلونو هستوګنې لپاره ورکول کېږي. درې کاله وروسته مسئوله اداره د دې ارزونه کوي چې ایا دا پناه باید وغځول شي او کنه؛ د بېلګې په توګه د دې ارزونه چې ایا د پناه غوښتونکي په پلرني ټاټوبي کې حالات بدل شوي او کنه. که چېرې حالات بدل شوي نه وي، پناه په سمدستي توګه غځول کېږي.

فرعي پناه په لومړي سر کې د یو کال لپاره ورکول کېږي. مخکې له دې چې دا یو کال پای ته ورسي، پناه غوښتونکی باید د دې سند د غځونې لپاره غوښتنلیک ورکړي. که چېرې هغه دلایل چې له مخې یې دا سند پناه غوښتونکي ته ورکړل شوی دی، لا هم شته وي، د فرعي پناه دا سند د راتلونکو دوو کالو لپاره بیا غځول کېږي. ډېر کله د دایم لپاره. 

د بشپړې پناه لرونکي او د فرعي پناه ترلاسه کوونکي د کار مارکېټ کې د کار اجازه لري. د بشپړې پناه خاوندان د سوسیال مرستې هم ترلاسه کولی شي، د بېلګې په ډول د حداقل خوندیتابه مرستې، د کورنۍ مرستې او د ماشومانو د پالنې لپاره ځانګړې مالي مرستې. دا چې د فرعي پناه لرونکي د سوسیال مرستو حق لري یا نه تر فدرال ایالته پورې توپیر کوي چې هر چېرې جلا قانون ورته ټاکل شوی دی. په ویانا کې ترلاسه کېدای شي اما په نیدراوسترایښ کې نه. د ټاکلو شرایطو لاندې د فرعي پناه خاوندان هم د کورنۍ سره مرستې او د ماشومانو سره ځانګړې مادي مرستې ترلاسه کولی شي. 

د فرعي پناه او بشپړې پناه لرونکي دواړه له کورنۍ سره د یو ځای کېدو حقونه هم لري. 

د فرعي ساتنې بېرته له لاسه ورکول

فرعي پناه د بېلګې په ډول هله له لاسه ورکول کېدای شي، که چېرې هغه دلایل چې دا سند یې له مخې ورکړل شوی و، نور له منځه لاړ شي. او یا د دې سند د لرونکي د ژوند منځټکی اوتریش نه وي او دلته نه اوسي او یا کوم جدي جرم ترسره کړي. د فرعي پناه د بېرته اخیستل کېدو د پرېکړې پر خلاف په فدرال اداري محکمه کې د استیناف غوښتنه کېدای شي. په نوموړي شکایت کې باید وګړی هغه دلایل وړاندې کړي چې د ده له ادغام سره دلته په اوتریش کې تړاو لري، ځکه دولت باید دا وارزوي چې ایا نوموړي وګړي ته د (Art 8 EMRK) قانون له مخې د پاتې کېدو سند ورکول کېدای شي او که نه. د فدرال اداري محکمې د پرېکړې پر خلاف بیا اداري سترې محکمه کې او د اساسي قانون په محکمه کې د بیاکتنې غوښتنه کېدای شي.

د اروپایي ټولنې دایمي اقامه

که چېرې د دې اقامې شرایط پوره کړي، بشپړې او یا فرعي پناه لرونکي وګړي، کولی شي وروسته له ۵ کالو دا سند ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د ادغام د ادارې د قانون له مخې د ژبې د دوهم موډول سند، همېشنی او د ټاکلي بریده پورې عاید، دومره ستر کور چې دی پکې ژوند وکړای شي، او روغتیایي بیمه. ورسره باید داسې اقامه ونلري چې واده پر بنسټ یې ترلاسه کړې وي، یا یې د هغې پر بنسټ فرزندي ماشوم اخیستی وي او یا په ناواده شوې رسمي اړیکي کې اوسي. په همدې توګه باید د عامه ژوند او نظم لپاره ګواښ نه وي، امنیت او دیموکراسۍ ته ګواښ نه وي، اوافراطي یا ترهګريزو ډلو سره اړیکي ونلري. 

د ادغام قانون

د بشپړې او فرعي پناه لرونکي مجبور دي چې اوتریش کې له ۱۵کاله ژوند وروسته د ادغام د ژمنتیا د اثبات لپاره دوهم موډول ولولي او پای ته یې ورسوي؛ دا په دې مانا چې دوی به د ادغام د ادارې د ارزښتونو او لارموندنې کورس کې برخه اخلي او د ژبې د ب-۱ کتاب سند باید ولري. که چېرې وګړی د دوهم موډول دا شرایط پوره نکړي، د سوسیال مرستې او ورسره تر څنګ د لومړنۍ پاملرنې مرستې ورسره کمېدای شي. 

په ورته توګه باید د درېیمو هېوادو وګړي هم چې د اقامو بېلابېل ډولونه لري د لومړني موډول شرایط پوره کړي، تر څو خپله اقامه وغځوي. 

د اوتریش ښاروندي

له ۱۰ کالو هستوګنې وروسته د ښاروندۍ د ورکړې شرایط:

  • لس کاله پرته له وقفې، قانوني هستوګنه: بې له وقفې په دې مانا، چې وګړي په دې موده کې غیرقانوني ژوند ندی کړی او اوتریش کې یې د خپلې تېرې کړې مودې تر ۵/۱ برخې ډېره موده بهر نده تېره کړې. 
  • پنځه کاله هستوګنه: په دې کې د محصلینو لپاره د زدکړې اقامه او یا د فرعي پناه لرونکي شامل ندي. د بشپړې پناه لرونکي مجبور ندي چې د هستوګنې شرط پوره کړي. 
  • د ادغام د ادارې د تړون له مخې باید دویم موډول پای ته ورسوي: په ځانګړو حالاتو کې پرته د ادغام له ازموینې د دې اړتیا هم نشته، لکه د بېلګې په توګه د ۸کالو نه کم عمرلرونکیو ماشومانو په برخه کې، چې د خپل روغتیایي حالت له مخې نشي کړای الماني ژبه زده کړي. 
  • د اوتریش په اړوند د بنسټيزو مالوماتو د ازموینې مثبته پایله
  • غیرجرمي سابقه:  وګړی باید د کوم قصدي جرم له کبله له بندي کېدو سره مخ نه وي، د جدي اداري جرم مرتکب شوی نه وي، د هستوګنې بندیز پرې نه وي، د اقامې د بېرته له لاسه ورکولو پروسه یې نه وي روانه او خپل هېواد ته د بېرته استول کېدو پرېکړه یې نه وي شوې
  • د ژوند د تېرولو لپاره کافي مادي امکانات: د تېرو ۶ کالو په ۳۶ میاشتو کې یې باید کافي اندازه تنخوا لرلې وي. له دې ۳۶ میاشتو څخه اخري ۶ میاشتې یې باید پرلپسې کار کړی وي. څوک چې ډېره جدي ناروغي ولري، هغوی استثنا کېدای شي. 
  • پاتې شرایط: د غوښتنلیک ورکوونکی باید عامه نظم او امنیت یا د اوتریش نړیوالو اړیکو ته ګواښ نه وي. 

له ۶ کالو هستوګنې وروسته د ښاروندۍ د ورکړې شرایط:

  • په ټوله کې هماغه شرایط چې د ۱۰ کالو هستوګنې لپاره ټاکل شوي، خو ۶ کاله قانوني او بې له وقفې هستوګنه کافي ده. د دایمي اقامې لرل شرط ندی.
  • ورسره د الماني ژبې زدکړه د ب-۲ تر کچې او یا د ښه ادغام اسناد، د بېلګې په ډول یو درې کاله کار د ښوونې، سوسیال او روغتیا برخه کې او یا داوطلبه کار. 

له ۱۵ کالو هستوګنې وروسته د ښاروندۍ د ورکړې شرایط:

  • په ټوله کې هماغه شرایط چه د لسو هستوګنې ژوند ټاکل شوي، خو د دایمي اقامې د لرلو اړتیا نشته. د هغې پر ځای باید وګړی ۱۵ کاله اوسېدلی وي. 
  • ورسره باید دوامداره شخصي او مسلکي ادغام ثابت شي. 

له ۳۰ کالو هستوګنې وروسته د ښاروندۍ د ورکړې شرایط:

  • په ټوله کې هماغه شرایط چې د ۱۰ کالو هستوګنې لپاره ټاکل شوي، خو دلته حتمي نده چې بې له وقفې یې ژوند کړی وي، ځکه دا کافي ده چې اوتریش یې ۳۰ کاله اصلي هستوګنځی پاتې شوی وي. 

د ښاروندۍ د ورکړې پروسه

له دولتي ادارې سره د یوې مشورتي ناستې نه وروسته، وګړی د غوښتنلیک د ورکړې لپاره نېټه ترلاسه کوي. وروسته د قواعدو له مخې د نورو اړینو اسنادو د راوړلو غوښتنه ځنې کېږي او ښاروندۍ د ازموینې نېټه ورکول کېږي. که ټول شرایط پوره وي، ټول اړین اسناد ورکړل شوي وي او ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسول شوې وي، د ډاډ لیک ورکول کېږي. دا یو داسې لیک دی، چې په ترلاسه کولو یې وګړي ته د ښاروندۍ ورکړه په دې شرط سره حتمي شي، چې نوموړی به د راروانو ۲کالو په لړ کې خپله پخوانۍ ښاروندي بېرته ورکوي او یا لږ تر لږه به دا ثابتوي، چې هڅه یې وکړه چې خپله پخوانۍ ښاروندي بېرته ورکړي. که چېرې د وګړي د پلرني ټاټوبي کې د ښاروندۍ د بېرته ورکړې امکان نه وي، بیا دې سند ته په اوتریش کې اړتیا نشته. هغو خلکو نه چې بشپړه پناه یې ترلاسه کړې، او خپل هېواد کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي، دا غوښتنه نه کېږي چې خپله پخوانۍ ښاروندي بېرته ورکړي. هره قضیه له نورو سره توپیر لري او ارزول کېږي چې د پخوانۍ ښاروندۍ بېرته ورکړه حتمي ده او که نه. 

د اوکراین بې ځایه شوي وګړي

د ۲۰۲۴/جنوري/۱ نه راپدېخوا له اوکراین څخه بېځایه شوي وګړي کولی شي (Rot-Weiß-Rot-Karte) کارت ته غوښتنلیک ورکړي. په اړوند یې دلته مالومات موندلی شئ. 

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ریفورم

د هغو خلکو لپاره چې له داسې هېوادو راځي چې د پناه د ترلاسه کولو چانس یې تر ۲۰ سلنو کم وي، د پناه غوښتنې پروسه به یې د اروپايي ټولنې د سرحدونو نه بهر پرمخ وړل کېږي. د داسې قضیو پرېکړه باید په ۱۲ اوونیو کې دننه وشي، په داسې حال کې چې پناه غوښتونکي په توقیف کې وي. که چېرې تر منفي پرېکړې وروسته پناه غوښتونکی نغواړي بېرته ستون شي، دا توقیف ۲۴ میاشتو پورې غځېدای شي. د بحران په حال کې دا سرحدي پروسه نورو پناه غوښتونکیو باندې هم عملي کېدای شي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *