ریاض کې د غربي سندرغاړې بربنډه ګډا
عبدالوکیل اټک
او د ابن باز په فتوا جهاد:
ډیره ګرمه کیسه روانه ده چې په ریاض کې جنیفیر راغلې ده او لوڅه په میدان کې ګډه شوې ده .
دا نو زموږ په ځوان کول یا بده لګیدلې ده او یایې دې ته سوچ تللی چې سعودي ظاهرا د اسلام منځ دی حرمین په کې دې او د سعودي پاچا په دې ویاړي چې ځانته د خادم حرمین وايي .. ولې لوڅه نڅا …
اوس راځئ دا وګورئ چې ، دې عربانو پخوا څه کول او څه یې کړې دي؟
بیا به درته د جنیفیر ګډا یوه وړه کیسه ښکاره شي موږ تل ځانونه غولولي دي.
دوې خپلې لوڼې ژوندې نه ښخولې ؟ ولې دا کار دوې دیر په ویاړ کاوه او دا یې د خپل ځان او قام افتخار ګاڼه .
ایا په عربو کې خاصتا په مکه مکرمه کې یوې ښځې لس میړونه نه درلودل ؟
چې کله به یې ماشوم وزیږاوه بیا به یې قیافه پيژندونکی راوست او هغه به پریکړه وکړه چې دا د فلاني زوي او یا لور شوه یاشوی ، په دې خبره هم دوې نه شرمیدل چې دوې د یوې ښځې لس میړونه ول او بیا یې د هغه ماشوم یوه کس ته راجع کولو خو د هماغه پښت او جینټیک زیږنده ده د بل پښت خو نه ده .
یو صحابه رض چې دا ګړۍ یې رانه نوم هیر دی د جهالت وخت کې خپله لور ژوندۍ په ګور کې ښخه کړې وه او د هغې ماشومې د مینې او محبت او ګور کې د ښخولو کیسه یې د بده مرغه رسول الله مبارک ته کړې وه نو بیا مبارک صلواعلیه وسلم ورته وویل چې نور زما مخ ته مه ځه سره ددې چې ایمان یې قبول و مؤمن مسلمان و دا چې ظلم یې کړی و په رسول الله مبارک ښه نه لګیده ،
لوې رب ځکه مکه اومضافات یې د رسول الله مبارک د بعثت لپاره انتخاب کړه چې دلته د ظلم تعدي او جهالت انتها وه .رسول الله مبارک دوې د بتانو د عبادته منع کړل ، دوې یې دشرابو څښلو منع کړل دوې يې د لورګانو د ژوندیو ښخولو منع کړل ، ددوې يې ښځې پتمنې وګرځولې د لس میړنو په ځای یې ورته یو میړه روا کړه د اولاد پلار یې ورته مالوم کړ، دوې یې دظلم تعدی راستانه کړل..
شراب څښل او د ښځو ګډول خو د عربو فطرت دی دا ددوې نه کله هم نه ځي .
زموږ ستونزه دوې سره څه ده ؟
زموږ عام ملیان چې خلک ورته ډیره عقیده لري دا وايي چې عرب غیرتي قوم دی او دوې میلمه پاله دي دوي غیرت مند دي او نور.
دا په داسې حال کې ده چې ددوې غیرت د لور ښخول و ، د بل لور یا خور ځانته ګډول دي.
دا یې هم بلا پسې خو خبره بل څه ده چې ددومره خبرو سره بیا هم موږ وژل او رټل کيږو !
نه موږ په څه کم پنځلس سوه کالو کې ښه مفتي پیدا کړ، او نه موږ يو ستر عالم چې د اسلام مبارک دین کماحقه پوه شي او موږ خپله کیسه د خواږه اسلام سره روغه مخ ته یوسو کله مود ابن باز په فتوا جهاد پیل کړی وي او خپل ورور وژنو او کله مو د کوم بل اسامه او کله د کوم بل اويا نور اقطابو ….
سره ددې چې د رسول الله مبارک د رحلت وروسته د هغوې صلواعلیه وسلم مبارک احادیث عربو نه دي راټول کړي موږ راټول کړي که بخاري شريف دی که مسلیم شریف دی او نور ….
او که د مذاهبو کیسه شي هم نعمان بن ثابت د پروان صافي دی …
داسلام مبارک دین نه دعربو دی او نه یې باید موږ دعربو پورې وتړو …
یوازې دوې د حرمینو جغرافیا لاس کې لري نو دلته ورسره بخت یاري کړیده ، د زائرینو په نقدو یې چې څه خوښه وي هغه کوي نه یې ترې د فلسطین مستضعفو ته څه ورکړل او نه یې د نورې اسلامي نړۍ لاسنیوی وکړ بس سره زر دي او د وې دي ، هریو یې د عدالت په نشتون کې څوڅوښځي کړي او بس نو ځکه په کې د طلاق کچه هم ډيره لوړه ده….
که دوې ښځې ګډوي او که شراب څښي خپل کار یې دي خو موږ سره دې کار نه لري زموږ دجنګ او جګړې جواز دې نه راکوي .. او دویم
زموږ ملیان دې هم پوه شي چې دا خلک عادي خلک دي اسلام ددوې په لاس کې نه دی اسلام خپلې مرجع لري چې کتاب الله او سنت رسول الله
ترکت فی کم کتاب الله و سنتي
عبدالوکیل اټک د لغمان او نورستان پخوانی د اطلاعاتو او کولتور رییس ، لیکوال ، شاعر او مبصر
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.