Ihsanullah Arianzay, Afghan researcher, presenting at Hamburger-Afghanistan Week, August 5-9, 2024, in Hamburg, Germany. Photo by @Ali Ahmad for ADN

احسان الله آرینزی

په دې وروستیو کلونو کې، او په تېره بیا په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ځینی کسان د قبیلوي انسان، قبیلوی واکمنئ، قبیلوي ذهنیت او قبیلوي هڅوب/فرهنګ په شان، مفاهیم ډېر راوړي او داسې ښکاري چې دا حضرات په هېواد کې یوازې پښتنو ته د قبیلې په سترګه ګوري او په دې اند دي چې دا درانه خلک لا هم د انساني ژوندانه د پرمختیا د تاریخي طبیعی بهیر، په قبیلوي پړاو کې ایسار دي او له همدې امله د افغانستان ټولې جعرافیایي، تاریخي، سیاسي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي نیمګړتیاوې او ستونزې په همدې عامل پورې تړي؛ خو ځینې پوهان او ټولنپیژندونکی بیا ژور فکر کوي او وایي چې ( قبیلوي ذهنیت، نه یوازې دا چې زموږ د هېواد د ټول خونړي تاریخ سرچینه بلل کیږی؛ بلکه د ټولو افغاني درنو قومونو او ختیځوالو په زړونو، مغزونو او ارواوو کې خورا ژورې ریښې لري او زموږ په ټول تاریخ، جغرافیه، هڅوب، ټولنه، دین او سیاست یې وزر غوړولې. د هر راز مثبت بدلون، ښاریتوب، مدني ژوند، پرمختګ او نوي کیدن دښمن باله شي او احتمالاً هر وخت یې پردیو یرغلونو ته لاره اوار کړې ده).(1)

د مسلمانانو تاریخ له دمشق او بغداد او اندلس څخه نیولې، تر منځنی آسیا او ایران، هند، سند او افغانستان پوری ټول د قبایلو په کیسو ډک دي. د دې ټولنو د ماتو او وروسته پاته کېدن یو عامل قبیلوي ژوند او اند دی چې تر اوسه ډېر نه دی څیړل شوی. زموږ په هیواد کې د یو شمېر پوهانو د لږ او ډېر ګټور کار تر څنګ، ځینو عمدا هڅه کړی چې لږ نوره تیاره هم خوره او زموږ د هېواد ځینې اوسیدونکي، د قبیلې په نامه وټکوي او ډېر بېځایه پیغورونه ورکړي. هغه کار چې د ګټې په ځای زیان اړوي او د خلکو تر مینځ واټنونه جوړوي. 

سره له دې چې زموږ د هېواد د تاریخ سترو بدلونونو، ډېر شیان بدل کړي؛ خو د قبیلوی ذهنیت دنګه ودانئ، لا په ځای ولاړه ده او هيځ فرد، ډلې، کړئ، ګوند، تنظیم، خوځښت، غورځنک، پاچا، رهبر، مشر، کشر، امیر، غریب، فکر، تکلارې، کړنلارې او ایدیالوژي یې مخه نه ده نیولی. 

باید ووایو چې قبیلویت او قبیلوی ذهنیت، په افغانستان کې په کوم ځانګړي قوم / پرګنه پورې اړه نه لری؛ بلکه زموږ ټولو په زړونو او فکرونو لکه ( خپسه) غوندې لاسبرې دي، ټول يې په ځان کې د ننه کلابند کړي او په یو ډول نامحسوسه سپېڅلتیا بدل شوي(2). 

 د ټولنپېژندونکو په اند، قبیله ډېر پخوانی ټولنیز جوړښت دی او هغه پرګنو ته ویل کېږي، چې په سختو شرایطو کې د ژوندانه د نسبي خوندیتوب او د معیشت برابرولو د پاره یو ځای او ګډ اوسي. 

قبیله د هغو خلکو ډله ده چې ګډه سیمه، ګډ تاریخي میراث، ګډه وینه، ګډ فرهنګ، ګډ نوم او ګډه ژبه ولري. داسې جوړښت په لومړي سر کې، د قبیلوی ټولنو د (خېل) او حتی مخکنیو پړاوونو کې لیدلای شو، چې اشتراکي یا ګډ ژوند یې درلود، تولیدي وسایل د ټولو وو او په ګډه به یې کار ځینې اخست. 

د لومړنیو انساني ټولنو په هکله اوسنئ علمي څېړنې وایي چې د خپلو – خپلو وختونو د طبیعی چاپېریال ستونزو او کړاوونو، دوی دې ته اړ کړی وو چې ګد کار وکړي او حاصل هم په ګډه وخوري(3).

قبیله په حقیقت کې د پخواني طبیعي ژوند یو ډول دی چې پولې یې په خپلو منځونو کې روښانه دي. په بله ژبه د څو یا ډېرو خېلونو تر منځ د اړیکو څرنګوالی، د قبیلویت په هغه کودونو کېږي چې همدا خلک یی خپله جوړوی او د دې قبیلې د غړو او یو تر بله د اړیکو د پاره ټولنیز اصول برابروي. د قبیلې په هکله ډېرې خبري شته چې وروسته په همدې متن کې په تفصیل راځي.

ارواښاد استاد عطایی د خېلونو ( زی) مجموعه قبیله یا ټبر بولي او دا یو ټاکلی واحد ګڼي چې د انساني ټولنې په انکشاف کې منځ ته راغلی دی(4). استاد وزیري( ستر خېل) هم له ټبر سره معادل راوړی دی.

یو بل اخځ قبیله/ ټبر د څو خېلونو/ طوایفو یو ځایتوب ته وايي. په قبیله کې د وينې اړیکې لږ کمزوری او اقتصادي دا پیاوړې کېږی، په داسې حال کې چې په خېل/ طایفه کې د وينې شراکت لومړی خبره کوي(5).

 د ټولنپېژندونکو په اند، قبیله ډېر پخوانی ټولنیز جوړښت دی او هغه پرګنو ته ویل کېږي، چې په سختو شرایطو کې د ژواندانه د نسبي خوندیتوب او د معیشت برابرولو د پاره، یو ځای ګډ اوسي. استاد وزیری پښتو ( ټبر) یا ( ستر خېل) د قبیلی معادل بولي(6).

آبادیس دکشنري (آل، اعقاب، ایل، تبار، تیره، جماعت، دودمان، شعب، طایفه او عشیره) د قبیلې مترادفې کلمې او (دسته، تیره، تبار، دودمان او کاروان) فارسي معناوې بولي (7). دلته ځینې تیروتنې تر سترگو کېږي. لومړی دا چې د (تبار) او (تیره) فارسي کلمات یې په عربي مترادفاتو کې راوړي او دویم دا چې د (عشیره) او (طایفه) عربي کلمې یې، د قبیلې مترادفې بللي، په داسې حال کې چې هغه خپلې معناوې لري.

 Fastclick.com قبیله په Clan، Tribe او Family ژباړي چې خبره لا هم ستونزمنه کوی؛ ځکه Family په ښکاره کورنۍ ته وايي، په داسې حال کې چې قبیله ممکن له زرګونو کورنیو څخه جوړه شوې وي او Clan  طایفه ته ویل کېږي.

Englishvocabulary.ir په پاسنیو دریو کلمو سربېره Casts، Gens، Phylum او Generation هم د قبیلی معناوې بولي چې په دیکشنریو کې، هر یو خپلې نورې معناوې هم لري.

همدا اخځ (خیل)، (تبار)، (قبایل)، (ایل) او (طایفه) ته هم Tribe لیکي چې مبتدی لوستونکی لارورکی کوي. (8)

ایل په ایران کې د هغه عشایري طوایفو او څو کورنیو (تیره ) سیاسي ټولنه ده، چې د خپلوئ له مخې په ځانګړو وختونو کې، د سیاسي او ټولنیزو اړتیاوو له پاره، سره یو ځای کېږي، خپله سیمه او مشر (ایل بیګ) یا (ایل خان) لري (9).

  د ایران د عشایرو په ټولنیز جوړښت کې، (تیره) د څو کورنیو ټولنې ته وایي چې له طایفې څخه وروسته راځي؛ خو د طایفې او ایل د جوړښت اصلي څانګې بلل کېږي. په تیره کې هغه خپلوان په حساب کې راځي چې په رښتیا د یو پلار اولاد وي او دنده لري چې د غړو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او دفاعي ګټې وساتي (10).

ما ته د پښتنې قبیلې په اړه د مطالعې په وخت کې څرګنده شوه،  چې موږ د انسانې ژوندانه د تاریخي پړاوونو او جوړښتونو د پېژندنې په برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې لرو. په دې برخه کې ډېر لږ څېړنیز کار شوی، په اکاډیمیکو مراکزو او محقیقینو کې د نظر یووالی نشته او هر څوک د ملت، قوم، قبیلې، طایفې او …. په هکله د خپلو معلوماتو په حدودو کې خپل – خپل نظریات لری، چې تر اوسه توحید شوي نه دی او له درانه تشتت سره مخامخ یاستو.

اوس د دې د پاره چې یوې لومړنی طرحې ته ورسو او د پښتنو په تاریخ او ټولنیز جوړښت کې یو بحث پیل کړو، له فرد څخه د ملت تر پړاوه دا جوړښتونه په پام کې نیسو:

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې دا بحث د استاد وزیري، له هغه مقالې څخه اخستل شوی چې څو کاله مخکې د سیمه ییزه مطالعاتو په درې میاشتنی مجله کې خپره شوې. د داکتر غفور لېوال کور ودان چې د دې مقالې پته یې راکړه او د داکتر ظاهر شکیب مننه کوم چې د مقالې عکسونه یې ما ته واستول.

1 – کورنۍ Family

2 – ستره کورنۍ Joint Family

3 – کهول Great Joint Family

4 – پلرینه Sub Clan

5 – پښه Small Clan

6 – تپه Great Clan

7 – خېل Sub Tribe

8 – ستر خېل (یا قبیله) Tribe

9 – د قبیلو اتحادیه Tribal Union

10 – د قبیلو وړوکی اتحاد Tribal Sub Federation

11 – د قبیلو ستر اتحاد Tribal Federation

12 – د قبیلو پراخ اتحاد Tribal Federal Union

13 – د قبیلو کنفدراسیون Tribal Confederation (11)

له دې وروسته قوم/ کام او بیا ملت راځي.

د پاسنیو جوړښتونو لږ پېژندګلوی داسې ده:

کورنی Family:  یو نارینه او یوه یا څو مېرمنې یوه کورنئ جوړوي.

ستره کورنئ  Joint Family: څو په وینه او رګ تړلې کورنئ یوه ستره کورنئ جوړوي. لکه د یو پلار د څو زامنو د اولادونو ستره کورنئ.

کهول Great Joint Family: د استاد وزیري د هندسي اهرم له مخې، څو سترې کورنئ یو کهول جوړوي. لکه د وروڼو د زامنو د سترو کورنیو کهول.

پلرینه Sub Clan: د څو کهولونو له يو ځای کېدن څخه پلرینه جوړېږي.

پښه Clan Small: څو په وینه تړلې پلرینې یوه پښه جوړوي. 

تپه Great Clan: د استاد وزیري د اهرم له مخې، څو په وینه تړلې پښې یوه تپه منځ ته راولي.

خيل ( زی) Sub Tribe : د پاسني وېش له مخې څو په وینه تړلې تپې، یو خېل ( زی) یا عربي طایفه منځ ته راوړي. له دې وروسته ټبر/ ستر خېل/ قبیله او بیا د قبایلو اتحادیې راځي. له هغه ځایه چې خېل د ټبر/ قبیله په جوړښت کې، دېر ټاکونکی ځای او دریځ لري، په دی ټولنیز جوړښت به لږ ډېرې خبرې وکړو.

خېل یو نسبي سیستم دی، چې د قبیلوي ټولنې لومړی بنسټ بلل کېږي. هغه وخت چې انسانانو د Savagery پړاو پای ته ورساوه او  Barbarism پړاو پیل شو، خېل یا Gens په ابتدایي بڼه منځ ته راغی. څېړنې وایي چې د دې جوړښت پېل مورواکه ټولنې ته رسي چې میندې معلومې وې او ټول خېلونه د ښځو په نامه وو.

د خېل په نسبي رابطه کې وینه سپېڅلې ده او هغه کسان ریښتنی خپلوان ګڼل کېږي چې په وینه سره شریک وی.

Savagery  له تاریخ څخه په مخکنیو وختونو کې، هغه پړاو دی چې انسان دا وس( ځواک) وموند چې تیار طبیعی تولیدات د ځان کړي. دا پړاو په ښکته، منځوئ او پورته پوړیو وېشل شوی دی. په ښکته کې انسان لا د تودو ځنګلي سیمو استوګن دی. په منځوی پوړ کې اور پیژني او په پورته کې غشی او لینده جوړوي. په دې پړاو کې انسانان ډله ییز یا ګله اي ژوند لری.

Barbarism هم له تاریخ څخه د مخکنیو وختونو خبره ده او دا هم دری پوړئ لری. په ښکته کې انسانان د خټو لوښي جوړوي، په منخوي پوړئ کې په ختیځ کې د څارویو روزنه پیل کېږي او په لویدیځ کې کرنه پراختیا مومې او په پورته کې د وسپنې ډبرې ویلي کوي او وسپنه لاس ته راوړي(12).په دې پړاو کې د انسانانو ډله ییز ژوند په لږ ټولنیز ژوند بدلېږي او نوره دا اړتیا نه وي چې په غټو انساني ډلو کې ژوند وکړي.

کله چې مورواکي کمزوری او پلارواکي جوړه شوه، د (خېل) او (زي) پړاو دوام وموند. استاد عطایي لیکی چې د پښتني ټبرونو/ قبیلو په لست کې، داسې خېلونه شته چې د ښځو په نامه مسمی دي. لکه متوزي، زخه خېل، راڼي زي او داسې نور. 

غلجي قبایل متوزي هم بلل کېږی. دا د بیټ نیکه لور بی بی متو ده چې د غورد پاچا په زوی واده وه او اولاده یې متوزي بلل کېده.

زخه خېل په اپریدو کې د زخي انا اولاده ده. زخي د اپریدي (عثمان) د لمسي (ماپي) د زوی (اولا) ماندینه وه.

همدارنګه د پېښور ککیاڼوخېل د خپلې انا بی بی ککئ په نامه یادېږي، چې د ( کند نيکه) د زوی ( ښیخي) لمسئ وه.

په یوسفزو کې راڼي زي او عایشه زي او په سهاک کې توتیاخېل هم هغه ټبرونه باله شي، چې ښځینه نومونه لری او په پښتنو کې د مورواکه ټولنی د وختونو ښه استاریتوب کوي. هغه مسله چې باید د اکادیمیکو مراکزو د پام وړ وګرځي او ژورې څېړنې پرې وشی.(13)

خېل، ټبر او کام دری هغه عمده ژوندي واحدونه دي چې هره هغه قبیله یې لري چې منظمه وده یې کړي وي. ژوندي په دې معنی چې په ټاکلي وخت کې زېږي، تر ټاکلي وخته وده مومي او بیا مري. پاس هر واحد په خپل منځ کې نور کوچني واحدونه هم لري چې ډېر وخت یې حدود مغشوش دي (14).

په لرغوني یونان او پخواني روم کې، د دې دریو واحدونو نومونه شته.

شمېرپښتولرغونی یونانپخوانی رومعرب
1خېلجینیا Geneaجنیټز Gentesطایفه
2ټبر/ قبیلهفریټری Phratryکیوریا Curioقبیله
3د ټبرونو/ قبیلو اتحادیهکانفدریسی Confedracyناتیو/ نیشن Nationقوم/ ملت

 پاس جدول وایي چې Genea د (خېل)، Phratry د وروڼو خېلونو د مجموعئ یا ټبر/ قبیله او کانفدریسی د ټبرونو/ قبیلو د اتحادیی معناوې لري (15).

د خېل په پړاو کې د ټولو خېلوالو اقتصادي فعالیتونه سره مشابه وي، په دویم پړاو یا ټبر کې خېلونه د پخواني تولید په سیمه کې له محدودیتونو سره مخامخ کېږي او په نویو هڅو پېل کوي، مهاجرتونه پېل کېږي او د اقتصادي فعالیت ساحه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته پراخېږي.

په درېیم پړاو یا کام/  قوم کې د اقتصادي فعالیت سیمه، د ټبر پړاو په پرتله لوېیږي او په څرنګوالي کې یې هم بدلونونه لیدل کېږي. خصوصي مالکیت منځ ته راځي، اقتصادي مهارتونه ډېرېږي او د دولتي ډوله جوړښتونو تته څېره په ښکارېدو شي (16).

په لرغوني یونان کې اګورا Agora جرګې، چې په کنفدریسي پړاو کې منځ ته راغلې وه، د ټبرونو استازي ټول او مشر Basileus وټاکه، چې په یونان کې د دولت لومړنې بنسټ بلل کېږي. په افغانستان کې د میرویس خان هوتک او احمدشاه بابای ابدالي لویې جرګې هم عیننا همداسې دریځ لري، چې د ټبرونو/ قبیلو د اتحادیو د ودې په وخت کې جوړې شوې او د لومړنیو افغاني دولتي تشکلاتو پیلامې بلل کېږي(17).

په لرغونو آریايي ټولنو کې، شپږ نومونه وو چې دوه-دوه یې له یو واحد (خېل، ټبر، کام) سره برابر دي: کهولا، ګوترا، ګوشتي، ګراما، ویسه او جانا.

کهولا – په نغري شریک،

ګوترا – په غوجل شریک،

ګوشتي – په څړځای شریک،

ګرما – په کلي شریک،

ویسه – د لوي کلي شریک (د کلیو مجموعه)،

جانا – په یوه جنګي کلا شریک.

دا شپږ واحدونه په دې ډول په دریو بدلېدای شي: کهولا او ګوترا د (خېل) د پړاو واحدونه دی. په دې وخت کې تولیدي فعالیت ډېر نه وي پراخه شوي او د خوړلو یا کار څاروي په یوه غوجل کې ساتل کېږي او د (خېل) محدود غړي په یو نغري ټولېږي او یو ځای اوسي.

په دویم پړاو (ګوشتي او ګراما) کې څړځایونه ګډ وي. دا وخت کوچیاني او شپونتوب ژوند پېل شي، تګ راتګ ډېر شي او مهاجرتونه پیل شي چې دا د ټبریز/ قبیلوي ژوند له ځانګړتیاوو څخه شمېرل کېږي. داسې کوچیان او پوونده سیار کلي جوړوي او په هغه سیمو کې چې ځمکې وي.، ورو – ورو کرنه پېل کېږي او لومړنی ثابت کلي جوړېږي.

ویسه او جانا په آریایي ټولنه کې د کام/ قوم د پړاو استازیتوب کوي چې د کمکیو کلیو له مجموعو څخه لوي کلي جوړ شوي او ټولو به په ګډه یوه جنګي کلا درلوده (18).

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې (خېل) او (زی) دواړه یو شان کارول کېږي. د افغانستان په جنوب لویدیځه سیمه کې چې ډېر (دراني) اوسي، معمولاً (زي) کارول کېږي. لکه بارکزي، پوپلزي، الکوزي، اڅکزي، نورزي، علیزي، اسحاقزي او داسې نور.

په غلجیو کې (خېل) عام دی. لکه سلیمان خېل، علی خېل، ملاخېل او داسې نور؛ خو (زي) هم لري لکه احمدزي.

په غلجیو کې داسې ډلې هم شته چې (خېل) او (زي) نه لري. لکه خروټي، تره کي، هوتک او نور.

په درېیمه پښه یا کرلاڼیو کې په پاسنیو پوړیو کې (خېل) او (زي) نشته؛ لکه: وزیر، مسید، داوړ، اپریدي، شینواري، خټک، ځدراڼ، منګل، ځاځي، وردک او نور.

د ښاغلي وزیري په وینا (زي) اصطلاح د وینې او رګ پیوستون څرګندوي او (خېل) د ټولنې جوړښت یا ډلې په معنی راځي (19).

لکه څڼګه چې مخکې هم وویل شول، له خېل څخه وروسته نور عناوین هم لرو:

 ستر خېل Tribe: سترخېل/ ټبر/ قبیله چې د خېلونو یا زیو مجموعې ته ویل کېږي او زموږ د بحث ا صلی منځپانګه جوړوي.

د قبیلو اتحادیه Tribal Union: د استاد وزیری په لیکنه کې، له ټبر/ قبیله څخه پورته د ټبرونو/ قبایلو اتحاديي دی:  د قبیلو اتحادیه Tribal Union، د قبیلو وړوکی اتحاد Tribal Sub Union، د قبیلو ستر اتحاد  Tribal Federation، د قبیلو پراخ اتحاد Tribal Federal Union  او د قبایلو کنفدراسیون Tribal Confederation او وایې چې دا له کورنئ څخه تر کنفدراسیون پورې، د قبیلې د جوړېدو، ټولېدو او پایښت ارګانیک تاریخي بهیر دی. په دې حساب د پښتنو دراني( ابدالي)، غلجي او کرلاڼی د قبیلو یا ټبرونو اتحاديې دی چې په لسکونو قبیلو یی په لمن کې ځای شوی دي.

د افغانستان برخليک او ختیځ پښتانه(۱۸۸۰-۱۹۸۰م) کتاب هم، له ټبر/ سترخېل/ قبیله څخه پورته جوړښتونه مني او یو ځای لیکي: وردګ د توکمي رابطې او قومي خټې له پلوه د پښتنو د کرلاڼي قبایلي فدراسیون یوه څانګه ده(20).

استاد عطایی هم په اتلسمه پېړئ کې د ټبرونو اتحادیه یادوي. چې د میرویس خان هوتک او احمدشاه بابای ابدالی دولتونو ته یې د جوړېدو لارې پرانیستې. د استاد په کتاب کې د داسې اتحادیو د ځانګړتیاوو په هکله شرح نشته. 

د سرڅېړونکی مرستیال حسن ګل بانډه وال، د پښتنو د ټولنیزو جوړښتونو پړاوونه داسې لیکي چې له استادانو وزیري او عطایی سره توپیر لری:کورنې، کهول، خېل، پښه، تپه او کام/ قوم

قبیلوي ذهنیت

 ما د ارواښاد استاد عطایي په (د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس) کتاب باندې، د قبیلې او قبیلوي ذهنیت په هکله د سریزې د لیکلو په پېل کې، کله داسې هم فکر کاوه چې کېدای شي قبیله د انساني پرګنو د ودې د تاریخي پړاوونو په لړ کې، یو پړاو نه؛ بلکه صرف یو ذهنیت وي؛ خو په موضوع باندې د پوهېدنې په بهیر کې مې دې ته پام شو چې تر هغه وخته چې یو تاریخي پړاو په عیني توګه وجود ونه لري، د هغه ذهنیت نه شي جوړیدی. د مثال په توګه د مریېږتوب ذهنیت ځکه و/ شته چې دې تاریخي پړاو عملاً وجود درلود/ لري. فیوډالي مناسباتو فیودالي ذهنیت مینځ ته راوړي، د ماشین پرمختګ او صنعتي پرمختګونو د اوسني زمانې د پرمختللو هېوادونو، د خلکو او نظامونو د ذهنیت په جوړونه کې عملي ونډه اخیستې او داسې نور. نو قبیله د انساني پرګنو د ودې یو تاریخي پړاو دی، چې ځینو انسانانو/ هېوادونو تېر کړی، ځینې پکې دي او ځینې به لا وروسته دې پړاو ته رسي.ټولنې په ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي جوړښتونو ژوره اغېزه لري او د دوی د نوي کېدن او پرمختګ مخه نیسي. قبیلوي ذهنیت ډېر شا ته ګوري، ډېر د پلار او نیکه په کیسو خوشاله ویاړي؛ خو راتلونکي ته نه ګوري او ډېر بدلون نه مني. قبیلوي انسان خپل (اصل) او (نسب) ته په درنه سترګه ګوري او په خپلو پلرونو او نیکونو هر راز کره کتنه ناروا بولي.

قبیلوي ذهنیت په تفکر، تعقل او منطق برلاسی دی. اوسنی انسانان د فکر په مرسته یو شی مني یا نه مني؛ خو د قبیلوي انسان وړوکی فکر او ستر قبیلوي ذهنیت، ثواب په پلار – نیکه کې ويني، په پخوانیو خبرو کلک ولاړ وي، د ذهنیت بدلول یې د ډېرې د بدلولو په شان ناشونی کار دی؛ ځکه یې معاصرین (متهجر) بولي چې د ډېرې کمکی فکري نړی استازیتوب کوي.

استاد بشیر انصاری لیکي کله چې زموږ سیمې ته اسلامي پلوشې ورسېدې. خلکو مخکې له دې چې د دین اصول او بنسټونه ومني، د عربو د قبیلوي ټولنې فرهنګي ځانګړتیاوې ومنلې؛ خو په عین حال کې ځانونه ورته تر ټولو ښه مسلمانان هم ښکارېدل(22).

په قبیلوي ټولنو کې وینه او نژاد لومړنی ځای لري. په قبیله کې قبیلوي کودونه او له پلار – نیکه پاته دودونه او اندونه، د (سیوري حکومت) دنده په غاړه لري. د خانانو یا د قبایلي جرګو پرېکړې (قوانین) بلل کېږي. په قبیله کې هر انسان (فرد) نه؛ بلکه د قبیلې غړی دی. قبیلوي جوړښت او ذهنیت د فردي، ځانګړتیاوو، پېژاند/ هویت او احتمالي راتلونکي شخصیت مخه نیسي او له هر ډول نوي فکر، حرکت او نوښت سره مخالفت ښيي.

خان/ مشر او سپین ږیری د قبیلوي انسان د فکر مصدر دی. هغه فکر چې د څو کلیو او ورشوګانو او یا د کېږدیو د جغرافیې په کچه وړوکی دی!

قبیلوي انسان په یرغل او لوټ او وژنو مین دی او همدا میړانه او غیرت بولي. قبیلوي انسانان په خپلو هغه پلرونو او نیکونو ویاړي، چې د یرغل یا دفاع په جګړو کې وژل شوي دي. د قبیلې په هڅوب کې د قبیلې ټول وګړي، د خپل هغه عزیز د کسات په اخستلو کې شریکان دي چې د دوی دپاره وژل شوی دي او د قاتلې قبیلې ټول غړي هدف ګرځېدای شي.

د قبیلوي ټولنو انسانان د کورنیو، پلار، نیکه، زمکو، اوبو، شتمنئ، کېږدیو او څارویو له مخې تلل کېږي. نه د شخصیت، اهلیت، کفایت او اخلاقو په حساب. او دا هغه ستونزه ده چې د هر ډول نوښت او بدلون مخه نیسي او ټول په یوه کمکي چاپېریال کې ایسار ساتي.

په قبیلوي ټولنو کې ښځه له مال سره برابره ده. د ژوند د شریک د ټاکنې حق نه لري، کېدای شي چې یوه اتلس کلنه پېغله کوم اویا کلن بوډا یا لس کلن ماشوم ته واده شي، په داسې حال کې چې په میراث کې وېشل کېږي؛ خو د پلار میراث کې نشته، که لږ غلطي وکړي، یا تور پرې ولګي،  د ټول کلي – کور شرم بلل کېږي او وژل کېږي. ځوانې یا کمکئ نجونې د جرګې د پرېکړې له مخې، د مقتول کورنۍ کوم نارینه (ماشوم، ځوان یا سپین ږیري) ته په (بد) کې ورکول کېږي او په دې توګه ښځه د هغه ورور یا پلار یا د اکا د زوی د جرم له پاره، قرباني کېږي چې بل څوک یې وژلي وي!(23)

یو وخت یوې مور زما په مخکې خپل زوی ته نصحیت کاوه. دا زوی د شپې له پلار څخه په پټه (سیل) ته تللی و. سېل په هغه وخت کې د واده د شپې موسیقي او اتڼ ته ویل کېده. په سبا مور خپل دې زوی ته چې اوږد غځېدلی و، په نصحیت بوخته وه او ده ته یې وویل چې که د پلار په دې تګونو خبر شي، تا به ووهي او داسې نور؛ خو دا زوی چې شپه په ویښه تېره کړې وه، په پټو سترګو مورته سرخوځاوه چې عبث خبرې مه کوه. آخر دې مور ورته وویل چې ځواب راکه بچیه، ګوره مور دې یم او خدای پیدا کړی یم. دا وخت دې ځوان سترګې وغړولې او په ډېره تونده لهجه یې مور ته وویل چې ځه خدای خو (سپی) هم پیدا کړی دي!

دا کیسه مې د دې د پاره ولیکله چې په پښتنه قبیلوي نرواکه ټولنه کې، د ښځو د دریځ یو انځور وباسي. البته دا به استثنی وي او که نه زامن معمولا خپلو مورګانو ته په درنه سترګه ګوري. 

دا کیسه دا هم ښیي چې د قبیلوي انسان (دین) هم ډېر وړوکی او ساده دی. هر هغه څه یې د کلي یا کېږدیو له ملا څخه واورېدل،  همغه کټ مټ دین بولي او سر پرې ورکوي؛ خو د سواد او کتاب او پوهې د نشتون له امله یې دیني معلومات او پوهه ډېر لږ دي.

قبیلوي انسانان د کلیو او کېږدیو له سختیو، ډاګونو، سفرونو، وچکالیو، تودوخو، سړو طبیعي آفاتو، باد، باران، لوږې او نیستي سره ژوند کولای شي؛ خو د مدنیت په لور دوه ګامه هم نه شي پورته کولای. د ژوندانه همدا کړاوونه او د ژوند ډول د قبیلې هر غړی د تفرقې او تبعیض په ناروغی اخته کوي.

جګړه (یرغل – دفاع) د قبیلویت د ملا تیر بلل کېږي. د جګړې وېره د قبیلې غړي یووالي او متقابله مرستې ته اړ باسي. هر قبیلوي انسان د خپلې قبیلې په ملاتړ ډاډه دی او هره قبیله د خپل غړي ننګه کوي.

قبیله په وسله مینه ده. که څوک د خوړلو ډوډۍ هم نه لري؛ خو نوي یا د پلار نیکه د وخت ټوپک هرومرو ساتي. د ډېرو ټوپکو لرل لوی ویاړ دی. په کلیو او کېږدیو کې د ودونو په وخت کې د ټوپکو ډزې کېږي. دا خلک په خپل کور کې د نارینه ماشوم په زېږیدو هم د خوشالئ ډزې کوي. په نرواکه او پلارواکه ټولنه کې ډېر نارینه اولاد لرل، لویه او د ویاړ خبره ده؛ خو د نجونو په زېږېدو، حتی انا ګانې، مورګانې، خویندې، ترورګانې او نورې ښځې خپه وي. په نارینه وو خو تیار غم وي او هېڅ خوږه نه وېشل کېږي!

قبیلوي ټولنې د مرکزي حکومتونو پیاوړتیا نه مني. مرکزي حکومتونه له خلکو څخه د ځمکې، څارویو او سوداګرئ مالیات غواړي، مرکزي حکومتونه ماشومان ښوونځیو ته بیایي، د نجونو زده کړې هڅوي، ځوانان مکلفیت خدمت ته غواړي او داسې نور کارونه چې قبیلوي پاچاییو ته زیان رسوي او ورو – ورو یې له مینځه وړي. له همدې امله قبیلوي ټولنې د خطرونو د ډېرېدو په وخت کې، په ښارونو ډانګي او حکومتونه ړنګوي چې یو څه موده د آرام سا وباسي.

په قبیلوي ټولنو کې د شفاهي ادبیاتو برخه پیاوړي وي. پښتو لنډیو ته وګورئ، تر نیمایي ډېرې د تورې، ډال، ټوپک، میړانې او مرګ په ستاینو ډکې دي.

په تور ټوپک ویشتلی راشې

چې پرهرونه دې ګنډم، خوله درکومه

«««

تر دې بوړي ټوپک دې جار شم

په اوږه ستا دی، کږه زه در سره درځمه

په کال 2002 کې ما د پورې غاړې اپریدو په یوه سیمه کې سفر کاوه. ډریور اپریدی و. یو ځای دولتي ملیشو ودرولو او وې ویل چې په دې لار اجازه نشته؛ خو ښکته په هغه فرعي لار تلای شئ. دریور چې په شا تګ خپل کسر شان باله، د ملیشو مشر ته وویل چې زه د همدې سیمې او کلی اوسېدونکی یم. هغه مخامخ زما د پلرونو او نیکونو ادیره ده. تاسې یقین وکړئ چې لس کسان په ناروغیو او بړستن کې نه دي مړه!

او په ډېر ویاړ یې وویل چې ټول په تورو ټوپکو ویشتل شوي او ملیشو ته یې ګوته وڅنډله چې له موږ سره مه چیړئ چې د ټوپک د مرګ ارمانجن یاستو!

د قبیلې خلک ځانونه تر نورو ښه، اصیل او لوړ بولي. دا خلک ټول مثبت صفات د ځان او خپلې قبیلې بولي او نورو ته په کمه سترګه ګوري. 

پایله

 په کال 2008 کې ما مشهد ته یو لنډ سفر درلود. په سفر کې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو دفتر مشر ښاغلي داکتر مرادي زما څنګ ته ناست و، چې له کابله تر مشهده په مطالعه بوخت و. د مشهد په هوایي ډګر ما له ده پوښتنه وکړه چې کوم کتاب دې ولوست؟ ده وویل چې د نیوزیلند د خلکو په هکله. ما پوښتنه وکړه چې که څوک د دې کتاب د لوستلو چانس ونه لري، ستا لنډ پیام به ورته څه وي؟ ده وویل چې په دې کتاب کې راغلي چې 40 کاله مخکې د نیوزیلند 82% خلکو، په یوه سرشمېرنه کې ځانونه د خپلو قومي هویتونو په حساب پېژندلي وو؛ خو دوه کاله مخکې یعنې له لومړني سرشمېرنې څخه 38 کاله وروسته، 88% خلکو ځانونه نیوزیلندیان بللی، چې دا د ملي پېژاند د جوړېدو او ملت کېدو په لور، د دې خلکو یو لوی بریالیتوب بلل کېږي. خلک د کمکیو قومي – قبیلوي هویتونو په ځای د ملي هویت په لور په مخ روان دي او د ملت جوړونې بهیر د بشپړتیا په لور بریالي ګامونه اخلي.

له بده مرغه چې څو څلوېښت کلنې جګړې، تکالیفو، مهاجرتونو او بیځایه کېدلو موږ له واحد افغاني هویت څخه لیرې کړو او د اقوامو، قبایلو، طوایفو، عشایرو، سمتونو، ولایاتو او حتی ولسوالیو، کلیو او کورنیو هویتونو ته یې ستانه کړو او دا هغه ناروغي ده چې علاج یې لسګونه کلونه وخت، زړه سوانده مشرتابه، لویه وطني اراده، پوره امکانات او ځان تېرېدنه غواړي. ملي پېژاند/ هویت بېځایه غرور، ځان لوی ګڼل او درواغ ویاړونه نه دي؛ ملي هویت د یو وطن د خلکو په زړونو، فکرونو او ضمیرونو کې د ګډ برخلیک او ګډ ژوند له پاره، د هغه انساني هڅو په پایله کې جوړېږي چې ټول ځانونه د خپل کور، کلي او قبیلې په ځاي، د لوی واحد وطن استوګن او له نورو سره د برابرو حقونو خاوند وبولي او په هر ډول لوړتیا غوښتنه چليپا راکاږي.

د ملي هویت زړی په انسان کې دننه کرل کېږي، د لوی فکر او ستر ضمیر په مرسته ګلان غوړوي او د دین، نژاد، وطن، ګډو ویاړونو، یو تر بله ګټو او تاریخ په مرسته رنګ راوړي زموږ واحد ملي یا افغاني پېژاند/ هویت هغه وخت پخوالي ته رسي چې نژادي، قبیلوي، طایفوي، عشیروي او ایلي ذهنیتونو ته (نه) ووایو او په یو (لوی انساني موږ) کې هضم شو!([23)

له ځوانانو څخه هیله کېږي چې دا هېواد د خپلو پلرونو او نیکونو د میراث په توګه همداسې (میراث) ونه ساتي، که دا خلک که د پرمختګ او بدلون غوښتونکی وي، که ملي یووالی غواړي، که په اسلامي ورورولئ باور لري، که غواړي چې د پېړیو له درانه خوبه ویښ او د نړۍ د ژوندیو ولسونو له کاروان سره یو ځای شي او که د یوې ښکلې نړۍ او ګلالي ژوندانه خوبونه ویني، باید دا ومني چې د قبیلوي ذهنیت سره شلون په کار دی او اوسني ځوانان دا کار باید یو (فرض) وبولي



[1] سیمه ییز مطالعات، ص ۶۲

[2] خيل او ویش، ص ۵۳

[3] خېل او ویش، ص ۲۲-۲۴

[4] خيل او وېش، ص ۸

[5] خېل او وېش، ص ۹

[6] خېل او ویش، ص ۹

[7] خېل او ویش، ص ۵۵

[8] خېل او ویش، ص ۱۰ 

[9] سیمه ییز مطالعات، لومړی ګڼه 1385 هـ ش، 65 مخ.

[10]برخلیک او ختیځ پښتانه، داکتر وارث محمد وزیر، ۱۳۷۷ هه ش، پېښور، ص ۳۱۳ د افغانستان

[11] پښتني قبیلې او خېلونه، د علومو اکادمئ د پښتو څېړنو نړیوال مرکز، ۲۰۰۱، کابل، ص ۸



[12] خواجه بشیر احمد، ذهنیت قبیلوی، انترنیتي نسخه، سریزه

[13] خواجه بشیر احمد، ذهنیت قبیلوی، انترنیتي نسخه، سریزه

[14] خېل او ویش، محمد ابراهیم عطایی، د علومو اکاډمي، ۱۳۶۰ هه ش، کابل، ص۲   

[15] د پښتنی قبیلو اصطلاحي قاموس، ص ۶۶

[16]  جبهه ملی اونيزه، ۶۰ ګڼه، کابل، ۱۳۵۱ هه ش

[17] سیمه ییز مطالعات، لومړی ګڼه، ۱۳۸۵ هه ش، کابل، ص ۶۲

[18] Abadis.ir

[19] Englishvocabulary.ir

[20] fa.wikipedia.org

[21] ذهنیت قبیلوی، ص ۶۷


[22] ذهنیت قبیلوی، ص۶۹-۷۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *