د افغانستان واکمنان او زموږ سیاسي برخلیک د روانې پیړۍ تر نیمايي

0

Photo by @AADIL FOR ADN

انجنير محمد امين  ظريف

د افغانستان سیمه د سیاسي ، جغرافیايي سترتوب یو اوږود تاریخ لری ، د افغانستان د معاصر تاریخ په څیړنه کې لویه ستونزه دا ده چې زموږ زیاتره تاریخي پیښې بهرنیولیکوالو لیکلي دي .

امان الله خان انګریزی امپراتورۍ ته د لینګتۍ د اچولو او دافغانستان د غوڅیې ازادۍ د ګټلو په وجه ملي اتل وپیژندل شو، مګر لس کاله ورسته همدې خلکو د هېواده وشړلو که موږ د نن او پرون تاریخي پیښې وڅیړو او دافغانستان اوسني د شلو کالو واکمنان کټ مټ د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په شکل ورته حکومتونه کړي .

د نن د څلویښت میلونه دالرو کڅوړې او د امیر عبدالرحمن د وخت د انګریزانو د اتلس لکو کالدارو کڅوړو چې امیر ته ورکولې ورته بڼه ده ، د هغه وخت امیر هم د خپل واک د ساتلو په خاطر د ډیورنډ د منحوس تړون د منلو وروسته امیر ته د دولس لکه کالدارو پر ځای اتلس لکه کالدارې مقررې کړې که چیرې انګریزانو ددې بډو مبلغ په ډیرولو سره د افغانستان نورې سیمې هم غوښتې وای ښايي امیر ورباندې پلورلای واي .

لکه پرون چې یو ناتوان او بې ارادې پاچا د اغزن تار معامله ومنله ، یو ځل بیا یې د افغانستان د وجود غړي غوڅ کړل ، ګاونډیانو ورباندې یو ځل بیا خپل غاښونه تاوده کړل .

دوې او هغوې ګران هیواد افغانستان د شپاړلسمي پیړۍ نیولې تر اوسه پورې د پنځلس لکه کیلومیټره مربع مساحت ځنې یوازې اته لکه کیلومیټره مربع مساحت ته را ښکته کړی ، یانې نیم افغانستان ګاوندیانو ایران ، روسیې او د وخت انګریزانو هضم کړی دی.

په داسې حال کې چې دافغانستان سیاسي ژوند د بهرنیانو په مرسته تکیه کوله لکه نن او پرون چې دافغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بې برخه کیدو په بیه تمامه شوې ده .

نن افغانستان دعدم استقلال حالت کې دی او دا حالت د پرون او نن  په واکمنانوکې شتون درلود .

د غربیانو کڅوړې بې څه نه دي ؟ غربیانو پخپل ژوندانه کې مادي سخت خویه او په معامله کې سخت زړي دي ، د هغوې خاصیت خپلچاري  کینه کښ او غچ اخیستونکي دي .

همدا لامل دی چې د نورو په چارو کې د لاسوهنې هر هنر یې زده دی ، ددې هنر دلاسه زموږ د هېواد د بخت ستوري تل کمرنګ شوي دي تل یې زموږ هیواد په پيښو ا و جنجالونو کې راګیر کړی دی .

د شپاړلسمي پیړۍ نه نیولي تر شلمې پیړۍ پورې زموږ د هیواد وګړی د ځوړتیا او وروسته والي او پوهنیز بې وسۍ او وزګارتیا ښکار شوي دي ، دا د بشري تاریخ هغه ترټولو مهم روان دی چې اغیزې یې هم په ورستنیو پیړو کې هم پاتې دي .

دوې افغانستان د ګاونډیو په تیره بیا د پاکستان د جیو پولیتیکل سټراټیژۍ تر پوره اغیزې لاندې کړی دی .

جیوپولیتیکل سټراټیژي هغه اوږود مهاله اعلانونواو کړنو ته اشاره کوي چې دیو ملت یااداري لخوا د نړیوال سیاست او جغرافیاپه شرائطو دخپلو ګټو د پرمختګ لپاره ترسره کوي ، په دې کې د سیاسی ، اقتصادي او امنیتي موخو تر لاسه کولو لپاره د مختلفو فکتورونو لکه جغرافیايي موقعیت ، طبیعي زیرمو نه ګټه اخیستنه ، اقتصادي ځواک ، نظامي وړتیا و او کولتوري نفوذ ګټه شامله ده .

،د افغانستان د تاریخ ا و نړۍ د قامونو د تاریخ په دغه دوران کې یو ، یوه ګړۍ د څوڅو ورځو او یوه یوه ورځ یې د څو څو کلونو برابره ده .

چاچې یوه ګړۍ بیځایه تیره کړه لکه یو کال یې چې بیځایه تیر کړ، اوس چې افغانانو دخپل منځی ناپخلاینې کلونه نه بلکې پیړۍ بې ځایه تیرې کړې او غربي نړۍ دیوې دقیقې حساب او قدر کړی دی ، د پیړیو لار یې په کلونو کې طی کړ ، د هغوې د هرې چارې زور شته همدارنګه جغرافیايي ملحوظات د نورو په پرتله د یوملت یاسیمې د جغرافیايي موقعیت په ګډون د سټرتیژیکو سرحدونو ، طبیعي زیرمو او ګاونډیو هیوادونو سره سیاسي جوړ جاړی د وخت اړتیا ده .

ملي ګټې د یوملت د سیاسي ژوند پیژندنه او لومړیتوب ورکول دي چې کیدای شي  زمکنۍ بشپړتیا ،اقتصادي پراختیا، سیمه ییز ثبات هم په کې شامل دي،

.ولې سیاسي ژوند یې د روح په مثال دی.

په اتفاقي توګه د ګران هیواد د نن ورځې بې لاس او پښو کیدو او د نورو هیوادو سره اړیکې نه جوړو نظامي سټراتیژې په ټپه ودرول د احتمالي تپول شو جګړو دمخنیوي لپاره د نظامي وړتیاو نه لرل د سیاسي مرګ په مثال دی د افغانستان په شرائطو کې د سټراتیژیک ژورتیا عمق سټراتیژیک مفهوم د جیوپولیتیکل سټراتیژۍ په مانا  ده .

دافغانستان د ستراتیژیک ژورتیا ، سټراتیژۍ په ځانګړې توګه د اتحادونو جوړول د دوستانه اړیکو رامنځته کول ،او په ګاونډیو هیوادو او سیمو کې د نفوذ ساحه پراخه کول یو اړین کار دی ، به دې کې کیدای شي د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان ، ایران،منځنۍ اسیا او نورو هیوادونو سره ملګرتیا رامنځه کول دي او همدارنګه دنړیوالو لوبغاړو لکه چین ، روسیه او متحدایالاتو سره نیک روابط شامل دي .

په افغانستان د پاکستان سټراتیژیکو ژور والی په اړه باید وویل شي په افغانستان د پاکستان دګټو اړه دسټراټیژیک ژورتیا عمق ، سټراتیژیک مفهوم د لسیزو راهیسې د پاکستان دجیو پولیتیکل ملاحظاتو مهم اړخ دی .

دا په افغانستان کې د نفوذ او سټراتیژیکو اهدافو د ساتلو لپاره د پاکستان د پام وړ اړتیاته ده ، تر څو د ختیځ په ځانګړي توګه دهیند د احتمالي ګواښونو په وړاندې د بفر په توګه کار وکړي .

دلته په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیک ژور والي په اړوند کلیدي اړخونو ته لنډه کتنه کوو :

امنیتي اندیښنې :

پاکستان د هیند سره د تاریخي کړکچ او شخړو د امله افغانستان د خپل امنیت لپاره مهم ګڼي ، پاکستان په دې باور دی چې افغان ډلو سره د دوستانه اړیکو ساتل یا په افغانستان کې نفوذ کولی شي ، د هیند نفوذ یا محاصرې په وړاندې د سټراتیژیک متحد په توګه کار وکړي :

په ټولنیز ډول په افغانستان کې د پاکستان د سټراتیژیکو ژوروالي تعقیب دهغه د پراخ جیو پولیتیکل محاسبې شکارندويي کوي ،چې موخه یې دخپل امنیت ساتل ، خپل سیمه ییز نفوذ لوړول دخپلو اقتصادي ګتو لوړول دی ، په داسې حال کې چې دافغانستان د بهرنیو خوځنده نړیوالو اړیکو تقریبا پنځوس کاله پای ته رسیږي .

تیر پنځوس کاله دافغانستان په سیاست کې یونوی عصر پرانست ، مګر نننی نوی نظام په ځینو کړنو هغه پای ته ورسوه،

 د نوی نظام او نړۍ سره د ګښه توب تګلار.

هیواد په زیان تمامیده د همدې انډول نتیجه ده چې په سیمه کې ګاونډي هیوادونه برلاس لري ، د سرحدي مسئلې بشپړه څیړنه د دې مقالې د موضوع سره اړه نه لري .

بلکې دومره یادونه کفایت کوي چې کړکیچ تل د افغانستان او پاکستان چې نوی زیږیدلی هیواد پام یې ځانته اړولی دی ، او د مادي پلوه د دې هیواد بهرنۍ اړیکي وراغیزمنه کړي دي .

همدا وجه ده چې پاکستان سره دهغه د جوړیدو راهیسې اړیکې د لانجې په چوکات کې دی ، په سیمه د میشتو پښتنو دیوازاد دولت د جوړیدو مبارزه را اخیستی ده .

کله چې پاکستان دملګرو ملتو غړی کیدو نو ددې عړی کیدو مخالفه رایه افغانستان ورکاروله نو دهغه ورځې پاکستان ته دا ثابته شوه چې افغانستان ددې حیاتي سرحد مسېلې ته څومره اهمیت ورکوي .

امریکایانو چې دافغانستان او پاکستان د سرحدي لانجي سره اختلاف لري مګر تل یې هڅه کړیده چې دشوروي اتحاد دکلابندۍ لپاره په سیمه کې ملګري ولټوي نو ځکه د تورکیې او پاکستان سره نظامي تړون وکړ، چې د اړتیا په وخت کې به ورته نظامي مرستې کوي سره ددې چې دانګلیستان غښتلي واکمنۍ د اږودې مودې د افغانستان دښمنه وه .

د شوروي اتحاد او امریکا هغه وخت د سیاس ډګر ښکته ا و پرځای یې د افغانستان د ښیګڼې په خاطر یې یو رغند اوسالمې سیالۍ ته مخه کړه سره ددې چې ملګرو ملتونو هغه وخت د بشر د نیکمرغۍ او څوکالۍ لپاره څه نه کړل او په ملیونونو انسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ

خو د هغه وخت افغان واکمنو داضرورت درک کړی و چی ددونړیوالو خونړیو جګړو او اټومي عصر کې د یو ملت په توګه د افغانستان شتوالی څومره اړین دی ، دا چې اوس به د افغانستان برخلیک د ننني عصر د سیاسیونو په سیاسي درایت کې نغښتی دی ، دا چې نور به ستر ځواکونه د پخوا غوندې د سیاست قدرت خپله لوبه څنګه مخته بیايي یوازې راتلونکی به راته په ګوته کړي

د افغانستان لپاره د پالیسۍ مرکز (روسیه ) کې او د هغه مشر اندیریس سیرینکو دا ځل هم د افغانستان په اړ د پردې تر شا د احتمالي لوبو په اړه په زړه پورې مالومات راټول کړی دي

زه ددې فرصت ځنې په استفادې ټینګار کوم چې زه په تیرو او اوسنی وخت کې د ښاغلي سیرینکو د اندونو او څو اړخیزو شننو او د روغتیا او خوندیتوب مسؤل نه یم .

په هر صورت زه د ښاغلي سیرینکو لیکنې ګورم اوپه ځینو مواردو په زړه پورې او مهم ډراماتیک لارښونې تحلیلوي .

زه د ښاغلی سیرینکو لیکنو ته بیرته راګرځم ، علمي او مقايسوي قضاوت تاسې ته پریږدم .

داکتر اشرف غني او داکتر عبدالله عبدالله به له سوري راووځي امریکا غواړی د افغانستان سره لس کلن امنتي تړونونه وغڅوي داسې بریښې چې دافغانستان په شااو خواکې بله پیښه رامنځته کیږي چې ښايي نه یوازې د افغانستان وروستي ولسمشر محمد اشرف غني بلکې د جمهوري ریاست اجرائیوي څانګې مشر داکتر عبدالله عبدالله هم په کې برخه ولري ، د ګڼو سر چینو د مالوماتو له مخي د امریکا ،پاکستان ، تورکیې او قطر سفارتونو د امریکا او ا سلامي جمهوریت تر منځ ۲۰۱۴ کال د ستمبر د ۳۰ مې امنیتي تړون د نوي کولو په اړه خبرې کړي دي .

د پورتني قرار داد د تمدید د امکان سره د لسو کلونو د پاره ډیزاین شوی دی ، دا تړون د افغانستان څخه د لویدیزو پوځي واحدونو د وتلو وروسته هم په افغانستان کې د امریکا د دائمي پوځي حضور لپاره قانون جوړوي .

داشا او خوا لس زړه امریکايي سر تیرې دي چې ۲۰۱۴ سټمبر د امنیتي تړون د نړیوال ترورریزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان د ځای په ځای کیدو حق لري که څه هم د ۲۰۲۱ کال په اګیست میاشت جمهوري ریژیم ړنګ شو ، امریکايي او دناټو ځواکونه د افغانستانه ووتل خو امنیتي تړون لغوه نه شو، پخپل ځای پاتې دی .

دا په دې ماناچې اصل کې د لس زرو پورې امریکایان افغانستان ته تللی شي که څه هم هډې یې شتون نه لری د سر چینو په وینا واشینګتن او د سیمې یو شمیر هیوادونه لیواله دي چې په افغانستان کې دامریکاد حضور ددوام لپاره د اوس لپاره اغیزمن قانوني چوکاټ وساتي .

د همدې امله د امنیتي تړون موده د لسو نوروکلونو لپاره د تمدید اړتیا ده ، د یادونې وړ ده چې دغه تړون به به رسمي ډول درې میاشتي وروسته پای ته ورسیږي .

داستونزمنه ده چې ووایو چې دا سناریو به په عمل کې څومره ممکنه وي ، په هر صورت د باور کولو لپاره دلیلونه شتون لري ، چې  ۲۰۱۴ امنیتي تړون د تمدید لپاره یو ګډ لټون احتمال لري البته دا په دې مانا نه ده جې په افغانستان کې دې لس زړه امریکايي سرتیرې سم دلاسه ځاي په ځای شي .

په هر صورت که اړتیا وي راتلونکې کې واشینګتن به ددې ډول عمل لپاره قانوني حق ولري د هغه څه له مخې چې پورته لیکل شوي موږ کولای شوی روسیه ، چین ، ایران ا و د سیمې نورو هیوادونو ته په راتلونکې کې د امریکايي ځواکونو د راتګ مبارکي ووایو .

په یاد ولرئ نړۍ د دائمي ائتلافونو نړۍ نه ده ، هر حکومت به په بلابیلو مسائلو کې د خپلو ګټو له مخې بلابیلې او حیرانونکې تګلارې ولري ، یو به ددوې څخه چین یاروسیه او یا متحده ایالات وي .

په اوسنې وخت کې تاجکستان ته د پاکستان د صدراعظم سفر او بیا د هغه وروسته تاجکستان دچین د ولسمشر سفر او بیا د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای سر مشریزه کې دددوې دواړو ګډون د افغانستان د نوي برحال حکومت د برخلیک د مرګ او ژوند ښکارندويي کوي ، پداسې حال کې چې چین او پاکستان په تیرو دریو کلونو کې په سیمه کې د نوي برحاله حکومت ته د ټولو نږدې هیوادونه دي ، په تیربیا چین دافغانستان په کانونو کې د تیلو د استخراج په برخه کې پانګونه کوي خو پاکستان او چین هم د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې لري .

تاجکستان ته د پاکستان د مشرانو د سفر څخه افشا شوي مسائل د پاکستان او دوشنبې په ا ړه څرګندوي او دا په ډاګه کوي چې پاکستان  ا و دوشنبه د افغان نوی برحاله حکومت په ضد د نوي اتحاد د جوړولو په حال کې دی.

نن ورځ د بهرنۍ پالیسۍ اهدافو ته د رسیدو لپاره د سیالۍ جګړه ده او په ډرامټیک ډول بدلیږی دا سیالۍ به روانه وي او دنړۍ په ټولنیز سیاسي اقتصادي ا و نظامي وضعیت پورې اړه لري چې دځواک د اجزاؤ د متغیر توازن په بنسټ به تل بدلون کوي . 

انجینر امین ظریف د ننګرهار د پوهنتون کدر دافغانستان د کورنیو چارو لوړ رتبه مامور پاتی شوی او
په کانادا کې د افغان ستراتیژیک مرکز د رهبرۍ غړی .

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقاله کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *