پر  افغان طالبانو د پاکستان تازه نيوکې

0

Khost province, along the border with Pakistan. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان 

درې ورځې وړاندې چې کله  د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر يومرکز بريد وشو او تر شا یې مرګ ژوبله پريښوده ، نو د پاکستان پوځ د پړې ګوته مخامخ افغانستان ته ونيوله .

د پاکستاني پوځ په یوه بيان کې راغلي چې دا بريد د حافظ ګل بهادر په نوم د وسله وال ډلې لخوا شوی چې دا مهال په افغانستان کې فعال مرکزونه لري  او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي .

د پاکستان د  پوځ بيان چې په خواله رسنيو کې ځينو مطرحو ژورنالیستانو خپور کړی پکې راغلي چې افغان حکومت ته یې بيا بيا خبرداری ورکړی چې  له خاورې یې بايد د پاکستان پر وړاند ورانکارې کړنې ونشی خو په خبره یې تر اوسه پورې مخنیوی نه دی شوی .

د پوځ د چارواکو له قوله ویل شوي چې د خپلې خاورې ددفاع په موخه به هر ډول اقدام وکړي .

د روانې جولای میاشتې پر ۷ نیټه ځينو رسنيو د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د تحريک د مسولينو له قوله خبر ورکړ چې « په  تيرو شپږو میاشتو کې مو پر پاکستاني پو ځيانو ۴۹۷ بريدونه کړي دي » د ټي ټي پي د مسولينو له قوله رسنيو ويلي چې په دې بريدونو کې څه کم پنځه سوه پاکستاني پو ځيان وژل شوي او تر شپږو سوو زيات ټپیان دي .

تر ډیره داسې نظريات موجود دي چې ، د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ مشترک ټکی ، د افغان طالبانو له مشر سره د ټي ټي پي د غړو بیعت دی چې دوی يې په يو مشترک صف کې ودرولي دي .

د چارو يو شنونکی پوهنتوني استاد محمد اياز چې اوسمهال له افغانستان نه بهر اوسیږي وايي « دواړه ډلې اجنډا لري ، که دافغان طالبانو موخه او اجنډا  له افغانستان نه د ناتو او امريکايي ځواکونو وتل وو ، نو  ټي ټي پي، هدف او اجنډا د پاکستاني پوځ پر وړاندې مبارزه ده چې دوام یې ورکړی او هر ورځ د بریدونو خبرونه ورکول کيږي .

د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رانا ثنا الله چې اوس د لومړي  وزیر سلاکار دی  د جيو نيوز په نوم تلويزوني شبکې سره په خبرو کې څه موده وړاندې ويلي وو « افغان طالبان بايد له نړيوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو کې وفادار پاتې شي ، چې ويلي وو د افغانستان خاوره به د هيچا پرضد نه کاروي .» نوموړي ويلي وو چې افغان طالبان بايد خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي .

خو بل لوري ته بيا ځيني پخواني افغان سياسیون ، د پاکستان پر کړنو شک ښکاره کوي . د افغانستان د پرځيدلي حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح  څه موده وړاندې ويلي وو چې پاکستان د ټي ټي پي د بريدونو قرباني نه دی،  بلکې دا ډله دوی په خپله جوړه کړې ده . 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي  استازي د روان کال په مارچ میاشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هندوستان پیسې ورکوي او په پاکستان کې یې ورانکارو کړنو ته هڅوي  د هغه په قول دا چاره د افغان انډیوالو پرمټ کوي .

 دبي بي سي د يو راپور تر مخ هغه ويلي ووچې « له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې د ټي ټي پي غړو په افغانستان کې پنا اخیستې چې د کورنيو له غړو سره یې ټول شميير ۷۰ زرو ته رسیږي » د اصف دراني په قول د افغان طالبانو لپاره ددومره کسانو پالنه ممکنه نه ده . 

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په وار وار ، د بيرونيو وسله والو شتون په افغانستان کې رد کړی او ویلي یې دي چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بهر بريدونه وکړي او افغان خاوره د چا پر ضد وکاروي .

خو عيني  واقعیتونه څه دي ؟ لومړی  دا چې  کله افغان طالبان واک ته ورسیدل دوی د ټي ټي پي هغه غړي له زندان نه ازاد کړل چې د تير جمهوري حکومت لخوا نيول شوي وو ، همدارنګه افغا ن طالبانو له پاکستان حکومت سره د ټي ټي  پي منځګړيتوب وکړ چې په دې سره یې ثابته کړه چې ټي ټي پي ددوی تر اغیز لاندې ده او دوی کولی شي چې هر څه پرې ومني .

شنونکي پر دې باور دي چې طالبان دوه مجبوريتونه لري یو دا چې ، د امريکا او ناټو پر وړاندې ټي ټي پي له دوی سره مرسته کړې ، ددوی د مشر، مشري  یې منلې او بل دا چې که طالبان په راتلونکي کې ماتې خوري ښايي بيا ټي ټي پي ، ددوی ملاتړ وکړي .

د ننګرهار ديوې لرې پرتې سیمې اوسيدونکی ، محمد وایس وايي « طالبان په رڼا ورځ ددوی په سیمو کې له وسلو سره ګرځي ، له خلکو نه مرستې غواړي ، په جوماتونو کې ددوی لپاره په ښکاره توګه د مرستو  اعلانونه کيږي او مرستې ور ته راټوليږي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *