په سږني کانکور کې پام وړ کموالی

0

@private

الهام الدين افغان 

په سږني کانکور ازموينه کې د ټول افغانستان  په کچه څه باندې اوه نوي زره ددولسمو ټولګيو فارغانو ګډون کړی و ، دا په داسې حال کې ده چې د پخواني جمهوري دولت پرمهال په وروستيو کلونو کې هر کال به له دريو سوو زرو زياتو ددولسمو ټولګيو فارغانو په  کانکور ازموينه کې ګډون کولو .

په کانکور ازموينه کې  د ګډونوالو درې برابره کموالي ،  لاملونه څه دي ؟ 

کار پوهان او د چارو شنونکي یې لاملونه بيلا بيل يادوي ، چې په سر سر کې یې په پراخه کچه له هيواد نه د ځوانانو وتل دی ، د ننګرهار اوسیدونکی په ملا کړوپ پاينده محمد چې څه باندې اويا کاله عمر لري  وايي ، په تيريو دريو کلونو کې یې څلور زامن چې په لسم ، يوولسم او دولسمو ټولګيو کې زده کړې کولې  ،  د طالبانو د حکومت په بيا راتګ سره یې  ښوونځي پريښودل او له بيلابیلو قاچاقي  لارو نه لندن ته ولاړل ، دهغه  په خبره  سره  له دې چې هر  زوی یې  له هغه سره په میاشتني ډول مالي مرستې کوي خو دا چې ښوونځي یې پرېښودل نو دهغه  يو لوی ار مان یې نيمګړی کړ .

پاينده محمد وايي زامنو یې ښه استعدادونه لرل ، هيله یې دا وه چې ښو ، ښو پوهنځيو ته به بريالی شی ، خو په افغانستان کې وروستيو تحولاتو یې ټولې هيلې په اوبو لاهو کړي ، هغه وايي : زامن یې اوس په رستورانتونو او  سټورونو کې کارونه  کوي . 

د پاينده محمد د زامنو  په څير د ډيرو افغان ځوانانو  همدا برخليک دی  او د  زده کړو له  نعمته بې برخې دي ، چې څو لاملونه یې دلته په ګوته کیږي .

  • د  زده کړو داهميت کموالی او بې کاري :

زياتره هغه ځوانان  چې له پوهنځيو فارغ شوي دی دندې یې نه دي موندلي ، او په ورځنيو لاسي مزدوريو  بوخت او يا په لاسي کراچيو توکي پلوري  نو دې حالت ته په پام سره له ښوونځیو  نوي  ټول فارغان  هم نه غواړي چې په کانکور ازموينو کې ګډون وکړي  دا هم يو لوی لامل دی، چې په کانکور ازموينه کې یې د ګډونوالو علاقه مندي کمه کړې ده  . عبدالشکور چې د کابل ښار يو اوسیدونکی دی او تیر کال له ښوونځی فارغ دی د ميوې په منډي کې په لاسي کراچئ تازه ميوه پلوري وايي«  ځکه مې په کانکور کې ګډون ونکړ چې که له پوهنتون هم فارغ شم ، ښايي دنده پیدا نکړ نو ولې خپل څلور کاله ضایع کړم » 

–  نجونو پر زده کړو بنديز :

د جمهوريت پرمهال به  هر کال له  ښوونځيو فارغو نجونو  په کانکور کې  پراخه ونډه لرله چې سلنه به یې تر څلويښتو لوړه او کله کله به ترې لږ څه کمه وه ، خو  د طالبانو په بیا واکمنئ سره چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې شوې نو دې چارې هم د کانکور د ګډونوالو شمير را کم کړی دی  او هممهاله یې هغه ځوانان هم بې علاقې کړي دي  چې ، خويندې او خپلې خپلوانې یې له ښوونځيو او پوهنځیو رامنعه شوي دي  .

  • له  افغانستان  نه د علمي کادرونو فرار :

په تيرو دريو کلونو کې له  افغانستان نه  په زرګونو علمي کادرونه چې زيات شمير یې پوهنتونی استادان وو له افغانستان نه وتلي دي ، دا شمير استادان او علمي کادرونه زياتره ، دافغانستان له لويو پوهنتونو څخه وتلي دي ، چې زيات شمير یې اروپايي هيوادونو ، اروپا ، کاناډا ، استرليا او نورو هيوادونو ته تللي دي . 

ددې کادرونو فرار  هغه تشه  چې تر شا  یې پرېښې، چې  په لسګونو کلونو کې یې جبيره ډېره ګرانه او ستونزمنه ده . په تیرو شلو کلونو کې دافغانستان په پوهنتونونو کې په لوړ ظرفيت سره د لیسانس او ماسترئ په کچه ځوانان وروزل شول ،   همدارنګه تير جمهوري حکومت ددنيا بيلابیلو هيوادونو ته د ساینسي او بشري علومو  په برخه  کې زيات ځوانان وليږل چې دماسترئ او دکتورا  زده کړې  یې حاصلې  کړې ، چې  دهغوی له جملې زیات شمير  دمګړئ د هماغو بنسټونو او ادارو لخوا وویستل شول ، دا حالت هم پریوشمير  نویو ځوانانو اغیزناک دی او نه غواړي پوهنتوني زده کړې وکړي .

دخیتز ولايت لغمان اوسیدونکی محمد حليم وايي « هغو خلکو چې تر ماسترئ او دکتورا یې زده کړې وې له افغانستان نه ووتل ، چې په بهر کې ورته دفتري دندې نشته مجبور دي چې په کمپنيو او رستورانتونو کې کار وکړي که زه هم پوهنتون ووایم ښايي سبا زما هم همدا برخليک وي » 

– د طالبانو په ادارو په ادارو کې ګمارنې :

د طالبانو په اداره کې اوسمهالې ګمارنې یواځې په اړيکو او پيژندګلوئ دي ، دوی هيڅ لایق او د زده کړو تخصصي معیار ته قايل ندی ، له طالبان سره په ادارو د کار کولو معیار یواځې ددوی په ټکو ، جهاد ، او ددوی په ليکو کې پاتې کيدل دي ، نو اوس مهال زياتره ځوانان چې طالبي مفکوره نلري په دې اند دي چې کچيرې زده کړې وکړي نو په دغسې يو حکومت کې چې يواځې پکې ملا او طالب ته ځای وي او نور څوک ترې بې برخې وي نو کله به ددوی زده کړې ددوی په درد وخوري او پرمټ به یې دندې تر لاسه کړي .

د ډېرو په باور دا د ځوانانو د نهيلئ یو لوی تاثر دی چې پر خپل راتلونکي بې باوره دي ، او تر ډيره یې په خپل هيواد کې د پاتې او د يوې روښانې راتلونکې هيلې  په نهيليو بدلې شوي دي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *