د غازي امان الله خان او خان اږعبدالغفار خان د انځورونو

0

Anti-Taliban demonstration in Vienna. Archive Photo by @Ali Ahmad for ADN

الهام الدین افغان

په تور خم سرحدي ښار ګوټي کې طالبانو دخپلواکۍ پر څلي د غازي  شا امان الله خان او د پښتنو د ملت پال مشر عبدالغفار خان انځورونه تور کړي دي . دې عکسونو چې په تور رنګ یې مخونه رنګ شوي  د افغانانو او په ځانګړي ډول د ملتپالو او ملي فکر د څښتنانو قهر را پارولی دی .

د کابل پوهنتون یو پخواني استاذ چې اوس هم په کابل کې اوسیږي  د محمد شعیب په مستعار نوم د لیکنې لیکوال ته وویل : « د طالبانو دا ډول کړنې پرته له دې چې د ملت احساسات راپاروي ، پدې سره دوی  نور هیڅ نشي ترلاسه کولی يواځې دا چې د خلکو عواطف مجروح کړي . امان الله خان اًو پاچا خان اوس په دې نړۍ کې نشته نو هغوی ته سپکاوی هم د انساني او اسلامي اخلاقو مغایر عمل دی ، طالبان باید په خپلو کړنو تجدید نظر وکړي .» 

د خواله رسنیو یو چلوونکی او پخوانی مدني فعال  چې په کابل کې استوګن دی تورخان فکري وایي : 

( د خوشحال خان لیسې پر دیوالونو چې د پښتون ټبر د  ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، تاریخ پوهانو او مشرانو انځورونه نقاشي شوي وو، د طالبانو لخوا په سکرو تور کړل شوي دي. دغه کړنې طالبان د پنجابیانو په غوڅه او واضح لارښوونه ترسره کوي) 

نوموړی وایي :

دوی د ملي څېرو ، ملي سمبولونو او ارزښتونو پرستیژ او برم تر پښو لاندې کوي له هر ځای یې د شاه غازي امان الله خان انځورونه لیرې کړي دي، د هغه په ټکو

 لرې نه ده چې حتا د تاریخي ځایونو لکه دارالامان نوم هم بدل کړي.

د پښتو ژبې  یو لیکوال او شاعر  د محمد نور  په مستعار نوم لیکوال ته وویل :

«دا کوششونه ټولي نړي وکړل  چې د افغانستان ملي ارزښتنونه پایمال کړي خو ونه توانیدل . دافغانستان د ویاړلي تاریخ او ملي اتلانو په اتلولیو کتابتونه ډک دي ، نو له کتابونو او د تاریخ له پاڼو یې هیڅؤک نشي محوه کولی .

دلغمان ولایت یو او سیدونکی  اصحاب الدین وایي :

«د هیواد یو یو  ملي ویاړ به ورو ورو له منځه ځي یو وخت به داسې وي چې ځوان نسل به مو  له خپلو اسلافو سره بلد نه وي .، ملا او طالب زموږ د ویاړونو دوښمن دی اًو دا تاریخ ثابته کړې ده  چې هر پرمختګ چې رامنځته شوی طالب او ملا یې پر وړاندې ودرېدلی دی .

 یو بل پخوانی مدني  فعال اورنګزیب چې د کونړ اوسیدونکی او فی الحال په کابل کې اوسیږي وایي « طالبان نه د خدای امر مني نه د رسول  نو افغان به څه ومني ددوی حق به څه ومني ، نه د افغان مېرمنو حقونو ته قایل دي   او نه د نرینه یوه  دکتاتوري یې روانه کړې  ده څوک ترې د پوښتنې کولو نشته .

د صفی الله کجوري  د خواله رسنیو یو کاروونکي په خپله فیس بک پاڼه لیکلي : 

که ټول هيواد ستا له عکسونو او انځورونو پاك شي ، نو دا ډيره مشکله او ستونزمنه ده چې د خلکو له ذهن او حافظې او له زړونو دې وباسي 

تاريخ نه محوه کيږي او نه پاکيږي.

طالبان چې ډېری له مدرسو راوتلي افراطي فکر لرونکي احساساتیان دي   پرته له مذهبي افراطي تګلارې بل څه ته نه دي قایل ، دوی د ملتپالنې روحیه محکوموي او په دې اند دي چې دین د ملت پالنې فکر او 

 نظریې ته اجازه نه ورکوي . خو رښتیني دین پوهان وایي اسلام عصبیت نه دی رد کړی بلکې د عصبیت پر بنسټ یې بې عدالتي رد کړې او اجازه یې نه ده ورکړې .

په ټوله کې ددین هغه پوهان چې په بهرنیو لوړو او پرمختللو پوهنتونونو کې یې  دیني زده کړې کړي دي ، مذهبي افراط ردوي او د ملي ارزښتونو  ټول ارزښت ته قایل دي .

هغوی د طالبانو له دې کړنې سره نه دي جوړ  او باور یې دادی چې که سبا بله ډله پر افغانستان واکمنېږي نو بیا به د طالب او ملا پروړاندې بیخي زیات حساسیتونه ولري .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *