طالبان او د بندو لارو خلاصول

0

Kabul, April 2024. Photo by @AADIL for ADN

الهام الدين افغان 

په افغانستان کې چې په تيرو څو لسیزو کې جنګ جګړې وې زياتره غير قانوني کړنې تر سره شوي يا قانون څنګه چې لازم  و نه دی پلی شوی .

په تيرو دوو لسیزو کې سره له دې چې جمهوري حکومتونه وو خو په کابل او د افغانستان په لويو ښارونو کې زياتره زورواکي او جنګ سالاران په واک کې وو . ټوپک سالارانو به تل هڅه کوله چې قانون په لاس کې واخلي ، او د ټوپک او کوتک په زور خپله خوښه پر نورو تحميل کړي .

يوه هم په دغو ناقانونيو کې د  زورواکو  لخوا د لارو بندول وو  ، چې خپلو کورونو ته  به یې لويې لارې او  سرکونه په موانعو بند کړي وو .

خو د طالبانو په دويم ځلي واکمئ سره دهغو زورواکانو زورواکي پای ته ورسيده ، چې ددغو کړنو مرتکب وو  طالبانو ددوی د کورونو شا او خوا موانع لرې کړې چې هيچا یې پر وړاندې د څه ويلو جرات ونکړ .

په کابل  ښار کې زياترو هغو  زورواکانو لارې او کوڅې بندې کړې وي چې هم په واک کې وو هم یې زور او زر لرل ، د کابل په وزير اکبر خان سيمه کې  د يو واکمن د کور مخې ته يو ډير مهم سرک هغه داسې بند کړی وو چې د سرک نښې او اثار په کې  نه معلومیدل ، خو اوس په هغه سيمه کې پراخه سرک ویستل شوی او قير شوی دی .

د کابل ښار يو اوسیدونکي محمد ګل د ليکنې ليکوال ته وويل « د طالبانو نورې کړنې ښايي تاييد نکړم خو دا چې زورواکي یې ختمه کړه او په ښار کې یې  هغه لارې خلاصې کړې چې زورواکو خپل ملکيت ګرځولی و نو دا يوه لويه خبره ده ، طالبان د پخوانيو زور واکو په مقابل کې  له قاطعيت نه کار اخلي او څه تصميم چې ونیسي  نو پلي کوي یې » هغه وويل : پخوانيو زورواکانو فکر کولو چې واک یې په لاس کې  دی او هيڅوک یې پر وړاندې نشي ودريدای .

د کابل ښار يو بل اوسیدونکي حسن خان وويل : په دې ښار کې داسې زور واکان وو چې جمهوري رياست یې ننګولو او ویل به یې « که وغواړم نو په يوه ورځ کې د جمهور ریاست د ارګ ماڼئ نيولی شم ، خو پر وړاندې یې د جمهوريت چارواکو غږ نشو کولی .» حسن خان وايي حکومت په خپله  له مافيايي کړيو جوړ و همدغه  زورواکي دهغو خلکو له خوا حمايه کيدل چې په حکومت کې یې پر لوړو څوکيو کار کولو ، نو ځکه ورته چا غږ نشو کولی دهغه په ټکو يواځې طالبان وو چې  دزورواکانو پر وړاندې ودريدل او ددوی زورواکي یې ور ختمه کړه .

د کابل ښار زياتره لویې جادې دهغو خلکو د کړنو شاهدې وې چې په لاس کې به ټوپک  و او پر چا به یې ترحم نه کولو .

خو دا يواځې کابل نه وو چې د ښار لویې لارې او کوڅې یې زورواکو نيولې وې بلکې د زياترو ښارونو فضا د کابل په څير وه . د افغانستان ختيز  ښار جلال اباد  له همدغه شان يو صورت حال سره مخامخ و ، په ښار  کې داسې مارکيټونه جوړ شوي وو چې لوی لوی سرکونه په کې له منځه تللي وو . ددغه ښار په زړه کې څو داسې سرکونه طالبانو وویستل چې د مارکيټونو او سرايونو د څښتنانو لخوا بند شوي وو او ودانئ پرې جوړې شوې وې چې  ددغو سرکونو په ویستلو سره  ډيرې  د ښاري ترانسپورت او ګرځيدو را ګرځيدو ستونزې هوارې شوي دي .

د جلال اباد ښار يو رکشه چلوونکی ايمل  وايي د ښار په  بيلابیلو سیمو کې ددغو سرکونو ویستل یو اقدام و چې طالبانو پورته کړ ،  دا اقدام ډير ګټور وو ، ايمل وايي که طالبان نورې ناسمې کړنې هم کوي دا یې ډېره پر ځای کړنه ده چې تر سره کړې یې ده . 

ددې تر څنګ طالبانو هغه موانع هم لرې کړي چې ددغه ښار زورواکو د خپلو کورونو او استوګنځايونو مخې ته ودرولې وي او عمومي سرکونه یې پرې بند کړي وو .

د جلال اباد ښار یو بل  اوسیدونکی محمد عیسی چې شا او خوا پنځوس کاله عمر لري وايي : «په دې ښار کې زورواکانو په سیالئ لارې کوڅې بندولې ، پلمه به یې دا وه چې امنيتي ستونزې دي خو په واقعيت کې امنيت دومره خراب نه وو څومره چې دوی د خپلې زورواکئ تمثيل کاوه ، دوی ته دا مهمه نه وه چې خلکو ته ددې لارو په بنديدو سره څومره ستونزې پيدا کيږي خو چې دوی په دې عمل سره خپل زور او زورواکي ښکاره کړي .

د ډيرو په اند افغانستان داسې يو هيواد دی چې زياتره وګړي یې د قانون احترام نه کوي ، د چا حقونوته نه دي قايل او زور ازمايل ورته د عزت او شرافت نښه ښکاري ، خو دا د واک جزيرې  ډيرې ژر ژر  ختميدونکې دي په تيرو شا او خوا پنځو لسیزو کې دا نظامونه او زورواک پر افغان ولس وتپل شول چې ددوی پر وړاندې یې ډيرې نادودې تر سره کړې خو هر يو یې ډير ژر له صحنې لرې شول .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي. 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *