په رسنيو کې په انځور اخیستو بنديزونه

0

عکس @علی احمد

لهام الدين افغان

څه موده وړاندې په په بهرنيو  رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په شفاهي ډول خپلو مسولينو ته امر کړی چې په رسنيو کې یې انځورونه خپاره نه شي او له رسنيو سره دې  له ويډيویي مرکو کولو څخه ډډه وکړي.

دکندهار په ملي تلويزون کې سرچينو  بهرنيو رسنيو ته ويلي چې په دغه تلويزون کې د انسانانو په تصوير اخیستو بنديز لګيدلی دی او وياندويان یې هم پر پرده نه معلوميږي .

په دې ترڅ کې  دطالبانو د کندهار والي هم له رسنيو غوښتي وو چې د سا اخیستونکو انځورونه به نه خپروي .

تر دې وړاندې په بل سهيلي ولايت هلمند کې  ځايي چارواکو په رسنيو کې پر ښځينه غږونو بنديز ولګوه ، دافغانستان د خبريالانو مرکز له طالبانو غوښتي وو چې له رسنيو دا بنديز پورته کړي او دا یې د ښځو پر حقونو تیری بللی و ، په هلمند کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له رسنيو غوښتي وو چې په هيڅ ډول سوداګريزو اعلانونو او نورو خپرونو کې  بايد ښځينه غږ خپور نکړي .

په دې تړاو ښځينه خبريالانې چې په رسنيو کې کار کوي هم له خبرو کولو ډډه کوي .

خو پوښتنه داده چې طالبان په داسې کړنو سره افغانستان کومې لوري ته وړل غواړي ؟ 

د کابل پوهنتون يو پخوانی استاد چې اوس دنده نلري وايي : طالبان چې د هر چا په ایشاره دا بندیزونه لګوي ، خو هيواد به داسې يو حالت ته یوسي چې په نړۍ کې به یې هويت ورک کړي ، دغه استاد د محمد حسن په مستعا رنو م د ليکنې ليکوال ته وویل : «  دشرم ځای دی چې موږ په یویشتمه پيړۍ کې د منځنيو پيړيو د جهالت په دور کې ژوند کوو ، هغه تفسير چې نن له قران او نبوي سنتو څخه طالبان کوي يوه غلطه توجيه ده ، طالب چې څه روان کړي،   د ټولنې په ګټه ندي ، او  د اسلام ددين په ګټه هم نه  دي ، ټولنه یې  د یو  مطلق جهالت پر لوري روانه کړې ده ، اعمال یې پر کاذبو روايتونو بنا دي ، دا هغه څه دي چې د خير تمه ترې نه شي کيدای » .

طالبانو په ټولنيزه  برخه کې تر اوسه هيڅ داسې  قدم نه دی پورته کړی چې د ولس د خوښۍ او هرکلی سبب ګرځيدلی وي ، د نجونو پر تعليمي او ښوونيز ډګر سربيره یې له هغوی د کار حق ، دتفريح ځايونو ته د تګ حق او نور ګڼ بشري حقونه اخیستي  دي .

څه موده وړاندې ، د محمد زمان مزمل په نوم يو پخواني جهادي مشر ، په يو تلویزوني بحث کې طالبانو ته وويل : په تيرو څه کم دريو کلونو کې مو ديرش سلنه مسلې نه دي حل کړي پر ولس مو سیاسي نکاح تړلی ده . د ښاغلي مزمل د خبرو معنا دا ده  چې تر اوسه ددې پر ځای چې د ولس ستونزې هوارې کړئ لا ورته پيټي جوړوئ ددې پر ځای چې ستونزو ته یې معقولې لارې ولټوئ ورځ تر بلې یې د انحصار په کړۍ را ګيروئ ، دا هغه څه دي چې ولس پرې له طالبانو  ناراضه کيږي او  د ولس په ذهنيتونو کې بد معرفي کيږي .

د طالبانو ددې او ورته نورو کړنو پر وړاندې ولس خاموش دی ، او هيڅوک جرات نه کوي چې غږ پورته کړي که څوک غږ پورته کوي ځای یې زندان دی . په نږدې هر ولسي خصوصي مجلسونو کې د طالبانو پر دغو کړنو بحثونه کيږي افغانان تر ډيره خپل راتلونکی ته خفه دي ، دوی وايي چې واکې یې دداسې چا په لاس کې دي چې نه انساني ارزښتونه پيژني ، نه داسلام اساساتو ته قايل دي ، نه د  ټولنيزو اصولو  پابند دي ، دوی فکر کوی افغانستان یې یرغمل کړی له دوی څوک د پوښتنې کولو نشته او نه د چا پروړاندې مکلفيت او مسولیت لري  .

په داسې حال کې چې هيڅ ډول پرمختګ  نشته ،  قوانين په ټول هيواد کې په ځوړند حالت کې دي د حکومتولۍ اصول تر پښو لاندې دي ،د طالبانو پر خولو يواځې همدا خبره ده چې الحمد لله په هيواد کې یې امن راوستی فساد یې له منځه وړی ، جنګونه نشته ، خلک خوشحاله دي . خو واقعيت دادی چې  ، ولس د  پراخه بې وزلۍ په لومو کې ښکيل دی ،  په لوړه فيصدۍ کې افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي ، له ډيرو افغانانو د کار حق اخیستل شوی ، په ادارو تقرر يواځې په طالبي لومړيتوب سره دی که څوک طالب وي بايد مقرر شي ، معیار د بوشکې پټاو دی که چا ډيرې ډزې کړی وي په ښه منصب د تقرر حق ورته حاصل دی .

د ختيز ولايت لغمان يو قومي مشر  محمد نور وايي :« له پلاره مې اوريدلي وو چې کله سقاوي دور راغی او حبیب الله کلکاني واک تر لاسه کړ د ښوونځيو در وازې یې وتړل شوې ،  دخلکوپر مال او  ناموس تيري  پيل شول  د اماني غورځنګ پلویان يو په بل پسې بنديان او ووژل شول . طالبانو هماغه سناريو تکرار کړه ، خپل مخالف په هر نوم چې وي ځپی یې له وطن یې زندان جوړ کړی ، که دوی د امن خبره کوي نو په هديره او زندان کې خو امن وي ځکه هيڅ غږ ترې نه پورته کيږي .» هغه څه چې طالبان کوي  څوک یې پر وړاندې هیڅ غبرګون نه پورته کوي ، پر سیمه ییزو رسنيو هم بنديز لګيدلی او نه شي کولی هغه څه چې روان دي خپاره کړي ، نو د طالبانو تر واک لاندې رسنيو ته چې دوی هر ډول فرمایش ورکوي هغوی یې مني که ویې نه مني نو خبريال یې د تورو تنبو شاته غورځوي او رسنۍ یې ورتړي که په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو پر غږونو خپريدو او  انځورونو خپرولو بنديز لګيږي  او که نور طالبي فرمایشات وي ، د رسنيو مسولين او په ټوله کې ملت به یې په سړه سينه زغمي ځکه بله هيڅ لاره نه ده ورپاتې . 

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *