د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې لمانځل: د ژبې او ملي هویت پالنه

0

Image Microsoft Bing

ډاکټر پوهاند لال پاچا ازمون

مورنۍ ژبه دا یو ترکیبي نوم دی، ددغه ترکیبي نوم په باب یوه پوښتنه راپیدا کېږي چې ولې مورنۍ ژبه!؟ په دغه ترکیبي نوم کې مورنۍ یا مور لومړنی ارزښت دی، ورپسې ژبه ده، مورنۍ ژبه قیدوي، ژبه د مور اړوند ګرځي، نو: ژبه د مور حیثیت لري، په څه مانا!؟ لومړۍ مور پېژنو: مور عاطفه ده، مینه ده، ښکلا ده، ټپه ده، غاړه ده، ژمنه، وفا، ښکلا او د زړه ستنه ده، دا ټولې هغه کلمې، نومونه او لفظونه دي چی د انسان ذهن روزی او پالي یې. انسان ته د ژوند حرکت او لوری ښيي. په ټوله کې همدغه کلمې او لفظونه ژوند راپېژني، ژوند راښيي، له ژوند سره مو بلدوي او د ژوند خواږه را باندې لوروي. مور په ټوله کې ژوند دی، هغه ژوند چې مینه، عاطفه، معصومیت ، ژمنتیا، وفا او نور بېلابېل ارزښتونه راښیي. 

دغه خواږه نومونه ټول مونث دي، د همدې نومونو تر شا یوه لویه دنیا آباده ده، د دنیا دغه آبادي او سوکالي د ژبې اغېز دی، د ژبې ښکلا او اغېزښندنه ده، د مور د نامه او همدې نومونو له مخې ژبه هم مونثه ده، د ژبې تړاو له عاطفې، مینې، وفا، ژمنتیا، ښکلا او … سره دی. دا ټول د ژوند د خوږلنۍ درسونه دي، ددغو ټولو درسونو مدَرسه، معلمه او استاده مور ده. د ژوند ستن هم په همدغه ارزښتونو څورلي. ژوند په ټوله کې د مینې، ښایست عاطفې، وفا او ژمنتیا نوم دی. په ژبه کې ژمنتیا، مینه، وفادارۍ، سپېڅلتیا، معصومیت او عاطفه هغه بېلابېلې ستاینې او ارزښتونه دي چې د ژوند لوری راښیي.

 ژبه یوازې او یوازې د پوهولو راپوهولو وسیله نه ده، بلکې یو لوی فرهنګ دی. په دغه فرهنګ کې له ټولو کایناتو ( کاڼي، بوټي، ونه، غنه، څاروي، الوتونکي، لمر، سپوږمۍ، ستوري، اسمانونه، ځمکه او…) سره د انسان اړیکه نغښتې ده. ددغه فرهنګ لویه استاده، بنسټګره، لارښوونکې او ښودوونکې مور ده. د انسان د پیدایښت او ورسره د انس لومړنۍ غیږ د مور ده، مور په خوږه او مترنمه ژبه د انسان پالنه کوي، کله چې ماشوم سترګې وغوړوي، نو لومړی د یوې ښځې، د یوې مور مخ ګوري. دغه لیدنه د ماشوم حواس او روان په مینه روزي. دده د بدن غړي او حواس را ټولوي. د ژوند وړانګو یې تړي. ورو ورو یې حرکت ته را بولي، په زانګو کې یې په مترنمه ژبه زنګوي، دغه ژبه او خوږلني د ماشوم غوږونه د طبعیت د رنګونو له غږونو سره اشنا کوي او د رنګونو پر وړانګو یې زنګوي. 

له سپېڅلې او عاطفي سینې د مینې پۍ ورکوي. دغه شیدې یا پۍ د ماشوم حواس، ذهن او زړه روزي. هغه هورمونونه چې په پیو کې شته، هغه د ماشوم ژبه د مینې او عاطفې په تار تړي. هغه سینه چې د مینې، عاطفې، معصومیت او ژمنتیا کور و، نو له داسې کور نه چې کوم لفظونه او کلمې د ماشوم ذهن او زړه ته رسوي، هغه د مور ژبه ده. دغه ژبه ماشوم ته په خوله کې کیښودل شوه او ددې ژبې د ویلو توصیه یې ورته وکړه، د مور په شیدو کې د ژوند ساه په څپو وه، سا هم مونثه وه، دغه ساه ماشوم ته په نغمه ورپوه شوه، نغمه هم مونثه وه، ورو ورو یې له زړه او سترګو سره خبره وشوه، په خبره یې دده حواس، ذهن او زړه وروزه، خبره هم مونثه وه.

 مور ماشوم داسې وپاله چې خوراک، څښاک، راشه درشه او یو تر بله د مینې او محبت د فضا درسونه یې ورته وښودل، ټولنه یې ور وپېژندله، په ټولنه کې یې خپل نقش او ونډه ور وښوده، ټولنه مونثه وه، ونډه هم مونثه وه، ونډه په ټولنه کې د انسان ارزښت او ځای ښیي. مور خپل ماشوم ته دا ورښیي: پۍ مې نه دي دربښلي، دلته د پیو په بښلو کې د پیو ارزښت دی، کوم ارزښت!؟ هغه ارزښت له بشر، خاورې، ځمکې، هوا او … سره ژمنتیا او تعهد دی، دغه ژمنتیا په پیو کې ده، هغه پۍ چې دیوې معصومې او سپېڅلې سینې ماشوم ته ورکول کېږي، په دې پیو کې په طبي لحاظ هغه مواد دي چې د انسان ذهن او فکري قوت زیاتوي، روزي یې او پرمختګ ورکوي، ترڅنګ یې ژبه نرموي. هغه غدې او وتونکي چې د انساني ټولنه جوړوي، هغه روزي.

 د پیو ارزښت یوه طبي موضوع هم ده، ددې موضوع لپاره مې ډاکتر نصیردرانی وپوښت هغه په طبي ژبه د پیو (شیدو) ارزښت را ته داسې وښود چې: – د مور شیدې یا پۍ د ماشوم لپاره یوازیني بشپړ خواړه دي چې ټول اړین مواد په مناسبه اندازه او ښه کیفیت سره لري. بل هېڅ خواړه د مور د پیو بدیل نشي کېدای. یعنی ټول منرالونه، ویټامینونه، پروتین، شحمیات، کاربوهایدریت او هر هغه څه چې ماشوم ته ضرور دي هغه لري. – د مور شیدې د سټریس د مخنیوي سبب کیږی حتی د مور لپاره هم شیده ورکول د ستریس د کموالی سبب کېږی. – اسانه هضمیږی، ماشوم په دغه عمر کې بل هېڅ شی داسې نشی هضمولی لکه د مور شیدې – د مور شیدې په خپل ځان کې د مکروبونو د مخنیوی او وژنی قابلیت لري، یعنی انتي باډي ګانې لري چې ماشوم له ناروغیو ساتي. – د مور شیدې د ماشوم پر فزیکي ودې سربېره د ماشوم د سلوک، رواني حالت، ذهني پیاوړتیا، برخورد، د بدن او راتلونکې ژوند په ټولو اړخونو اغېز لري.

 د مور شیدې په درې ډوله دي، د ماشوم د پیدایښت سره چې کوم شیدې تولیدېږي هغه د کلسټروم یا اورږو په نوم ډېر زیات قوي او د میکروبونو ضد خواړه دي چې تر څو ورځو دوام کوي. وروسته بیا د مور شیدې دوه ډوله وي، د هر تي ورکوونکې په وخت کې لومړی خام شیده شروع کېږي چې ډېرې اوبه او لږ غذایي مواد لري، وروسته پاخه خواړه شروع کېږي چې ډېر غذایي مواد او لږې اوبه لري، نو باید ماشوم ته یو څو دقیقی مسلسل شیدی ورکړل شي. د شیدې ورکولو مرحله یا حالت د طب له نظره د نرسنګ یا مراقب په نوم هم یادېږي، یعنې د شیدې ورکول د ماشوم بشپړه څارنه او روزنه ده، بله لویه موضوع د مور د شیدو ورکولو فزیکي او رواني یا سایکوسوشیل تماس دی چې دا ډېر زیات مهم دی، دلته چې جلد په جلد تماس رامنځته کېږي، نو د اکسی توسین هارمون افرازېږي یا ترشح کېږي، چې د اکسی توسین هورمون د مینې د هارمون په نوم یادېږي، دا هارمون د مور او ماشوم تر منځ مستقیما رابطه زیاتوي، احساساتي اړیکې، اعتماد، مینه، ترحم او نور ټول معنوي اړخونه قوي کوي او سره یې نښلوي چې دا بیا خپله د ټول عمر لپاره نه بېلېږي. نو د مور پۍ دلته د تعهد، ژمنتیا، وفادارۍ، مینې او عاطفې لوړ ارزښت او په ټوله کې ژوند دی.

 مور ماشوم ته هغه هوا په سترګو او غوږو کی ورپوه کړه چې هغه دده له سینې راوتې وه، په خاوره، اوبو او اور پخه شوې وه. همدې پخې هوا ماشوم د ماشوم رګونه وترنګول او خپله ساه یې پکې پرېښوده. دا یې وروښوده چې دی په کومه غېږ کې لوی شوی او ستر دی!؟ دغه غېږه د مینې وه!؟ دغې غېږې ته درناوی او ژمنتیا یې په پسته ژبه ور وښوده، دا یې ور وښوده، دغه هوا چې دی یې په غیږه کې لوی شوی او هغه شېبې چې دی یې رالوی کړی دی، دا د ژوند بنسټ دی.

 نو د ژوند دغه لویه روزونکې او پالونکې چې ژبه یې په یو فرهنګ بدله کړه او هغه څوک چې د ژبې ټول ارزښتونه یې د خپلو سترګو رڼا ته وښودل، دا مور وه. ژبه له مور سره تړاو لري، که یوازې هم ژبه وکاروو، له ژبې نه به مو موخه مینه، عاطفه، سپېڅلتیا، وفا، ژمنتیا او … وي چې دا ټول مونث نومونه دي.

 په ټوله کې ژبه یو فرهنګ دی، ددغه فرهنګ لومړنۍ مُدرِسه، بنسټګره او معلمه مور ده. نو: دداسې یو لوی فرهنګ پر وړاندې زموږ چلن باید انساني او بشري وي، هغه قامونه او ملتونه خوشبخته او سوکاله دي چې له خپلې مور (ژبې) سره یې بشري چلن کړی دی. ژبه یې پاللې او خدمت یې کړی دی. خو موږ نن د خپلې مور د لوڼو پر مخ د ژوند او رڼا دروازې تړلې دي، د هغو پر وړاندې چې د ژبې ژوند و پورې تړلی دی. دا چې زموږ پښې په ځمکه نه لګي او د ژوند ټولې چارې مو ګډې وډې دي، یوازینې لامل یې له خپلې مور سره دغه بې تفاوته چلن او پر مخ یې ور تړل دي. دا چې موږ د ژوند له خوږو بې برخې پاتې یوو، لامل یې د خپلې خوږې ټپې، غاړې او ببولالې د ویونکي بې قدري ده، د هغې بنستګرې قدر مو نه دی کړی چې هغې راته د ټپې او غاړې په ژبه ژبه وښوده، د خوږو لفظونو په پیو (شیدو) یې وروزلو، هغې راته په زانګو کې په ترنم ترنم ژوند راوښوده، تر لوړه ځایه یې ورسولو، خو موږ یې قدردانی و نه کړ، ځکه خو مو پر سر کږه شمله هم د ژوند باد نه رپوي.

 د مور قدردانی هغه دی چې پر اولاد ترحم وشي او پر وصیتونو یې عمل وشي، د هغې وصیت موږ ته یو له بله سره مینه او ارزښتونو ته ژمنتیا او وفاداري وه . نن موږ د هماغې ژبې د لوڼو پر مخ د ښوونځي او پوهنځي ور تړلی دی، نو څنګه به دا ژبه وده وکړي!؟ د ژبې وده او ښکلا د مور په عزت کې ده، د مور عزت د ژبې په عزت کې دی، ژبه په مور ژوندۍ ده. د مور خورې ورې کمڅۍ په لوپټه کې را ټولې وي، کله چې دغه لوپته د زمانې بې رحمه بادونه وېسي، د مور سر لوڅ شي، دا وخت د مور له ستوني یو تپ پور ته شي، دغه تپ د لمر، سپوږمۍ او ستورو رڼا تته کړي، نو چې موږ د مور په سر بېرته د ژوند پړونی په سر نه کړو؛ تعهد، ژمنتیا او مینه ورسره ونه کړو او عزت یې و نه کړو، تر هغې به زموږ د ژوند پښه په ځمکه ونه لګي، د ژوند له ارزښتونو، خوند او مینې به بې برخه یو، د ژوند بېړۍ به مو توپانونه په خپله مخه واخلي

د سیف الرحمن سلیم شعر دی چې:

 خورشوی زړه مې پرې راټول غوندې شو

 دا لوپټه راباندې چا خوره کړه!؟ 

لوپټه یو مونث نوم دی، لوپټه د مور عزت او حیا ساتي، دا چې لوپټه کې د انسان ټول حواس راټولېږي، نو دغه لوپټه زموږ ژبه ده. ژبه هم کلا ده هم بلا ده، کلا په دې ده چې ټول حواس راټولوي او د حواسو په راټولو کې خوږلني نغښتې. د ژبې دغه خوږلني ابادي ده، د یو قام او یو ملت احساسات په ژبه روزل کېږي او پالل کېږي. دغه پالنه یې کلا ده چې ځان ته په زړونو کې پر کور جوړوي. خو کله چې ژبه ترخېږي، نو د لفظونو دغه تریخوالی د لوستونکي د زړه ټوپونه ګډوډوي ، همدغه ګډوډي، نهیلي رامنځته کوي، نهیلي د زړه له کوره لوېده دي. نو لکه څنګه چې د مور ښایست په لوپټه کې راټولېږي، دغسې لفظونه او کلمې په اهنګینه او مترنمه ژبه کې راټولېږي چې په اسانه ذهن او حافظې ته لاره مومي.

 اوس راګرځو د پښتو ښایست او پایښت ته: پښتو سندریزه او خوږه ژبه ده، د سندرو، ټپو، غاړو، ببولالو او عاطفې له کیفیته ډکه ژبه ده. ځکه خوږه ده چې مترنمه، سندریزه، معصومه ، سپېڅلې، عاطفي، رڼه او پاکه ده. د ژوند د چارو خړوبولو یو لوی فرهنګ دی. “د مور زړه په زوی او د زوی په تیږه” مور خپل راتلونکي ماشوم ته ژوند ښيي او پر هغه ځورېږي او کړېږي، د خپل ماشوم لپاره ټول کړاو او ځور پر ځان تېروي، د څه لپاره!؟ ددې لپاره چې خپله ونډه د ټولنې په ښایست او پرمختګ کې وښيي، ددې لویه ونډه د ټولنې په جوړښت کې د ماشوم پالنه او روزنه ده. دغه روزنه او پالنه له ژبې پېلېږي.

 مور دا راښودلې چې پښتو یوازې د ویلو ژبه نه ده، پښتو کول او پښتو پالل یو لوی فرهنګ دی، دغه فرهنګ د ژوند، ژمنتیا، عاطفه، سپېڅلتیا، وفاداري، راشه درشه او په ټوله کې له خپلې خاورې او هوا سره وفاداري او مینه ده. نو: د ژبې خدمت په ټوله کې د مور خدمت دی، له مور او د مور له پیو سره د کړي تعهد او ژمنتیا پرځای کول دي. د ژوند حرکت مور راښودلی، ژوند ته یې هڅولي یو. د ژوند حرکت په تعلیم، زده، ښوونه روزنه، سوداګرۍ، راشه درشې او د ژوند په نورو بېلابېلو مخونو کې نغښتی دی. حرکت د انسان ذهني او فکري کچه لوړوي، د انسان ذهني او فکري کچې د لوړولو لومړنی غږ د مور دی، مور چې کله په سندریزه ژبه د ژوند رازونه راوښوول، په هغو رازونو کې یو هم دا و چې د انسان مغز د څه لپاره دی!؟ انسان د څه لپاره پیدا شو!؟ څه باید وکړي!؟

 دا یې ور وښوول چې دی باید له خلکو سره راشه درشه ولري، کار وبار وکړي، خوله تویه کړي، حلال رزق وګټي، سوداګري وکړي، ارام کښې نه ني، همېشه باید په حرکت کې اوسي ، دغه غږ یوې مور انسان ته په غوږ کې کېښود، همدې حرکت ژبه ورو ورو وتوږله، بډایه یې کړه، په یو لوی بشري فرهنګ او قاموس یې بدله کړه. ښځه مور، رهبره او رهبر رزونکې شوه، که نازو انا نه وای، نو د میرویس نیکه مبارزه به نه وای، که زرغونه انا نه وای، نو د احمدشاه بابا لویې کارنامې او سوبې به نه وای، که د بي بي شمسو جرائت او د الايي شور نه وای نو د روښانیانو دا لوی فرهنګ به نه وای، که د دولتۍ مینه نه وای؟! نو د خوشال غوندې یو لوی انسان به نه وای، که ملالۍ نه وای، نو د میوند د غزا څرک به نه وای. دا یو څو بېلګې دي، په ټوله کې د هر انسان، هر نابغه، هر لوی لیکوال، سیاستوال او شخصیت تر شاه د مور لاس دی، مور ده چې انسان یې روزلی، پاللی، ژبه یې ورښولې، ژوند یې ورښوولی او د انساني ټولنې ته یې وړاندې کړی دی، ټولنه په ټوله کې په مور اباده ده. د مور ښایسته او ګاڼه ژبه ده.

 ډاکټر پوهاند لال پاچا ازمون ، د کابل پوهنتون استاد او د پخواني ولسمشر غني سلاکار وزير

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *