په طالب واکمنۍ کې غونډې او مشاعرې

0

Central Kabul capture for ADN. 📸 @AADIL

الهام الدين افغان 

افغانستان چې کلتوري او دوديزه ټولنه ده ، په زياتره سيمو کې يې  وګړي له شعر شاعرۍ او هنر سره ډېره علاقه لري او  دا چاره اوږده مخينه لري . په تيرو ددو لسیزو کې ، دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې ادبي او ژورناليستيکي ټولنې جوړې شوې وي چې غونډې او مشاعرې به يې جوړولې ،په دغو غونډو کې به ازاد بحثونه کيدل ، د شخصيتونو نمانځغونډې به جوړيدې ، د کره کتنې مجلسونه به وو خو دا هر څه اوس په نشت حساب  دی ځينې غونډې جوړيږي خو ډيرې کمې  دي ،حساب پرې نه شي کيدای او ترډېره تشريفاتي دي .

د طالبانو په دويم ځلې واکمنۍ سره ددوی د پخوانۍ واکمنۍ په څير هم د بيان دازادۍ ستونی بند دی او هيڅو ک حق نلري چې ددوی په کړنو نيوکه وکړي .  يو شاعر او ليکوال چې نه غواړي په خپل نوم ياد شي د ځلاند سهار په مستعار نوم يې د ليکنې ليکوال ته وويل :« طالبان له خپل سيوري څخه  هم ويريږي ، دوی هيڅکله نيوکې نه مني فکر کوي که د نيوکو لړۍ ور پسې پراخه شي ، نو بالاخره ولس به ورپسې را پاځيږي ، نو له دې امله له نيوکو که هغه سالمې او رغوونکې هم وي وي ويره لري .»  طالبانو د ټولنې پر هر قشر د ژوند دايره را تنګه کړې څوک جرات نلري چې پر دوی نيوکه وکړي  ، هر چا که نيوکه وکړه ځای یې زندان دی . ځکه نو ددوی له ویرې څوک خوله نه شي خلاصولی .

طالبان هيڅ قانون نه لري او نه قانون ته غاړه ږدي نو په همدې لحاظ نه د بيان ازادۍ ته ژمن دي او نه د چا سالمو نيوکو ته غاړه ږدي نو همدا لامل دی چې دوی هر څه د کوتک په زور کول غواړي .

شاعر، ليکوال او ژورنالیست تل د ټولنې خامۍ په ګوته کوي ، طالبان چې زياتره  چارې  یې د ولس د تمې خلاف روانې دي نو لیکوال او ژورنالیست اړ دی چې  ناسميو ته یې انعکاس ورکړي . مګر کله چې داسې کيږي نو بيا زندان او زولنې دي .

تازه طالبانو د عزت الله ځواب په نوم يو شاعر  په ننګرهار کې نيولی دی ، عزت الله ځواب  يو طنزيه شاعر دی چې کله ناکله به یې په طالبانو نيوکې کولې هغه د مينې په نوم يوه مجله هم چاپوله ، عزت الله ځواب نه يواځې پر طالبانو نيوکې کولې بلکې په تير جمهوري نظام یې هم توند انتقادونه کول .

ځينې پوهان وايي چې طالبان چې د امريکا او ناتو د ماتې ادعا کوي نو بيا ولې د شاعر او ليکوال له نيوکو ويره  لري ؟

د پوهنتون يو استاد د نوم نه ښودو په شرط د ليکنې ليکوال ته وويل :« طالبان ولې غټې غټې دعوې کوي ، د ناتو او امريکايانو  د ماتې دعوه داران دي  خو د ليٍکوالو او شاعرانو له  نيوکو ډار  لري . په اصل کې دوی له اسلامي او انساني اخلاقو نه لرې خلک دي ، هيڅ ورته ارزښت نلري او نه یې باور په انساني ارزښتونو شته دی »

د اسلامي علومو يو استاد چې مستعار نوم یې فضل احمد باور دی وايي   (  د اسلام په مقدس دين کې د بیان ازادي څوارلس سوه کاله وړاندې تسجيل شوې ده د رسول ص او د خلفای راشدينو مشرتابه پرمهال دبیان ازادي اوسنۍ معاصرې نړۍ ته د ښې بيلګې په توګه وړاندې کيدای شي ، د بیان ازادي اسلام نه ده نفې کړې، بلکې اسلامي او ديني اصل دی ، رسول الله ته يو صحابي وويل : ای د الله رسوله!  دا وحيې ده که ستا نظر دی ؟ که وحې وي سمه ده که ستا نظر وي زه یې مخالف يم   دا سمه ده چې په نيوکه کولو سره د چا شخصي حريم بايد ونه ګواښل شي ، د چا مذهب، ژبې او عقيدې ته سپکاوی ونه شي خو سالمه نيوکه هيڅ کله په اسلام کې منعه نه ده )  نوموړی ديني عالم زياتوي :د طالبانو چارواکي د وضيعت پر حساسيت او د ممکنه ستونزو پر ضخامت نه پوهيږي ،افغانستان فتحه شوی هيواد ، ملي شتمني او ولس ورته د غنيمت مال ښکاري ، که دوی غواړي چې د تير نظام له ماتې درس واخلي او زده کړه وکړي نو سالمو نيوکو ته دې غاړه کيږدي او دانتقاد د منلو وړتيا دې په ځانونو کې پيدا کړي .

زياتره پوهان پر دې باور دي چې طالبان بايد نه يواځې د بيان د ازادۍ اصل ته ژمن پاتې شی ، بلکې د يو ديني او ټولنيز اصل په توګه یې ومني ، طالبان بايد ولس ته وخت ورکړي چې نيوکې پرې وکړي او دوی یې په سړه سينه وزغمي .

اوس د معلوماتي ټکنالوژۍ دور دی هيڅ هم پټ نه پاتې کيږي که دوی خپلې کړنې هر څومره پټې کړي خو نه پټيږي  .همدا اوس ددوی د کړنو ويډيو ګانې او  خبرونه په خواله رسنيو کې په پراخه پيمانه خپريږي او دوی يې د منعه کولو توان نلري . 

د نظر څښتنان باور لري چې که طالبان د بيان د ازادۍ حق ومني ، او دوی ته ددوی نيمګړتيا ور په ګوته شي او د خپلو خلکو پړه ومني نو د بهرنۍ پړې نه به خلاص او چارې به يې د سمون پرلوري لاړې شي خو ځينې بيا پر دې باور دي چې طالبان نه ستراتيژي  ، نه فکر او نه ژمنتيا لري  بلکې د نورو د ايډيالوژيو  د تحقق لپاره د وسایلو په توګه کاريږي او پر اوږو يې د پرديو ټوپک ايښی او خپل ملت پرې ولي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *