افغانان د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته له بې باورۍ سره لاس او ګریوان دي
الهام الدين افغان
په افغانستان کې د طالبانو ددویم ځلي واکمنۍ دوه کاله او پنځه مياشتې پوره شوې ، په ياده موده کې لس ګونه زره افغانان له هيواد څخه ووتل او لا هم د وتلو جريان روان دی . افغانان لا پردې نه دي باوري چې راتلونکی برخليک به یې څه ډول وي ؟
هر څوک هڅه کوي چې په يو شکل نه يو شکل خپل هيواد پرېږدي او خپې سپکې کړي .
زياتره افغانان بې روزګاره شوي هغوی چې په حکومتي ادارو کې یې دندې تر سره کولې له دندو ګوښه شوي دي او ځينو نورو چې حکومتي دندې یې نلرلې د اقتصادي پرشا تګ له امله بې روزګاره دي .
دافغانان په منځ کې داسې خلک هم شته چې وایي، شل کاله يې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو لپاره دعاوې کړي خو اوس شپه او ورځ ښیراوې کوي چې دغه ډله بېرته له واکه وغورځېږي .
طالبانو په تيروڅه د پاڅه دوو کلونو کې په کوردننه دستونزو د هواري په موخه کوم کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي او د دداخلي مشروعيت تر لاسه کولو لپاره یې کومه هڅه نه ده کړې همدارنګه یې له نړيوالې ټولنې سره هم د اړيکو د رغولو او د رسميت پېژندلو لپاره کوم داسې اقدام نه دی کړی چې تر مخه یې دوی له نړۍ سره دتفاهم ژبه پېدا کړي . اساسي قانون چې د ټولنې اهم ضرورت دی د جوړولو لپاره یې تر اوسه کومه اراده په طالب واکمنۍ کې نه ليدل کېږي ، د واک انحصاري بڼه لا هم په خپل حال ده ، د اهليت پر بنياد لا په څوکيو د غېر طالب افغانانو ، د شريکولو کومه اراده نشته .
دميليونو انجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل په حکومتي ادارو کې د مېرمنو په کار کولوبنديزونه هغه څه دي چې افغانان يې په پراخه کچه نهيلي کړي دي د سياسي ګوندونو پر فعاليتونو بنديزونه اود رسنيو او د بيان ازادي له منځه وړل هغه څه دي چې طالبان یې د افغانانو او نړيوالو په ذهنونو کې بد انځور کړي دي او ښايي همدا لاملونه وي چې د طالبانو پر وړاندې یې مخالفتونو ته لاره هواره کړي ده چې همدا لاملونه د طالبانو حکومت په منزوي کيدو کې ستر رول لري او افغانان ددوی په حکومت کې ځان نه ګوري .
محمد نور يو افغان دی چې دمګړۍ په ترکيه کې اوسیږي نوموړی د خپلې استوګنې لامل د خپلو لورګانو زده کړې په ګوته کوي هغه وايي ( زه يواځې ددې لپاره ترکيې ته لاړم چې د لورګانو پرمخ مې د ښوونځي در وازې تړلې وې او د خلاصيدو یې کوم څرک نه لګېده نو مجبور شوم چې وطن پرېږدم )
يو بله لويه ستونزه د طالبانو د نه زغم سیاسیت دی دوی دخپلو سياسي مخالفينو په وړاندې له سخت چلند څخه کار اخلي او د سیاسي مخالفت پر وړاندې ډېر جدي دي یا په بله وينا د سیاسي مخالفت پر وړاندې هيڅ زغم نلري. دوی پر سياسي ګوندونو بنديز لګولی ، او که څوک د يو جزوي مخالفت غږ په رسنيو کې هم پورته کړي ګواښل کېږي ، نو زياتره سياسي مشران يا له هيواد نه بهر تللي يا او که په هيواد کې دننه هم دي د طالبانو پر کړنو د نيوکې جرات نه شي کولی .
نو له دې امله د سياسي ګوندونو زياتره غړي او د نظر خاوندان ، په دې باور دي چې له طالبانو سره په داسې يو حالت کې چې د نه زغم سياست يې غوره کړی په خپل راتلونکي باوري نه دي .
ديو سیاسي ګوند غړی محمد علي هيواد يار وايي ( ګوندونو په نسبي ډول خپل فعاليتونه کول ، خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعاليتونو مخه ونيول شوه موږ باوري نه يو چې دوی به نور احزاب ومني او د فعاليت اجازه به ورکړي )
همدا لامل دی چې د سیاسي ګوندونو غړي د طالبانو په موجوديت کې خپل راتلونکی روښانه نه ويني .
مخکې له دې نه چې طالبان واک تر لاسه کړي ددوی د مشرانو له څرګندونو داسې برېښېده چې ګنې دوی به د افغانانو حقوق ور کوي، نجونې او مېرمنې به ددوی د تېرې واکمنۍ بر خلاف زده کړې کوي او په حکومت کې به یې د کارکولو پر وړاندې ممانعت نه وي . مګر دا هر څه سرچپه راوختل طالبانو له افغانانو دا ټول حقوق وتروړل . د طالبانو له لوري افغانانو ته ددوی دحقونو نه ورکول پر دوی نړيواله ټولنه هم بې باوره کړه او په کور د ننه يې افغانان هم خوابدي پرېښودل .
د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله پر دوی باندې بنديزونه ولګيدل چې دوی یې انزوايي حالت ته بوتلل، دې حالت په افغانستان کې شديد اقتصادي بحران رامنځته کړی ، د بيکارۍ کچه لوړه شوې ، دولتي او خصوصي سکتورونه له مشکلاتو سره مخامخ دي او د افغانانو ژوند له نهايت زياتو ستونزو سره مخ دی ، د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نړۍ هيڅ هيواد نه دی حاضر چې طالبان په رسميت وپېژني ، نو دا يو مبهم حالت دی چې افغانان يې پر خپل راتلونکي بې باوره کړي دي. ډېری افغانان، افغانستان ته د يو باثباته هيواد په سترګه نه ګوري او نه ورسره په ډاډه زړه خپل راتلونکی با ثباته ګڼي .
الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.