دطالبانو د حکومت دوه کاله

0

Kabul May 2023 Photo: @AADIL

الهام الدين افغان                                    

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه په  افغانستان کې يو لوی بدلون راغی ، د امريکا او نړيوالې ټولنې په مرسته هغه نظام چې دپراخو امکاناتو پر مټ جوړ شوی و سقوط شو او طالبان ددويم ځل لپاره واک ته ورسيدل .طالبانو له  خپل طرز فکر سره سمه  اداره جوړه کړه چې يواځې ملا، طالب او هغه څوک چې په شل کلنه جګړه کې یې له دوی سره مالي مرسته کړې وه په خپله اداره کې ومنل .

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو سره سم هغه شل کلنه جګړه هم پاې ته ورسيده چې د تېر نظام پر وړاندې طالبانو پېل کړې وه . د کابل سقوط يوه حېرانوونکې پېښه وه ، هيچا هم داسې فکر نه کولو چې داسې يو نظام به په لسو ورځوکې  ړنګ شي چې  شا او خوا درې سوه زره ملي امنيتي ځواکونه يې لرل ، د نړيوالو له خوا په رسميت پېژندل شوی و ، قضایه قوه او پارلمان یې لرل اود اساسي قانون په رڼا کې یې ولسواکي ، دبیان ازادي ، بشر حقونه ، د ګوندونو ازادي او د ټولنې د هر قشر حقونه خوندي شوي وو .

هغه جګړه چې د طالبانو د پخواني رژيم تر نسکورېدو وروسته ددغه ډلې لخوا د ناتو او افغان ځواکونو پر  وړاندې پېل شوې وه  خورا اوږده جګړه وه چې تر ټولو زيات زيانونه  يې افغان ملي امنيتي ځواکونو او ددوی مخالفينو وسله والو طالبانو ته واوښتل ، ناتو هم په دغه جګړه کې د سر او مال زيان وليده خو دډېرو په باور طالبانو چې ديوې ولسوالۍ يا يو ولایت د نيولو توان نلرلو څنګه وتوانېدل چې ټول افغانستان په لږه موده کې ونیسي ؟ څېړونکي او د  نظر خاوندان دا هرڅه د امريکايانو لخوا په دوحه کې له  طالبانو سره تړون په ګوته کوي چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط امکانات يې برابر کړل ، هغه تړون چې دافغانستان جمهوري دولت ترې بېرون پاتې او ان د تړون منځپانګه هم ور سره شريکه نشوه . 

دطالبانو لاس ته  د افغانستان لوېدل يواځې د سياسي واک بدلون نه و بلکې تر څنګ يې  نور پراخه بدلونونه هم رامنځته کړل .

دافغانستان شا او خوا درې سوه زره اردو اونور ملي امنيتي ځواکونه له يوې مخې وشيندل شول ، ددغه هيواد  درې رنګه ملي بېرغ له دولتي ودانيو راښکته او پر ځای يې د طالبانو سپين رنګه ټوټه چې کلمه پرې لیکل شوې ده هسکه شوه او  

افغانستان يو ځل بیا  د نړيوالو  له پامه غورځيده .

ددو کلونو په تېريدو سره افغانان په حالت کې دي  ؟

د طالبانو له روانې پالسۍ او کړنلارې سره لا دنيا غاړه نه ده وړې ، او تر اوسه د نړۍ يو هيواد هم دطالبانوحکومت  په رسميت نه دی پېژندلی ، نړيوال لا هم طالبان د يوې زور واکې ډلې په توګه پېژني  او هيڅ کوم هيواد نه دی نه دی حاضر شوی چې دا ډله په رسميت وپېژني .

د طالبانو تر ټولو ستر ملاتړي پاکستان هم ددوی په  رسميت پېژندلو جرت نه دی کړی ،  په دې وروستيو کې د پاکستان مخالفې ډلې ټي ټي پي پر سر دطالبانواو پاکستان اړيکې يو څه خړې پړې شوي  دي چې ګواکې دغې ډلې ته يې پټنځايونه ور کړي او پر طالبانو تور دی چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې پر پاکستان بريدونه کوي .

په کور دننه چې تر اوسه طالبانو کوم ګامونه اخيستي  دي ولس يې  د خپلو هيلو خلاف ګڼي ، افغانان وايي تر اوسه چې طالبانو کوم اقدامات کړي ټول د ولس پر خلاف دي ، ددوی په وينا طالبانو لا داسې کوم قدم نه دی اوچت کړی چې د افغانانو زړونه لاس ته راوړي .

يو پخوانی ښوونکی چې اوس متقاعد دی، محمد جان  وايي: ((د طالبانو بيا واک ته رسيدل په دې معنا دي چې پر همدغه ورځ د افغاني ټولنې د ارزښتونو جنازه پورته شوې ده ځکه دوی هر څه ته دخپل افراطي نظر له عينکو ګوري ،طالبان  فکر کوي يواځې همدوی  مسلمانان  دي  او نور ټول خلک بې دينه دي ، دطالب په وجود کې تر هغې چې په خپله اوسنۍ تګلاره ټينګار کوي هيڅ ډول بهبود او ملي ګټې متصورې نه دي ))

طالبانو په خپلو پر لپسې حکمونو سره ،ښځې له زده کړو، په دولتي ادارو او بهرنيو موسسو کې له دندو او کار کولو منعه کړې دي  دا رنګه يې پارکونو او تفريح ځايونو ته ددوی پرتګ بنديزونه لګولي دي  .

دپوهنتون استاد سميع الدين ( مستعار نوم )  وايي ((  دا پرېکړې چې نجونې دې ښوونځيو او پوهنتونونو ته نه ځي او نه دې ورته خپل اساسي حقوق ورکول کېږي دطالبانو  خپلې پرېکړې  نه دي ، دا ددوی دهغو بادارانو خبرې دي چې افغاستان يو وروسته پاتې هيواد شي  لکه چې دی ، ولس يې نالوستی وي د خپل هيواد ملي ګټې ونه پېژني او څه چې ورته د افغانستان دوښمنان وايي همغسې وکړي )) 

يو افغان فرهنګي چې نه غواړي نوم یې ذکر شي وايي : طالبانو په تېرو دوو کلونو کې دافغان ولس اساسي حقونه تر پښو لاندې کړل ، د زده کړو حق چې د هر انسان بنیادي حق دی دوی وتروړه ، دکار کولو حق ، دپخواني حکومت زيات مامورين یې په کورونو  کينول چې اوس مهال ،دخپلو بچيانو نفقې ته حېران دي ، پر خلکو يې دژوند دايره را تنګه کړې او دافغانستان نزدې ټول خلک غواړي چې له دې هيواده ووځي که چېرې ورته د وتلو لاره چاره برابره شي .

په ټوله کې افغانان  د ژوند ترخې شپې ورځې تجربه کوي ، که څه هم طالبان وايي چې بشپړ امنيت يې تامين کړی او هر څوک چې وغواړي د هیواد هرې سيمې  ته تللی شي ، خو زياتره افغانان پر دې نظر دي چې يواځې فزيکي امنيت چې طالبانو خوندي کړی د ولس لپاره کفايت نه کوي ، دوی وايي همدا اوس رواني ، وظيفوي ، اقتصادي او ټولنيز امنيت نشته، څوک د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ نشي اوچتولی ، ديوې ټولنيزې ستونزې د ايجاد پر مهال هیڅوک حق نلري چې له رسنيو سره خپل نظريات شريک کړي .

ديو خصوصي تلويزون يو خبريال د ليکنې ليکوال ته وويل: د لوړو چارواکو زياترو غونډو ته خبريالان  د ورتګ اجازه نلري او نه هم له خبريالانو  سره معلومات شریکېږي، هغه د طالبانو ، ددفاع او کورنيو چارو د وزيرانو او د استخباراتو او سترې محکمې مشرانو ته اشاره وه  چې په دې وروستيو اونيو کې يې د افغانستان لويو ولايتونو ته سفرونه لرل خو د سفرونو موخې یې تر اوسه له خبريالانو سره نه دي شريکې شوي  . 

د فقر او بې وزلۍ کچه بيخې لوړه شوې ، هغه مزدوران چې پخوا به يې په بازارونو  کې مزدورۍ کولې شکايت کوي چې د تېر په څېر کارونه نشته او دوی د بچيانو نفقې ته حېران دي. په  ټوله کې  د طالبانو په بيا واکمنېدو سره افغان ولس د ډول ډول ستونزو په لومو کې ښکېل دی ، د تېرېدو دوو کلونو په موده کې طالبانو نه ده احساس کړې چې د ولس د حال پوښتنه وکړي او يا يې پروړاندې خپل مسوليت ادا کړي ، دډېرو په باور افغانان يې يرغمل کړي او د يو  مسول حکومت په توګه د ولس هيڅ حق منلو ته چمتو نه دي .   

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *