په ودونو کې پرموسيقۍ بنديز ته غبرګونونونه

0

الهام الدين افغان

د طالبانو د حکومت امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په کابل کې د هوټلونو مسولینو ته  ويلي چې په ودونو کې  موسیقي غږولو ته اجازه ورنه کړي

د امر بالمعروف وزارت مسولينو  په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په کابل کې یې  د “ودونو د هالونو  له مسوولینو سره په یوه غونډه کې  له هغوی  غوښتي چې په ودونو  او د  خوښيو په نورو  مراسمو کې  دې  له موسیقۍ غږولو ډډه وکړي.”

تر دې وړاندې طالبانو په متفرق  ډول له خلکو غوښتي  وو چې موسیقي ونه غږوي  ، خو دا ښايي‌ لومړی ځل وي چې په مرکز  کابل کې د هوټلونو له مسولينو غوښتل کېږي  چې  د موسیقۍ غږولو ته اجازه ورنه کړي .

دطالبانو د امر بالمعروف وزارت  په خبر پاڼه کې راغلي چې  “د موسیقۍ او نورو هغو شیانو له غږولو دې ډډه وشي چې له اسلامي او شرعي احکامو سره په ټکر کې وي.”

طالبان موسیقي غږول له اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي ، خو تر دې دمه دوی نه دي ويلي چې  که چا سرغړونه وکړه  سزا به ورکړي .

يو شمېر افغانانو د طالبانو دغې اقدام  ته غبرګون ښودلې او دا يې د انسانانو د فردي ازادۍ پر حق بلوسه ګڼلې ده .

محمد اغا د کابل ښار يو اوسیدونکي د ليکنې ليکوال سره دخبرو پر مهال وويل : (( د طالبانو په دوباره واکمنېدو سره په افغانانستان کې د افغانانو هر ډول ازادۍ سلب شوي او طالبان پر خلکو هغه څه تحميل کړي چې دوی يې غواړي او ددوی فرمایشات دي  ))

د کابل ښار يو بل اوسیدونکی او د نظر خاوند ښاغلی  مر تضی وايي : (( طالبان يو نمونه يي اسلام حاکمول غواړي هغه اسلام چې دوی یې له خپله ځانه تعبيروي ))

د اسلامي علومو پوهان د موسیقۍ په اړه بېلابېل نظرونه لري يو شمېر پرد ې باور دي  چې هغه  موسیقي چې ټولنه صراحتا بې لارۍ ته نه سوق کوي په اورېدو کې يې ستونزه نشته ، خو هغه چې ټولنه بد اخلاقۍ ته بيايي نو دوی يې حرامه بولي . که څه هم د موسیقۍ په حرمت کې صريح نص ( ايت او حديث ) نشته ، خو د ډېرو په باور يو شمېر ديني پوهان دا پر ولس يو ډول د فشار راوړولو د وسیلې په توګه کاروي .  کولتور پوهان موسیقي له فرهنګي اړخه د ټولنې لپاره متمدن اړخ په ګوته کوي ليکوال فضل حق نوري په خپله يوه ليکنه کې چې د تاند په نوم پاڼه کې خپره شوې ده د موسيقۍ په اړه داسې يو وضاحت لري  ((موسیقي دا ځواک لري چې د خلکو تر منځ اړیکې رامنځته کړي او په داسې طریقه اغېزه وکړي، چې د ارتباط له نورو ډولونو څخه بنسټیز توپیر ولري. انسانان ډيری داسې احساس کوي، چې “د دوی په اړه هېڅوک نه پوهيږي” یا پوهیږي چې دوی “حقیقي احساس کوي.”  ډیری موسیقۍ ته لاره هواروي، ترڅو د نورو سره اړیکې ومومي، تر څو خپل ځان څرګند کړي یا د ملګرو تر منځ د پوهیدو احساس ومومي))

ډېری کلتور پوهان پر دې باور دي چې موسيقي پر رواني حالت ژوره اغېزه لري او اند ېښنې له منځه وړي د ځينو په باور دا ثابته شوې چې د لوړ تال موسیقي د غوره ورزش په څېر ده ، همدارنګه د کلتوري اړيکو د ټينګښت لپاره موسیقي غوره وسيله ګڼل کېږي ، د بېلګې په توګه ډېر ښه شاعران ، خلکو د موسیقۍ په واسطه پيژندلي دي ، که موسيقي او سندر غاړي نه وای د زياترو شاعرانو شعرونه به خلکو نه وای اورېدلی ، مثلا عامو خلکو که د رحمن بابا شعرونه د سندرغاړو له خولو نه اوريدلی هيڅکله به دوی رحمن بابا نه وای پېژندلی .

د موسيقۍ له لارې له هيواد او ملت سره مينه پياوړې کېږي : احمد جان د ننګرهار يو قومي سپين ږيری دی وايي : ( د ملنګ جان شاعرۍ خلک له وطني  مينې سره اشنا کړل ، له ملت سره یې د خلکو مينه پيدا کړه . هغه پنځوس کاله وړاندې دا شعر وويلو چې:  چا غوږ کې راته  وويل چې جانان مه يادوه : د سرو شونډو د پاسه سور پيزوان مه يادوه.    د هغه دا وينا نيمه پيړۍ وروسته هم ارزښت لري او هر چا کې يې د وطني مينې احساس ژوندی ساتلی دی . همدارنګه زياترو شاعرانو چې د وطندوستۍ په اړه يې شعرونه ويلي دي ، د سندر غاړو په زريعه ولس ته رسيدلي دي .

موسیقي د حالاتو په انعکاس کې ښه رول لري ، چې د خپل وخت يوه تاريخي شېبه په الفاظو کې رانغاړي ، هغه که تراژيدي وي که کمېډي وي .دبېلګې په ډول د کابل جنګونو ته عبدلباري جهاني یو شعر ويلی و چې سندر غاړې نغمې د موسيقۍ له پردو سره زمزمه کړی دی ، چې د هغه وخت د حالاتو يو ښه انځور وړاندې کوي .

ځوانه دا څوک يې چې ګولۍ وروې

 د خپل نيکه او د اباد پرکلي

دې هديره کې دې خپلوان پراته دي

څوک يې پرون ، څوک يې پخوا وېشتلي

ددې شعر او خوږې موسیقۍ په اورېدو سره د کابل د جګړو يوه لویه تراژيدي د سړي سترګو ته ودريږي .

خو د ۲۰۲۱ کال په  اګست  کې چې طالبان دويمه پلا  پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان ګڼ شمېر سندرغاړو له افغانستان نه  پښې  سپکې کړې چې ځینې يې ګاونډي هيواد  پاکستان ته لاړل او یو شمېر نورو يې نورو هيوادونو ته د مهاجرت لاره ونيوه .په پاکستان کې مېشت افغان سندر غاړي شکايت کوي چې ، “ژوند یې ډېر  له کړاوونو سره مامخ دی .

ددغو سندر غاړو لپاره هلته هم  د موسيقۍ د فعاليتونوشرايط ډېر نه دي برابر نو له همدې امله دوی له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي .

ډېری کلتور پوهان وايي چې که په افغانستان کې پر موسیقۍ بنديزونه دوامدار شي ، دافغاني اصيلې موسیقۍ (چې تر ډېره په ولسي سبک ولاړه ده) بنسټونه به ونړيږي او افغاني ټولنه به د موسیقۍ له خوږو  بې برخې شي .

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *