دوې چورلکې، دوې الوتنې، شل کلن دروغ
وصیل فیضي
له نن څخه یو کال مخکې په همدې ورځ، پنځلسم د اګست، شل کلن افغان دولت وشنل شو. د دولت نیږدې ټول لوړپوړي چارواکي وتښتېدل او ولسمشر په چورلکه کې تر ټولو لومړی پناه شو. افغان پوځ د شلو کالو د لسګونو زرو ځوانانو د قربانیو نه وروسته له منځه لاړ، امریکا طالبانو سره د تړون په پایله کې خپلې وسلې په اوږه کړې ووتله او د کابل د هوایي ډګر انځورونه په ټولې نړۍ کې د افغانستان د هغې غمیزې سمبول شول چې له لسیزو راهیسې ورسره مخ دی. کابل دوې لسیزې وروسته بیا طالبانو ته د یوې پروسې په پایله کې په سیستماتیکه بڼه وروسپارل شو او د څلوېښتو میلونو وګړو برخلیک ګړنګ ته په داسې توګه ورټېل وهل شو چې ټولو نړیوالو دولتونو یې ننداره کوله.
یو کال وشو د غرب تجارتي رسنیو، څېړونکو، پوهنتونو، تینک ټانکونو او سیاستپوهانو لپاره افغانان، د خپل ټول درد سره، د شل کلنې لابراتوري تجربې وروسته د موږکانو په دود د څېړنو توکي شول. کټ مټ لکه ساینسپوهان چې په بند بکس کې ساتل شویو موږکانو ته د برق شاټونه ورکړي او بیا یې پر پایلو بحثونه کوي چې ورکړل شوي شاټ ته د موږکانو فزیکي، بیولوژیکي او اروایي غبرګون څه و. وروسته له هغې دا پایلې په کتابونو کې چاپ کړي او د پایلو پر بنسټ رامنځته شویو درملو باندې د پانګې لمن نوره هم براخه کړي. موږ یې وینو چې لا یې کال ندی پوره شوی چې پر لسګونو کتابونو سربېره پرې د خپلې خوښې او سیاسي موخو سره سمې بېشمېره لیکنې او څېړنې خپرې شوې دي چې دا څه او ولې وشول؟ افغانانو سره باید څه شوي وای؟ دوی ته باید کوم شاټ ورکړل شوی وای او کوم نه؟ دوی د خپلو تیوریو پر بنسټ د افغان غمیزې شنلو ته ناست دي او لکه څوک چې د وینو په دې لوبه کې هېڅ رول ونلري یا یې هېڅ شاټ نه وي وارد کړی، یوازې د خپلو څېړنو اړول شوې پایلې مني او مسولیت نه مني. دوی ته دا یوازې د شمېرو، ستراتېژیو او پالیسیو لوبه ده. حال دا چې افغانانو لپاره د خپلې بقا پوښتنې دي.
خو افغانانو لپاره پنځلسم د اګست کومه ناڅاپي پېښه نه وه چې وړاندوینه دې یې نشوای کېدای بلکې د یوې اوږدې خونړۍ پروسې منطقي پایله وه چې تر دې هاخوا یې بله پایله نشوای درلودای. دا هغه پروسه وه چې امریکا له پاکستان څخه په یوې چورلکه کې اروزګان ته د حامد کرزي په راوستو پیل کړه او په یوې بلې چورلکې کې یې د نړیوال بانک مامور او خپل پانګهوال فکري لاروي اشرف غني ته د تېښتې د چانس په برابرولو پای ته ورسوله. د دوهمې چورلکې له پرواز سره سم افغانستان بیرته هماغې بڼې ته واوښت چې لومړۍ چورلکې څنګه موندلی و. د دې دوو چورلکو د الوت په منځ کې د یوه نسل د اباد افغانستان له ارمانونو سره خیانت وشو او لکونو انسانانو هغو ارزښتونو باندې خپل سر کېښود چې د واک خاوندانو پرې خپله هېڅ باور نه درلود. د ښځو له حقونو، بشر له حقونو او د نړیوالو له دروغجنو ژمنو څخه د خلکو باور واوښت. د دې دوو الوتنو منځ کې د سړې جګړې ټول مات شوي مجاهدین واکمن او میلونران کړای شول او د وطن ټول غنیمتونه په همدې څو ډلو ووېشل شول په داسې حال کې چې د ولس ۹۵ سلنه له واک څخه بېبرخې وږې پاتې شوه. ورسره تر څنګ طالب تر پخوا په لا ډېرې پیاوړتیا سره واک ته راوستل شو او دا ځل یې واکمنۍ ته د دوحې د سند په بڼه نړیوال مشروعیت ورکړل شو. امریکا په پوره سپینسترګۍ د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې هڅه وکړه چې طالبان تر پخوا لا مدني شوي نړیوالو ته وروپېژني او په دې توګه یې واک ته لار برابره کړي.
اوس طالبان یو کال کېږي د واک پر ګدۍ ناست دي او د ولس له غوښتنو سره په جنګ اخته دي. افغانان د یوه مطلق دکتاتور نظام لاندې شپې سبا کوي چې نجونې یې د زدهکړې له رښتو څخه یومخیزې توګه باندې بېبرخې کړې دي او په بې بنسټه دروغجنو ژمنو باندې د خلکو د غولولو په هڅه کې دي. دوی نه خلکو ته ډوډۍ ورکولای شي، نه کار او نه ازادي. “ډوډۍ، کار، ازادي” د هغو ښاري مېرمنو شعار دی چې د طالبانو واک ته رسېدو سره سم د ګوتو په شمېر واتونو ته راوځي او د دوی د واکمنۍ پر وړاندې د خپلو حقونو نه دفاع کوي. د دې پرمختګپال شعار مخاطبین یوازې طالبان ندي بلکې د تېر دولت هغه ټول ناکام او غل سیاسي پوړ هم دی چې ویې نکړای شول د خلکو دا غوښتنې پوره کړي. ناکام جمهوریت د خلکو د غوښتنو په نه ترسره کولو سره د طالب واکمنۍ ته لار هواره کړه. طالبانو دم ګړۍ ښځې په مطلقه توګه باندې له ټولنې څخه منفي کړې دي او د ښځو پر وړاندې یې یوه توره جګړه پیل کړې. موږ په دې پوهېږو چې طالب هېڅکله نشي کړای د افغانانو انساني غوښتنو ته ځواب ووایي. دوی به هڅه کوي چې په زور، ظلم او زیاتي باندې د هر ازادي غوښتونکي افغان خوله ټپه کړي خو دوی به په دې بریالي نشي چې ټول ملت دې زندان ته واچوي.
د نوي افغان نسل لپاره د تېر جمهوریت څخه ډېر څه شته چې زده یې کړي او د راتلونکي لپاره ډېر څه لري چې ویې کړي. موږ ته دا څرګنده ده چې د طالب په واکمنۍ کې هېڅ هم روښانه نه برېښي او افغانانو ته د طالب پر وړاندې یوه ملي انساني جګړه ورترغاړې ده. دا جګړه که نن وي، سبا او یا لسیزه وروسته. دا نشي کېدای چې یو څلوېښت میلوني ولس دې د څو لکو تنو لخوا د تل لپاره یرغمل وي او د خلاصون لار دې ځنې نه وي. نوی نسل د تېر جمهوریت د ناکامۍ څخه باید دا زدهکړه وکړي چې بر بهرنیو دولتونو او استخاباراتو باور د نیمو شپو کټ دی، د هغوی په دروغجنو انساندوسته شعارونو باندې سر کېنږدي، یوازې پر خپلو مظلومو او غریبو خلکو باور وکړي او د خپلو خلکو په ولسي سیاسي انسجام باندې کار وکړي، وطن ته د پروژې په سترګه نه بلکې د ژوند د موخې په سترګه وګوري. نوی نسل باید د ناکام جمهوریت له پلورل شویو سیاستوالو دا عبرت واخلي چې خپلو منځونو کې په قوم، قبیلې، مذهب، رنګ، ژبې او جغرافیه ونه وېشل شي او په دې حقیقت پوی شي چې د خلاصون لاره یا یو ځای ده او یا هېڅ نشته. موږ لپاره خلاصون نه د دې جغرافیې د نوم په اړولو کې دی، نه په وېشلو کې او نه په حقیقت باندې سترګو پټولو کې. یوازینۍ لار دا ده چې حقیقت سره سترګې مخ کړای شي، د قوم او ژبې پر بنسټ سره راټول نشي بلکې دا هېواد د مظلوم او ظالم تر منځ په دوو طبقو ووېشي. ټولو هغو وګړو ته چې ظلم یې لیدلی او اسکېرل شوي په پراخه سینه د خلاصون لار وروپېژني او خپل ځانته یې راوبلي. د ناهیلۍ دریاب کې ډوب نشي او په پراخه سینه او ورین تندي د راتلونکي لور ته له هیلو سره ورروان شي. یوازې هله دا امکان لري چې دا وطن وژغورل شي.
وصیل فیضي د ویانا پوهنتون کی افغان محصل
یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړهنه اخلي.