طالبانو په مخالفو ليکو کې دانسجام نشتوالی

0

احمد مسعود د "د مقاومت ملی جبهه" مشر چې په ویانا کې خبرې غونډې ته په اپریل میاشت کې خبرې کولی. عکس: @علي احمد

الهام الدين افغان 

د طالبانو له واک ته رسیدو سره سم ددوی  پر وړاندې وسله وال مخالفتونه هم  راولاړ شوي او ورسره ، د سياسي مخالفتونو غږ هم پورته شوی دی خو ددوی وسله وال مخالفين او هم يې مخالف  سياسي جريانونه  په خپلو کې  انسجام او د نظر يو والی نلري . په وسله والو مخالفينو کې يې يوه هم د ملي مقاومت په نوم جبهه ده چې وخت ناوخت ، د ناامنيو دپېښو مسوليت  پر غاړه اخلي ، همدارنګه د ازادۍ د جبهې په نوم يوبل  حرکت هم کله کله ، د ځينو بريدونو ادعاوې کوي ، په نورو نومونو هم ځينې غږونه پورته کېږي چې ګوندې فعال دي او په امنيتي برخه کې ځينې ستونزې راولاړولی شي . خو دا يواځې د خرپ ترپ د جګړو شکل دی او تر دې دمه  پورې داسې څه په ښکاره نه محسوسيږي چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د يو غښتلي مقاومت په توګه وګڼل شي . له بلې  خوا دغه ډلې چې د طالبانو د حکومت پروړاندې د وسله وال مخالفت غږ پورته کوي خپل منځي انسجام او واحد ليد لوری نلري او  يو بل ته غاړه نه ږدي ، همدارنګه ددوی ولسي ملاتړ هم کمزوری دی ، ځکه د طالبانو له ويرې څوک زړه نه ښه کوي چې له وسله والو مخالفو ډلو سره مرسته وکړي ،وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان په داخل کې غښتلي مرکزونه هم نه لري چې وتوانېږي پر دوی د بريدونو پر مهال خوندي پاتې شي . خو په دغو ډلو کې چې طالبانو ته سرخوږی جوړوي دداعش ډله ده چې د طالبانو پروړاندې دجګړو مخينه لري چې وخت نه وخت د لويو بريدونو مسوليت پرغاړه اخلي ، که څه هم طالبان داعش ډله کمزورې بولي او وايي جګړه ييزه وړتيا يې  دومره نه ده چې طالبانو ته ګواښ پېښ کړي  خو هغه څه چې ظاهرا محسوسيږي دادي چې داعش د لويو بريدونو مسوليت پر غاړه اخلي او داسې ښکاري چې دا ډله غښتلې ده ، ځکه وخت ناوخت د رسنيو سرټکي جوړوي . د پخواني نظام يو شمېر لوړ پوړي منصبدارانو او پوځي کارکوونکي چې دا مهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي يواځې په الفاظو کې  د نظامي مخالفت غږونه پورته کوي او کوم عملي اقدام يې تر دې دمه نه دی کړی .  
دطالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې وویل، چې دوی پر ټولو سیمو واکمن دي.
او د مقاومت د جبهې په اړه يې رسنيو ته ويلي   :((موږ خو د مقاومت د جبهې په نوم څوک نه پېژنو، هغه باغي او شریرې ډلې چې په فېسبوک او ټویټر کې څه ادعاوې کوي، په عملي ډګر کې څه نه لیدل کېږي)) 

همدارنګه تردې دمه ، کوم هيواد د طالبانو د وسله والو مخالفينو د ملاتړ ډاډ هم نه دی ورکړی ، څه موده وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو حکومت په ډاګه کړه چې دطالبانو پروړاندې د کومې مخالفې ډلې ملاتړ هم نه کوي . دسيمې هيوادونو هم تر دې دمه په ښکاره دکومې وسله والې ډلې ملاتړ نه دی ښودلی . 

د طالبانو د وسله والو مخالفينو په منځ کې د انسجام پر نشتوالي سربېره په سياسي ډګر کې  ځينې څېرې په شيندلي ډول د  مخالفت غږونه پورته کوي خو تر دې دمه يې د فشار په ډول د طالبانو مخې ته  د کومې  تګ لارې طرحه نه ده ایښې چې له طالبانو  په کې غوښتل شوي چې د يو اصل په توګه ور سره هوکړې ته ور سېږي .

ځينې خوځښتونو دموجوديت اعلان کړی مګر تر اوسه يې د سياسي ګوندونو په توګه د مواثريت نښې نښانې نه ښکاري په دې خوځښتونو کې يو هم د سولې او عدالت په نوم د يو ملي حرکت جريان دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د بهرنيو چارو د پخواني  وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ يې د موجوديت اعلان کړی دی ، حنيف اتمر پر دې باور دی چې طالبان مشروعيت نلري خو په وينا یې جنګ هم د حل لاره نه ده  ، همدارنګه دجمهوريت غوښتونکو په نوم يو بل تحريک هم په امريکا کې  ديو شمېر روڼ اندو په هڅو پېل شوی خو لکه ددې دواړو حرکتونو ترمنځ او يا د ورته نورو کوم خپل منځي تفاهم نه ليدل کېدل کېږي .

دارنګه د تېر جمهوريت پر مهال لس ګونه ګوندونه له عدلیې وزارت سره ثبت شوي وو چې کله نا کله به یې د افغانستان دقضاياو په تړاو خپل نظرونه له رسنيو سره شريکول او يا به یې په ځينو موضوعاتو کې دريځونه روښانول خو د هغو ګوندونو مشران او نور غړي که په داخل يا بهر کې دي تر اوسه یې د طالبانو د کړنلارو په تړاو کوم دريځ نه دی خپل کړی .

په پخوانيو تنظيمونو کې يواځې د اسلامي جميعت ګوند چې تر ډېره د يوې وسله والې ډلې په توګه يادېږي د طالبانو پر پاليسيو نيوکې کوي او خپل دريځ د اعلاميو په بڼه  خپروي ،خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب چې دوسله والې ډلې خطاب ورته کېږي او په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان د ناتو ځواکونو او افغان حکومت ضد دريځ لرلو او تر ډېره يې وسله وال مخالفت هم کړی   د طالبانو د کړنو پر وړاندې یې غبرګون سست دی  او ښايي لامل یې دا وي چې مشر يې په کابل کې اوسیږي او د طالبانو لخوا پرې ځينې محدوديتونه هم شته . پخواني سياسيون او چارواکي هم په هغه موقف کې نه دي چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې غوڅ دريځ خپل کړي .

حامد کرزی او ډاکتر عبدالله يواځيني پخواني لوړ پوړي چارواکي دي چې په کابل کې اوسیږي او دبهرنيو ديپلوماتانو په ګډون له ځينو سياسي او ټولنيزو څېرو ليدنې کتنې کوي ، وخت ناوخت خپل يو نيم نظر له رسنيو سره شريکوي ، تر دوی لږ څه  په ټيټه کچه کې هم ځينې سياستوال شته چې يو نيم غږ او چتوي په دې لړ کې يو هم د ننګرهار پخوانی والي ضيا الحق امرخېل دی چې پر طالبانو يو نيم نقد کوي ، خو  دغو ټولو جريانونو لا تر دې دمه طالبان نه دي متقاعد کړي چې يا دسياسيونو خبرې واوري يا ملت ته غوږ کېږدي .

ددو کلونو له  تېرېدو سره سره لا هم د افغانستان د موضوع په تړاو په کور دننه او بهر کومه ټوليزه اجماع نشته چې پر محور يې افغانان راټول شي او دافغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي او يوه تګ لاره غوره  کړي .

ځينې شنونکي او د نظر خاوندان پر دې باور دی چې په کور دننه هيڅ افغان به دا جرت ونکړي چې د افغانستان د ښې راتلونکې په اړه يو قدم پورته کړي او لامل يې هم دا ښودل کېږي چې طالبان هيڅ ډول جوړ جاړي ته چمتو نه دی او نه په دې برخه کې چا ته اجازه ورکوي  .د پوهنتون يو استاد عبدالحميد پر همدې باور دی هغه زياتوي (( طالبان وايي افغانستان يې فتحه کړی ، دواک دوېش پر سر او جوړ جاړي له هيچا سره خبرو ته چمتو نه دي .))

ديو ليکوال زين الدين په خبره دطالبانو په سر کې ډېره لوړه هوا ده دوی په دې باور دي چې د ناتو قوتونو ته يې  ماتې ورکړې ولې له بل چا سره واک شريک کړي ؟

خوهغوی چې په بهر کې دي هم مطبوعاتو ته لاس رسی لري او هم د انسجام لپاره کارکولی شي  يا په شعوري ډول نه غواړي چې د متفرقو سياسي جريانونو ترمنځ د يوالي فضا رامنځته کړي ، يا د نړيوالو فشارونو له امله دې کارته زړه نه ښه کوي . خو په ټوله کې د افغانستان دمسلې د هواري لپاره وړاندوينه دا کېږي چې افغانان او په ځانګړي متفرق سیاسي جريانونه او اشخاص بايد يو بل و مني ، له خپلو شخصي ګټو تېرشي  او په متحد ډول د وطن جوړولو فکر پېدا کړي .  

الهام الدین افغان (مستعار) په افغانستان کې د پوهنتون استاد دی.

 یادونه: د مقالې محتوا یوازې د لیکوال مسؤلیت دی. د افغان دیاسپورا شبکه به په مقالو کې د هر ډول ناسم یا غلط بیان مسؤلیت په غاړه  نه اخلي.  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *